افغانستان

طالبان: تورلیست بې اغیزې دی خو د سولې ضد اقدامات یې رسوا کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د ګډ حکومت هغه تازه اقدام «بې ګټې او بې اثره» ګڼلی چې له ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې چې د طالبانو مشر په تور لیست کې شامل کړي.

طالبان وايي چې د دوی قیادت د دا ډول بندیزونو هیڅ پروا نه کوي، خو زیاتوي چې په دې غوښتنې سره دولت دومره وکړل چې د سولې په اړه یې خپله اصلي څېره نوره هم په اثبات ورسوله.

تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې له پلاوي سره په ملاقات کې غوښتي و چې د طالبانو د نوي مشر «مولوي هبت الله اخندزاده» نوم په تور لیست کې داخل کړي او بندیزونه پرې ولګوي.

طالبانو د اشرف غني د یادې غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې مشرانو یې «وار له مخه د امریکايي طاغوت او اشغالګر ځواک په وړاندې په جهاد پیلولو سره دا هر څه په ځان منلي دي، همدا ډول نه په بانکونو کې پیسې لري او نه هم په بهر کې شتمني».

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې یاد بندیزونه د دوی په «جهادي بهیر» هیڅ ډول منفي اغیز نه لري، خو زیاته کړې يې ده چې دغه ډول غوښتنې د سولې په اړه د دولت دوه مخې لا بربنډوي. نوموړی وايي:

«البته دا ډول غوښتنې او عمل به هیواد والو اونړیوالوته لاهم په اثبات ورسوي چې زموږ داخلي مخالفین او دهغو نړیوال ملاتړي په خوله د سولې ناري وهي، خو په عمل کې دسولې او امن په ضد اقدامات کوي».

د یادونې وړ ده چې طالبانو د سولې په تړاو نړیوالو کنفرانسونو او اعلامیو کې تل ټینګار کړی چې د خبرو او مذاکراتو لپاره د تور لیست ختمول اړین بولي ترڅو یې مشران په مذاکراتو کې د ګډون لپاره ازادانه تګ راتګ او سفر وکړی شي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي باور څرګندوي چې په طالب مشرانو د اضافه بندیزونو لګول به د خپل ولس په مینځ کې د طالبانو اعتبار او مقبولیت نور هم زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
faheem

د کابل اداری د غلامی ، فساد او ناوړتیا کچه په تیره بیا د دغه نړیوال کم عقل حماقت او نابوهی په دی اعلان تر پخوالا زیاته په ډاګه شوه ، هغوی یو بل وژنی همدغه تور لست نه دی ؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x