افغانستان

روسیه: د افغانستان ګډحکومت د امریکایانو ناکامه پروژه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان د ملي یو والي په نامه ګډحکومت د امریکا یوه ناکامه پروژه ده چې ناکامه شول او د افغانانو تر منځ د نورې تفرقې سبب وګرځېده.

نوموړي د رانووستي اژانس سره دغه خبري کړي او ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکایانو اوسنۍ تګلاره ژوري کتني ته اړتیا لري تر څو معلومه شي چې ننګوني څه دي او څه باید وشي.

د سرنوشت ورځپاڼي د خبر سره سم ضمیر کابلوف وویل: « په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د ملی یووالي حکومت جوړول له یوه پراخ میکانیزم څخه برخمن نه و او د افغانانو ترمنځ یې یووالی رامنځته نه شوای کړی، د امریکا متحده ایالات دې د اوسني حکومت د رامنځته کېدو په څېر لوبې بندې کړي، د ملی یووالي حکومت جوړول په اصولو کې غیر قانوني او یوه ناکامه پروژه وه چې کار یې ور نه کړ.»

كابلوف وويل: «افغانستان چې امریکایانو کوم حالت ته راوستی، بدلول یې ژر او په اسانه ممکن نه دي، له دې کبله دوی بايد د سيمې له هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړي څو د افغانستان په ثبات کې مستقیمه همکاري وکړي.»

نوموړي همداراز ویلي چې د روسیې له همکارۍ او ګډون پرته د افغانستان قضیه د حل کېدو نه ده.

باید وویل شي چې کابلوف ددې تر مخه خبر ورکړی وو چې د افغانستان په اړه د ګډي ستراتیژي او تګلاري جوړولو په خاطر به راتلونکې میاشت په موسکو کې یوه غونډه جوړه کړي چې په هغه کې به پاکستان، هندوستان، ایران، چین او روسیه ګډون وکړي.

نوموړي همداراز ویلي وه چې را روانه میاشت به د امریکې د اوسنۍ ادارې سره هم د افغانستان په اړه خبري اتري وکړي.

ګمان کیږي چې په امریکا کې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ ټاکنه به امریکا او روسیه یو بل ته سره نیژدې کړي او دواړه هیوادونه به په افغانستان، سوريه او سیمه کې د یو بل په همکاري خپل سیاستونه عیار کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x