نظــر

ســـــــــــــــــــــــــالار – سید اباد ولسوالۍ – میدان وردګ

سالار په عامه اصطلاح اوياهم په پښتوقاموسونوکي ديوه قوم د(رهبراومشر ) په معني دی خوپيښېدلي شي چي داديوه کلي نوم هم وي لکه په وردګوولايت کې چي ديوه داســـــــــې مشهورتاريخي کلي نوم دي چي پېښې يې دنړۍ په تاريخ کې ساری نه لري،لکه څرنګه چې سالار ديوه قوم درهبرپه معني راځي خودابيا دډيروکليواوولسونوسالاردی.سالار که له يو پلوه په ښکلوشنوونو،باغونوزرغون ،اوپه هرراز رنګينينو پوښل شوی خوله بله پلوه دسپېڅلواوپاکوشهيدانودمزارونودسمالونولاهم ډيره ښکلاوربښلې ده

راځۍ چې سالار وپېژنو !

د( سالارو )نوم ده ډېرۍ افغانانو اوحتی نړيوالوپه ذهن کې پروت دی خو کېدی شي ډيرو وګړو يې تش نوم آورېدلی وي ،اماډېروبه لېدلي وي اوحتی دزلموله کارناموبه يې هم خبر وي اوټول فزيکي اړخونه به يې ورته معلوم وي .

(سالار)دميدان وردګوولايت دسيداباد ولسوالۍ مربوطه دشنيزددرې يو ډېر مشهوراوپورنفوسه کلی دی . دميدان ښار دمرکزنه تقريباپه (۵۹)اودسيدابادولسوالی ودانۍ  نه تقريبا په (۹) کيلومترۍ کې دکابل کندهاردلويې لارې په سر پروت ،اوله پنځه نيم زره نه تر شپږزره کسانو يې دنفوس شمېره رسيږي  ،شمال طرف ته يې دسيدابادولسوالي ،جنوب ته يې دشش کلا ساحه ،شرق ته يې دآبدرې کلی ،اوغرب ته يې دګوربت تاريخي غرپروت دی .سالارله فزيکي اړخه ډېرآباد،دخوږو اوبوچينې ،درنګارنګ مېوو باغونه ،شنه فصلونه،لري چې هميشه دلارې دسيلانيانوتوجه ځان ته راجلبوي ،ښکلې معتدله هوا،البته دژمي له پلوه يې هوا څه سړيږي.خلک يې زيږه پښتانه ،ملمه دوسته ،غيرتي ،مجاهدپروره، باحجابه ،اوکلک په دين  مين دي ،په هر انقلاب کې يې دوخت له دښمن سره په مېړانه جهاد ،دسر اومال په قيمت يې ددښمن هر يلغار په شاتمبولی ،اودښمن يې له ذلت سره مخامخ کړی،البته  ډېروتنکيو،باطورو،زړورواوپه دين مينوځوانانويې ددښمن په مقابله کې خپلې پاکې وينې توی اوښايسته ککرۍ ترخاورولاندې اودسپېڅلي شهادت جامونه نوش کړل،چه ترننني انقلابه دالړی روانه ده ،دسالاروغيرتي ولس په هرانقلاب کې ددښمن تر هرراز پېشارونولاندې راغلی،خلک يې هجرت ته اړايستلي ،ځورولي ،کورونه يې بمبارشوي ،کورونه يې سوځول شوي خودوی بياهم دښمن ته سرنه دی ټيټ کړی اوپه مېړانه يې خپله مبارزه جاري ساتلې ،هرکوريې ديوه شهيد،اودشهيد دپاتې يتيمانووياړاو افتخارلري .دسالارو دغيرتي ولس دکارنامو مکمله يادونه زما ترتوان لرې خبره ده ځکه ددې غيرتي ولس کارنامې ديوې مقالې په تحرير نشي سرته رسيدلی بايد دغه کارنامې په يوه مجموعه کتاب کې  راجمعه اوبيا کتونکوته وړاندې شي .خوزه هم کوندې په دې اجمالي معلوماتونه ګنهګاريږم ،بايد له پامه ونه غورځول شي .

