نظــر

د آیا نجیب پېژنۍ په تعقیب! (13 برخه) – كمونيزم

کمونیزم د الله جل جلاله وجود نه مني:

 لکه مخکې چې تېر شول د کمونیزم له اصولو څخه یو هم له غیبیاتو څخه انکار کول دي،  ځکه د دوی باور او عقیده په مادیاتو ولاړه ده، له همدې کبله دوی هر هغه څه نه مني، چې ظاهرا نه محسوسېږي، د الله جل جلاله په اړه لینین چې د روسي کمونیستانو مشر و، او د الماني کارل مارکس نظریې ته یې عملي بڼه ور کړه، په ۱۹۲۰ م کال کې په خپل مشهور بیان کې د الله جل جلاله په اړه داسې وویل: ( مونږ له هغه څه انکار کوو چې بډایان وايي چې اخلاق دالله حکمونه دي، مونز په الله ایمان نه لرو، او په دې پوهېږو چې پادشاهانو، دین پوهانو او بډایانو د خپلو موخو لپاره کارونه د الله نامه ته منسوبې کړې دي.)

http://www.maqalaty.com/%D9%87%D9%84-%D8%A7%D9%84%D8%AD%D8%B1%D9%88%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D8%B5%D9%84%D9%8A%D8%A8%D9%8A%D8%A9%D9%81%D9%8A

 په یو بل ځای کې داسې وايي: ( په الله پسې ګرځېدل ګټه نه لري، چې یو شی پټ نه وي اېښودل شوي په اړه یې پلټنه عبث ده، له کرلو پرته ریبل نشې کولی، ته خدای نه لرې! ځکه چې لا دې نه دی پنځولی! په خدایانو پسې څوک نه ګرځي، بلکې پنځوي یې! ) او د کارل مارکس مقوله خو نړیوال شهرت لري چې ویل به یې: ( دین د مسکینانو تریاک دي ) الإعلاء الإسلامي للعقل البشري, ص: 41.

یعني مسکینان او غریبان ځانونو ته په دین تسلې ور کوي، لکه تریاک چې سړی نېشه کوي، له دردونو څخه یې بې پروا کوي، دغسې دین مسکینان د دینا له سختیو او ستونزو نه بې پروا کوي، په دې هیله چې الله جل جلاله شته، آخرت شته، حساب او کتاب شته، جنت او دوزخ شته، جنت ته به لاړ شي، هلته به د الله جل جلاله له نعمتونو څخه برخمن شي، دوی په دې توګه ځانونو ته ډاډ ور کوي، دا د کمونیزم د اصلي بنسټګر کارل مارکس نظر دی.

 لینین اخلاق یوازې د ټولنې د ساتنې لپاره یوه وسیله ګڼي او وايي: ( مونږ باید هر ډول قربانۍ ته تیار اوسو، د اړتیا پر مهال مونږ هر ممکن عمل تر سره کوو، حیلې، د چل ول ډولونه، او غیر قانوني لارې ټولې روا دي! همدا ډول له حق نه ساکت پاتې کېدل، لنډه دا چې مونږ اخلاق او آداب د طبقاتي جګړې له ګټو نه را غونډولی شو!  )

ښاغلی شیخ محمد عرفه، په ۲۰۰۹ کال کې ویلي چې کمونیزم تر اوسه پورې د دين پر ضد پراخه جګړه پر مخ وړي، او د دې خبرې پخلی د کمونیزم شپږم نړیوال کنفرانس کوي، چې په ۱۹۲۸ م کې جوړ شوی و ، هلته دا ډول راغلي: ( د دين پر ضد جګړه د کلتوري پاڅون په چارو کې مهم ځای لري، او لازمه ده چې دغه جګړه په ټینګار سره په منظم ډول دوام ومومي، د کارګرانو حکومت د ضمیر په آزادۍ اعتراف کوي، خو همهاله ټولې هغه وسیلې چې په واک کې یې لري، د دین پر ضد کاروي، او تربیه د نړۍ په اړه د یو مادي تصور پر بنسټ ترتیبوي ) الاعلاء الاسلامي ص: ۴۳.

