ادبي لیکني

پروژوي مجلې

لیکوال: محمدرحیم سکندر
لیکوال: محمدرحیم سکندر

محمدرحیم سکندر

مطبوعات یوازې کاپي پېسټ ته نه وايي او نه هم د نورو رسنیو پېښو (سټایل) کولو ته وايي.

دا ستونزه به پخوا هم وه، خو اوسنۍ شوشېل مېډیا ډېره رامنځته کړې ده او یا سمه ګټه نه ده ترې پورته شوې.

فسبوک او سایټونه چې ډېر چټک معلومات خپروي، نو د چاپي رسنیو مسوولین یې هم بې له ستونزې را کاپي کوي او پرته د اصلي سرچینې له نوم یې په خپل نوم خپروي.

سره ددې چې ځینو یې ژورنالېزم هم لوستی او له اصولو یې خبر دي، مګر بیا هم سترګې پرې مړې کړي او ساده ولس پرې دوکه کوي.

دا کار چې دوی ته یو ډول تجارت او دوکانداري برېښي او د احساس سپرغۍ نشته پکې، یوازې معلومات راکاپي کړي او پروژې ورته ونیسي.

د نه احساس لرلو تاوانونه ډېر دي، یو خو دا چې دوی به لیکوالي، تحلیل او مرکې کول زده نه کړي، ځکه دوی چې مرکې راکاپي کړي هم؛ خپل نوم پسې لیکي، بل کله چې پروژې په ټپه ودریږي نو د دوی مجلې یا ورځپاڼې سا هم ور سره تربته شي او بل تاوان یې دادی چې یوازې ښکلی نوم به یې نیولی وي، د بل له ښمرې (ګټې) به یې هم ویستلی وي او خپله به هم کار نه پرې کوي.

رسنۍ لږ تر لږه باید ۸۰٪ سلنه خپل تولید ولري، ۲۰٪ سلنه پروا نه لري که کاپي او یا خپل تولید نه وي هم ( خبري بڼه ولري).

مونږ ځینې چاپي رسنۍ ګورو چې سرلیکنه هم را کاپي کوي او خپله اداره پسې لیکي.

اوس ترې ساري ناروغي جوړه شوې ده، اکثره د مجلو مسوولین یې بې همته روږدي کړي او پوه تجربه کار لوستونکي ترې نا راضه دي.

د رسنیو مسوولین چې تر  بل هر چا ځان با احساسه بولي، خو بیا هم چې مادي ستونزه پرې راشي، نو لږ زره هم ځان نه په تکلیفوي، چې لږ تر لږ خو یو یا دوه ګڼې خپرې کړي.

پروژوي مجلې دې ته وايي :

کله چې یوه پروژه او یاکومه موسسه قرارداد ور سره ختم کړي، نو دوی هم ور سره ختم شي؛ ګني پروژې او اعلانونه د رسنیو په تقویه کې بهترین رول لري، مګر داسې هم نه لکه ځینې غواګانې چې له موسیقۍ پرته شیدې نه کوي.

انتخابات دوی یو ښه سېزن بولي چې کله تېر شي بیا هیڅ!؟

دلته هم بې احساسي ښکاري چې مجله  او یا ټولنه د مادي ګټو په غرض راپیل شي، البته خدای ج هم  ځکه پاتې پکې راوستي.

هر څه چې په اخلاص او احساس راپيل شي، خدای پاک ته هم سپیڅلی وي او خلک هم د پرمختګ دعا ورته کوي.

نه یوازې پرژوي مجلې بې احساسه دي بلکې ځینې مدني بنسټونه( ټولنې )  هم چې کله د انتخاباتو لمر پرې راوخیږي، نو ټولنې، بهیرونه او کورسونه  هم ور سره وځلیږي.

متاسفانه دغه فعالیتونه یوازې په همدې سېزن پورې محدود دي.

ددې تر څنګ پروژوي فسبوکي اکاونټونه (ID) هم شته چې په بېلابېلو مستعارو نومونو جوړوي او د یو کس په ګټه په هېوادوالو پسې سپکې سپورې لیکي، خو کله چې تېل (معاش) ور بند شي نو  فسبوک یې هم ور سره سست شي.

د پروژوي مجلو یو لو تاوان دا هم دی چې مواد (مطالب) یې فرمایشي، تشریفاتي او پیکه وي او لوستونکو ته یې اخیستل هسې اصراف ښکاري.

رسنۍ چېرې، سوداګري ده

ښار کې روان، ویاند خبر کړئ

بې سوادي ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x