اوس به راشو دې ته چه (سالارو) په دې څولسيزوکې ولې دومره شهرت پيداکړ؟

کله چې صليبي يرغلګرودافغانستان په پاک حريم باندې تجاوزوکړاودافغانستان پاکه خاوره يې په ظلم وحشت بربريت،ديوڅوبې دينه ،بې غيرته وطن فروشوپه همکارۍ اشغال ،بې شمېره مسلمانان يې شهيدان،ډېرماشومان يې يتيمان،ډېرې عفيفې مسلمانې ښځې يې کونډې،ډېر کورونه يې بمبمارکړل ،اوپه ډېر غرورسره يې زمونږ په ګران هېواد خپل ناولي قدمونه کېښودل ، خوپه تقدير کې بيا نورې فيصلې نغښتې وي چه هغه مونږاوتاسونشو درک کولۍ ،هغه ديوداسې ذات کار دی چې ددنيا په لراوبرحاکم دی  ،اوسلطنت يې غير محدود دی. هسې نه چه خبره ډېره اوږده شي رالنډه به يې کړو.مسلمانانو داوحشتونه اوظلمونه ونشوزغملۍ.دکفاروپه مقابله کې يې خپلې پخوانۍ دتير انقلاب اسلحې راواخيستې مټې يې راونغښتې دهيواد په لراوبرکې يې ډېر په مېړانه يوڅومحدودومسلمانانو مبارزه پيل ،چې دوخت په تېرېدوسره مسلمانان پياوړي اوبرلاسي شول .همدالړۍ دميدان وردګوولايت کې هم هو به هو راوانه وه .سيداباددميدان وردګوولايت مرکزي ،دکابل کندهار په لويه لاره پرته ښه موقعيت لرونکې  ولسوالي ده چې ددښمن اکمالاتي ،اونظامي کاروانونه په همدې لاره جنوبې ولايتونوته ستنيږی ،سالارپه نظامي لحاظ دسيدابادغوره نقطه ده ځکه به نووخت ناوخت همدغه کاروانونه د غلچکي بريدونو ،اوماينونوښکارګرځېدل ،دوخت په تيرېدوسره مجاهدينو به وخت ناوخت ددښمن اکمالاتي کاروان تربريدلاندې راوستو اويابه يې هم يو زغروال ټانګ دماين په ذريعه ټوټه کړ خوداپېښې ورځ تربلې زياتې دې مجاهدين پياوړي کېدل ،زياتېدل ،اولايې هم نظامي پوهه زياتې ده . يووخت داسې پېښه شوه چه ددښمن مکمل اکمالاتي کاروان دمجاهدينو  ترناببره بريدلاندې راغی اوټول مجاهدينو وسووزولواويايې هم غنيمت کړل . بس دښمنانو غوغاراپورته کړه ،اوامنيتي ارګانونو شکايتونه شروع کړل ، اوپه لارو ددښمن دادارو کسانوهم دتګ راتګ دنه امنيت په اړه شکايتونه وکړل . په مېډيا کې خبره  خوره وره شوه    حتي تردې چې دګوډاګي حکومت تش په نوم جمهورريس کرزي سالار د( پول صراط ) په نامه ونومول.همغه وو چې خپل شکايتونه يې دامريکايانو ترغوږو ورورسول .اوامريکايانوهم ددوی دغوښتنې پر اساس دولسوالی دودانۍ نه شروع دغزني ترسرحده دوه لوی دخارجيانو بېسونه ،او(۱۱) يوولس دملي اردوپوستې منظورې کړې چې دوخت په تېرېدوسره يې شمير تر(۱۵ ) پنځلسو هم واوښتو،اوس خو به لابيخي ډېرې وي ،خودمجاهدينو مرال الحمدلله کمزوری نشو،اوحملويې لاهم شدت پيداکړ،په الهي نصرت سره مجاهدين دومره پياوړي شول ،چې دنړۍ دپرمختللی قوت ،په زغرو،طيارو،اورنګارنګ وسلوسمبال پوځ سره يې مخامخ مبارزه شروع اوپه هر ډګرکې يې دبې شمېره قربانيو،پاکووينو،ښايسته ځوانيوپه بدل کې ماتې ورکړه آن تردې چې په خارجيانوورځ په ورځ کړۍ تنګه ، هره لارماين ،هرکونج اوکنارکمين ،نوبله لاره يې پيدانکړه يواځې داچې خپلې پښې سپکې او  وتلوته اړشول.

لکه څرنګه چې وړاندې مودسالارو دکلي په هکله معلومات وليدل ،خو بايد ووايو چې نن وخت (سالار) ديوه کلي په نامه خلک نه پېژني بلکې دغزني له سرحدنه تر سيدابادولسوالۍ ټوله علاقه د(سالاروپه نامه پېژندل کيږي ،اوپه ښه نامه پېژندل کيږی چې داهم دسالارو لپاره لوی افتخار دی

(((((  ځوانان يې دژوندي ،اوبريالي وي  اوشهيدانوته يې دالله ج  جنت فردوس په نصيب کړي  )))))) ډېره ساده پښتوليکنه ده خدای دوکړي چې خوښه مو شي

ستاسو ورور   حبيبی وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x