دکمونیستانو امانتداري:

د یادولو ده چې کمونیستان وخت پر وخت دخپلې پاکۍ، امانتدارۍ او له هېواد او خاورې سره د مینې لپاره استدلال کوي، او وايي چې دوی شخصي کور نه لري، د حکومت مال یې ځان ته نه دی اخیستی، که څه هم چې له بیت المال نه ناوړه استفاده که هر څوک کوي غلط کار دی، خو کمونیستانو چې دا کار نه دی کړی له دې وجې نه دی چې دوی له خاورې او ولس سره مینه لرله، بلکې دا د دوی د فکر او عقېدې یو اصل دی، دوی چې شخصي کورونه او ځایونه نه لري دا له دې کبله چې دوی ته د دوی مارکسي فکر اونظریې ددې اجازه نه ور کوله چې شخصي ملکیت دې ولري! دا دوی د عقېدې او باور یوه برخه وه، کمونیزم په فردي ملکیت لکه پاس چې یاد شول باور نه لري، چا ته د شخصي ملکیت اجازه نه ور کوي، هغه که هر څوک وي! که چا په دې اصل باور او ایمان نه درلودی هغه کمونیست نه ګڼل کېدو! دوی اصلا الحاد او کمونیزم ته د زیاتې وفادارۍ له وجې دا کار نه دی کړی، نه له دې وجې چې له خاورې او ولس سره مینه یې لرله او یا یې اوس لري!  دوی نه هغه وخت او نه اوس د خاورې او ولس پروا لري، دوی ولس او خاوره له خپلې کمونیستي نظريې نه قربان کړي او قربانوي یې! که دوی له خاورې او ولس سره مینه لرلی، خاوره او ولس به یې په روسانو نه پلورل! روسان به یې نه راوستل! له شورویانو سره خپلو خېښیو ته به یې د افغان شوروي تلپاتې دوستې نه ویله! د افغان شوروي بیرغ به یې مقدس بیرغ نه ګڼلو! په لسهاوو زره افغانان به یې د کمونیزم د مخالفت له وجې په ژوندوني نه تر خاورو لاندې کول! په ملیونونو به یې له کورونو څخه نه شړل! کلي او کورونه به یې نه بمبارول! او ددې لپاره یو عملي دلیل دا دی چې دوی د زن، زر او زمین د اشتراک شعار ور کولو او ور کوي یې!
     څه وخت مخکې له یو کمونیست سره مخ شوم، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ویل چې دا د افغانانو خاوره ده، هېڅوک یې له ځان سره نه شي وړی، دا خاوره به تر قیامته پورې همدلته وي، روسان راغلل، هغه دي بېرته لاړل، اوس دوی نشته خو خاوره شته، او په پښه یې تر خپلو پښو لاندې ځای و ډبولو! بیا یې وویل: امریکایان هم چې راغلي دي، دا خاوره له ځان سره نشي وړی، دوی به نه وي خو دا خاوره به وي! مطلب یې دا و چې د هېڅ یرغلګر مخه باید ونه نیول شي! ځکه چې هغوی زمونږ خاوره له ځان سره نه شي وړی! یو څه وخت به وي او که دایمي وي هم وي دې، څه خبره ده؟!

 که دې خبرې ته وګورو ظاهرا تر یو ځایه کېدای شي د ځینو لپاره د منلو وي، او هغه لکه هغه کمونیست چې ویل چې دا خاوره به ترقیامته همدلته وي، هېڅوک یې له ځان سره نشي وړی! روسان راغلي وو، لاړل خو دا دي ځمکه او خاوره پر خپل ځای ده! امریکایان به هم لاړ شي مګر دا خاوره به وي!

   خو په حقیقت کې دا ډېره بې بنسټه، او له ماده پرستۍ نه ډکه خبره ده! ځکه هر څوک چې دیو چا کور یا یې کلي او ملک ته په زور او ظلم ورځي مطلب یې د هغه ځای خاوره، ډبرې، غرونه او خوړونه نه وي، ځکه خاوره، ډبرې، غرونه او خوړونه هېڅوک له خپل ځای څخه نشي خوځولی! څوک به لوی لوی غرونه له خپل ځای څخه وخځوي؟  یا به لویې لویې ډبرې یوسي! یا به خاوره یوسي! دا شی نه هغوی ته ګټه کوي او نه یې وړلی شي، او نه یې وړي، که د تاریخ له پیله تر ننه هر څو پلټنې وشي اوبیا هم وشي، هېڅوک به ثابته نه کړي چې د یوې سیمې پادشاه، او یا حاکم د بلې سیمې د پادشاه او یا حاکم تر ولکې لاندې سیمو نه غرونه وړي وي! یا یې خاورې وړي وي! یا یې خوړونه په شا کړي وي! بلکې د یو ملک او یا سیمې له امکاناتو نه د هغې سیمې او ملک د خلکو له اجازې اوخوښې پرته په زور د ځان په ګټه استفاده کول اشغال ګڼل کېږي! او په حقیقت کې مطلب او هدف همدغه دی!

