افغانستان

د بګرام پيښي یو ځل بیا د امریکايي عسکرو او افغانانو تر منځ باور له منځه وړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د تیري شنبې په ورځ د طالبانو یو نفوذي کس وتوانید چې په بګرام هوايي اډه کې دننه پر امریکایانو سرتیری برید وکړي چې له امله د امریکا د دفاع وزارت په وینا څلور امریکایان مړه او ۱۷ نور ټپيان شول.

ویل کیږي چې د پولنډ هیواد یو عسکر هم په دغې پېښه کې ټپي شوی وو چې ورسره د ټولو بهرنیانو د ټپيانو شمېر ۱۸ تنو ته پورته شو.

د طالبانو ویاند د پيښي سمدستي وروسته رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې د برید مسؤولیت په غاړه واخیست او د ۶۷ امریکایانو د مرګ ژوبلي خبر یې ورکړ.

ذبیح الله مجاهد وویل چې د دغه تکتیکي برید لپاره یې د څلورو میاشتو راهیسي چمتوالی نیولی وو.

د پروان د والي ویاند وحید صدیقي رسنیو ته ویلي چې بریدګر په بګرام هوايي ډګر کې دننه له ډېره وخته کار کاوه او څلور کاله وړاندې د طالبانو څخه جلا او د سولي پروسې سره یو ځای شوی وو.

د کتونکو په باور دغه برید چې په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو په ستره او مصؤنه قرارګاه کې دننه تر سره شوی، که یې له یوه اړخه امریکایان سربداله کړي، له بله اړخه یې د امریکایانو او افغانانو تر منځ یو ځل بیا د باور فضا له منځه وړې.

دوی وايي چې نه یوازي د افغانانو او امریکایانو تر منځ د ګډې همکارۍ پر مهال به اوس امریکایان ډېر پام کوي بلکي هغو پخوانیو طالبانو ته به هم د ډار او شک په سترګه کتل کیږي چې دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي او اوس د هغوی تر څنګ د طالبانو پر خلاف جنګیږي.

تر برید وروسته امریکا په کابل کې خپل سفارت وتاړه تر څو په سفارت کې دننه پر امنیتي تدابیرو له سره غور وکړي او داسي ښکاري چې د سفارت له افغان کارکوونکو سره به یو ځل بیا له سره تحقیقات وشي او د هغوی شالید به وڅیړل شي تر څو د بل احتمالي برید مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم یوه افغاني عسکر په کابل کې پر امریکايي عسکرو ډزي وکړې چې له امله یې دوه امریکایان مړه او درې نور ټپيان شول.

باید وویل شي چې د دې تر مخه هم د افغان عسکرو له مینځه ورته بریدونو امریکایان د افغان عسکرو سره له ګډي همکارۍ را ګرځولي وو او امریکايي عسکرو ته امر شوی وو چې په هیڅ یوه حالت کې به هم خپله وسله له ځانه لیري نه ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x