نړۍ

په امريکا کي د ټرمپ پر ضد لاريونونه د پنځمي ورځي لپاره هم روان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): نن ورځ هم د امريکا په ګوټ ګوټ کي د اعتراض کوونکو امريکايانو له خوا واک ته د ډونلډ ټرمپ د رسېدو پر ضد لاريونونه او مظاهرې وسوې.

د امريکې په محلي وخت د دوشنبې د ورځي په ماپښين په نيويارک، اوکلينډ او کاليرونيا کي مظاهري وسوې او د دغو مظاهرو تنظيموونکو وويل چي دغه احتجاجي لاريونونه به د څو پرله پسې ورځو لپاره ادامه ومومي.

پرون د امريکې په ډېرو ښارونو کي په زرګونو کسانو لاريونونه وکړل. د نيويارک د منهاټن د يووالي په نامه په يوه ميدان کي شل زره تنه راټول سول او په دغه ښار کي د ټرمپ د برج (د ټرمپ د استوګنځي) پر لور يې لاريون وکړ.

لاريون کوونکو امريکې ته د مهاجرت پر ضد او د امريکا او نورو مسلمانانوپر ضد د ډونلډ ټرمپ ژمني وغندلي او شعارونه يې ورکول چي:”هغه زما ولسمشر نه دی“ او ”مينه پر کرکه باندي غلبه مومي“.us-flage

په لاس انجلس او شيکاګو کي هم په زرګونو کسانو ورته مظاهرې وکړې او د ډونلډ ټرمپ فاشيستي اهداف او سياستونه يې وغندل او نارې يې وهلې چي دوی نه غواړي ټرمپ غوندي کسان پر امريکا حکومت وکړي.

رسنۍ څرګندوي چي پوليسو په لسګونو مظاهره چيان بنديان کړل، له هغو څخه پر څلورو تنو باندي شک وو چي ګولۍ يې ويشتي دي. د نيويارک پوليسو شديد امنيتي تدابير نيولي وه.

يو بل خبر وايي چی د دغو مظاهرو لړي جرمني ته هم وغځېده. د جرمني په پلازمېنه برلين کي شاوخوا ۳۰۰ تنه اعتراض کوونکي د امريکا د سفارت مخي ته غونډ سوي وه او د ډونلډ ټرمپ پر ضد يې شعارونه ورکول او پر ورسره پلاکارتونو باندي يې ليکلي وه:”ټرومپه ستا څخه کرکه کوو!“.

د سي ان ان خبري شبکې دا خبر هم ورکړ چي اعتراض کوونکو د جورجيا د ايالت په مرکز اتلانتا کي د ”جورج کپټال سټيټ(په اتلانتا کي د مقننه قوې د ودانۍ مخي ته “د امريکې بيرغ هم وسوځاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
faheem

مسلمانانو ورونو سلامونه می ومنی زه د ډونالډ ترمپ په اړه ډیر معلومات تر اوسه نه لرم ، نه پوهیږم چه دی په کومه کچه او څه دریز لری څه وخت وروسته چه د ده له کړنو یا ویلو څه تر لاسه کړم ارزونه وکړم ، ولی اوس د عمومی معلوماتو له مخی او هغه چه دده به مقابل کی ولاړه یعنی دده رقیبه وی او یا نړیواله میدیا چه د ده په اړه مثبتی ا و منفی تبصری او ارزونی کوی که مقایسه کړم . پشتو کی یو متل دی وایی ( اسمان هغسی چه غریږی هغسی نه وریږی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x