نړۍ

ټرامپ: په منځني ختيځ کي د جګړې په پيسو مو کولای سوای امريکا دوه واره بيا ورغوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا نوي انتخاب سوي ولسمشر په يوه مرکه کي په منځني ختيځ کي د امريکې له خوا د پنځلس کلنۍ جګړې پرلار اچولو باندي نيوکه وکړه.

د نړيوالو رسنيو د رپوټ سره سم ډونلډ ټرمپ د سي بي اس ټلوېزيون سره په ځانکړې مرکه کي، چي د جمهوري رياست په ټاکنو کي د ده تر برياليتوب وروسته د هغه لومړنۍ مرکه وه، د يوې پوښتني په ځواب کي د امريکې د واکمنو د کړنو په هکله وويل: زموږ سياستوالو د ډېرو اوږدو مودو لپاره خلک ناهيلي کړي دي. هغو خلک د کار او دندو په اړه ناهيلي کړي دي. هغو ان د جګړې په باره کي هم خلک د ناهيلۍ سره مخامخ کړي دي. موږ تر پنځلسو کالو زيات په دې کي (د منځني ختيځ په جګړه) ښکېل يو. موږ شپږ تريليون ډالره په لوېديزه آسيا کي لګولي دي. موږ په دې پيسو کولای سوای خپل هيواد دوه ځله له سره ورغوو. تاسي زموږ د لارو، پلونو، تونلونو او هوايي ډګرونو وضعي ته وګورئ، دا سي ښکاري لکه له رجې او نقشې څخه دباندي ځايونه. همدا اوسنۍ وضع (د انتخاباتو پايلي) د همدې وضعيت رد دي کوم چي په تېر اوږده مهال کي رامنځ ته سوی دی.

ټرمپ د دې پوښتني په ځواب کي چي د ده کړندود به د ده د ولسمشرۍ په دوران کي هماغسي اريانوونکي وي ، لکه د ده بري چي خلک اريان کړل، وويل: زه به ډېر ښه کړندود ولرم، البته دا کړندود به په دې اړه ولري چي څنګه شرايط رامنځ ته کيږي. په ځينو مواردو کي بايد ډېر شديد برخورد وسي. کله چي نړۍ ته ګورم، وينم چي څنګه پېلابېل هيوادونه زموږ له وضعي څخه ګټه اخلي. په وياړ سره وايم چي زما تر ټولو مخکنی اولويت به امريکا وي. زما کړندود به د تېر په څېر نه وي، يعني په هغه ډول به نه وي چي موږ د هغه پر بنسټ دا هيواد له لاسه ورکاوه. موږ د بايللو په حال کي وو، هيواد مو له لاسه ورکړی دی. په ټاکنو کي زما د برياليتوب علت هم دغه مسأله وه. ما په آسانۍ سره وکولای سوای په انتخاباتو کي بريالی سم. موږ ډېره ستره کاميابي ترلاسه کړه.

ټرمپ د دې پوښتني په ځواب کي چي آيا په سپینه ماڼۍ کي به هم د هغه د انتخاباتي رقابتونو د دوران له لفاظيو څخه استفاده کوي، وويل: کله کله لازمه وي چي له ځانګړو لفاظيو څخه استفاده وسي، چي خلک انګېزه پيدا کړي. زه نه غواړم فقط يو داسي کوچني ښه شخصيت اوسم چي ثابت لحن ولري، البته په ډېرو مواردو کي به زه دغه ډول واوسم، بې له شکه چي زه کولای سم دغسي اوسم، دا کار آسان دی، ډغه ډول رفتار ډېر آسان دی، بايد صادقانه ووايم چي دغسي اوسېدل ډېر آسانه کار دی.

عبدالمالک همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

زه سره د دی چه هیلری کلنټن خو راته معلومه وه چه څو مخی او د ماسونیزم غړیتوب یی درلود ، د ټرمپ په اړه خلک وایی ښه تجار دی مګر ښه سیاست مدار نه دی او افراطی وړاندیزونه او ارزونی کوی مګر تر اوسه نه دی معلوم شوی چه سړی یی په اړه سوچه او اخری فیصله وکړی مګر دا چه د دی ټولنی محصول دی حساب کول پری ستونزمنه خبره ده . مګر دا خبره یی ( جه په شل تریلونو دوه ځلی امریکا بیا رغیدله سل په سلو کی تاییدوم او تر هغی زیات فکر کوم زه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x