  کمونیستان ځکه دا خبره کوي چې فکر او عقیده یې په ملموسو مادیاتو ولاړه ده، دوی لکه ماشومان ظاهري شیانو ته ګوري، وايي دا دي خاوره مو په خپل ځای ده، غرونه مو په خپل ځای ولاړ دي! که څوک راځي را دې شي، ګټه دې ترېنه پورته کړي، رانه وړلی خو یې نه شي! دوی فکر کوي چې خلک خاورې او غرونه خوري! له همدې کبله خو دغه فکر او نظر کمونیستانو په هر څه کې پلی کولو، اخلاقي فسادونه یې هم د همدې فکر پر بنسټ کول! دوی ویل څه خبره ده، که یوه ښځه له څو نارینه وو سره اړیکې ولري، څه خو یې نه کمېږي! همغه ښځه ده، نه یې پزه کمېږي نه یې غوږونه! دوی تر ننه پورې په همدې عقیده دي! دا مې ځکه وویل چې څه وخت وړاندې له یو بل کمونیست سره ګیر شوم، هغه اوس هم ویل او په ډېر ویاړ سره چې یو هلک او نجلۍ چې ودونه یې نه وي کړي، څه خبره ده که په خپلو منځو کې اړیکې ولري، خو چې ودونه وکړي بیا مناسب نه ده چې اړیکې سره وساتي! دا خبره یې هم هسې ددې لپاره کوله چې ګواکي کمونیزم د ټولنو یو څه اجتماعي اصول په نظر کې لري، او درناوی یې کوي!

د کمونیستانو د یو مشهور مشر اعتراف:

 مشهور پرچمی کمونیست فرید احمد مزدک چې د افغاني کمونیستي ګوند مخکنی معاون او د کمونیست نجیب په حکومت کې د سیاسي بیرو غړی و، د خپل ګوند په اړه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې داسې وايي، خبریال پوښتنه کوي: (  یو زیات شمېر ځوانانو د همدې آرمانونو لپاره قربانۍ ور کړې، وینې یې تویې کړې، تاسو د ګوند د یو مخکني مشر په توګه په دې پېښمانه یاست چې دغه ځوانان د جګړې ډګر ته واستول شول او هلته ووژل شول؟ )  فردیک مزدک ځواب ورکوي: ( هو، زه ډېر افسوس کوم، او شرمنده یم چې په هغو جریاناتو کې مې لاس لرلی او یا مې ګډون په کړی، په هغو سیاسي جریاناتو، پېښو او کلونو کې چې پایله یې هغه څه شول چې تاسو یاد کړل!… زمونږ په ګوند کې دیموکراسي نه وه، زمونږ ګوند دیموکراتیک ګوند نه و، یو قدرت طلبه او بند ګوند و! ) پوښتنه: ( دا چې وایئ دیموکراتیک نه و، خپله د ګوند د اصل او اساس په اړه مطرح ده که ځینې مشران یې دیموکراتان نه وو؟ ) ځواب: ( نه، اصل او اساس، مونږ په حقیقت کې یو لنیني ګوند وو!!! مونږ یو دیموکراتیک لنیني ګوند و نه لید! تاریخ داسې څه په یاد نه لري )
 http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2012/05/120504_zs_mazdak_sound_bbc.shtml

د فرید احمد مزدک په خبرو کې تر ټولو د پام وړ او مهمه خبره دا ده چې وايي مونږ یو لنیني ګوند وو! یعني مونږ لنینیان وو! له همدې نه هر څوک معلوملوی شي چې کمونیستان څوک وو؟ او څوک دي؟ ځکه فرید احمد مزدک د کمونیست ګوند یو عادي غړی نه و، بلکې د خلق دیموکراتیک ګوند معاون پاتې شوی و، همدا رنګه د نجیب د حکومت پر مهال د کمونیستانو د سیاسي بیرو غړی و! هغه څوک چې تر بل هر چا د خپل ګوند په حقیقت ښه پوهېږي!

نور بیا…

لیکوال: عبد الخبیر جاهد.

ددې لیکني مخکنۍ برخه په لاندي ادرس:

د آیا نجیب پېژنۍ په تعقیب! (12 برخه) – كمونيزم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x