نظــر

امریکا ولي عام وژنه کوي؟؟

هارون همت

د لړم پر (۱۳) تاریخ، امریکایي ځواکونو، د کندز ولایت، په بز کندهار ولسوالی، کې هوايي برید وکړ، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون(۳۰) تنه ولسي وګړي په شهادت ورسېده او لسګونهنورټپيان شوه.

دا لومړی ځل نه دی، چې امریکایي ځواکونه د بې ګنا خلګو پر سرونو بمونه غورځوي او عام وژنه کوي.

په ( ۲۰۱۲) کال،د مارچ په میاشت کې، د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالي کې، د دغه وحشي ځواکونو یو کس د (Rabert Bales) په نامه، په نیمه شپه له خپلې پوځې هډې څخه د وږي لیوه په شان راووت. د ملکي خلکو په کورونو ور ننوت او (۱۶) تنه کلیوال، چې ماشومان او میرمنې هم په کښې وې، په شهادت ورسول.

په (۲۰۰۳) او (۲۰۰۴) کلونو کې، د امریکایې ځواکونو لخوا دغه شان بمبارۍ د ودونو او جنازې پر مراسمو په بار بار تر سره شوې.

دا په داسي حال کې ده، چې امریکایې ځواکونو، خپله په لومړي سر کې ویلي وه، چې موږ له هوا څخه ان د شپې پر ځمکه یو انچ شی هم په نښه کولای شو.

اوس یوه پوښتنه دا ده چې دغه ډول قصدي عام وژني امریکا ولي کوي؟ تر شایې کوم هدف لري؟ او بله پوښتنه دا ده چې امریکا وروستۍ عام وژنه ولي په شمال کې وکړه؟

دا معلومه خبره ده چي د افغانستان په اشغال کې د امریکا ډیر مهم هدفونه پټ دي. چې هغه اهداف یې د بحث د وږدېدلو په اساس دلته نه یادم. خو دومره باید ووایو چې امریکا د خپلو هدفونو ده لاسته راوړلو لپاره باید په افغانستان کې پاته شي. اود پاته کېدلو لپاره امریکا مجبوره ده چې په افغانستان کې جګړه روانه وساتي، ترڅو د دوی د پاته کېدو پلمه جوړه وي.

امریکا د جګړې د روان ساتلو لپاره د مختلفو طریقو څخه کار اخلي، چې زیاتره یې په غیر مستقیم ډول دي، ولي کله کله چې ضرورت شي په مستقیم ډول د عامو خلګو په وژنه لاس پوري کوي، ترڅو عام وکړي د دولت په مقابل کې ودروي، او نا امنې زیاته شي.

ځکه نو موږ وایو چې امریکا په غیرقصدي ډول د خلګو پر کورونو بمونه نه غورځوي، بلکي په قصدي ډول روان ور ته پیک وهي. چي مړ نه شي.

دا چي امریکا وروستی عام وژنه په شمال کې ترسره کړه، د دې څخه یې موخه دا ده چې امریکا کوښښ کوي چې شمالی ولایتونه نا امنه کړي، او روسیې ته ګواښ پیښ کړي.

چي د دې موخي لپاره امریکایې جنرالانو د داعش لپاره هم بار بار تبلیغات کړي دي. ترڅو د داعش لمن د شمال لوري ته وغځوي.

نو تر څو چي امریکا په افغانستان کې حضور ولري، افغانان وزګار نه پاته کیږي، یا به په وژلو اخته وي یا به په دفن کولو اخته وي، چي دا پنځه لس کاله موږ ښه تجربه کړه. نو يواځني حل لاره یې دا ده چي امریکا خپل ستر دښمن وګڼل شي ځکه امريكا هيڅ کله د مسلمان دوست نه شي کېدای. لکه الله جل جلاله چي فرمايي:

(وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ…) (البقره- 120)

يعني همدا یهود به هیڅ کله ستایو څخه راضي نه شي تر څو چي ته یهودی نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x