کتاب پېژندنه – نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل

nawi-zabpohanaد خوشالۍ ځای دی، چې بيا هم  د يو بل کتاب په پېژندلو سره له تاسو سره  يم او يو ‎ښه علمي کتاب درپېژنم. دغه کتاب نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل نومېږي.

نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل؛ د هيواد د نوميالي ادبپوه، تاريخ پوه او ژبپوه ارواښاد استاد پوهاند حبيب الله تږي؛ يو ډېر ارزښتمن اثر دی،

چې د ۱۳۸۹ لمريز کال په لومړيو کې په ننګرهار کې د ختېزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې له خوا د اصيلې افغاني موسيقۍ د ودې او پراختيا د جوړ شوي سيمينار په وياړ په ۱۰۹ مخونو کې په دانش مطبعه کې چاپ شوی دی.

استاد تږی د افغانستان له هغو لومړنيو اکاډميکو استازو څخه و، چې د پښتو ژبې د سمون او رغون لپاره يې تر هر چا زيات او مسوولانه زيار ايستلی دی.

د استاد د دغه اثر ارزښت په کې دی، چې د نويو علمي ارونو په بنسټ يې کښلی دی. دغه اثر په دولسو څپرکو کې پر ژبه او ليک، ليکدود، لهجه، املا، غږ پوهنې، ژبه او ادب، ژبه او منطق، ژبه او ګرامر، د ژبې قدامت پسندۍ، سوچه کېدلو او د معياري لهجې په اړه ژور علمي بحثونه لري. خو دا خبره د يادونې وړ ده، چې استاد تږي د خپل ژوند تر پايه پر يو ټکي ډېر ټينګار کاوه او هغه دا و، چې زموږ ليکوال او پوهان بايد پر خپلو څېړنو بیا بیا کار وکړي او پر نويو علمي ارونو سره يې وپسولي، ښايي همدا علت و، چې په کابل پوهنتون کې يې خپلو شاګردانو ته يو پلا ويلي وو، چې زما يو کتاب نه هم د ماخذ په توګه ځکه استفاده مه کوئ، چې زه هره ورځ پخپلو ليکنو او نظرونو کې بدلون راولم.

د (نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل) کتاب په پيل کې د ارواښاد استاد پوهاند صديق الله رښتين يو يادښت راغلی او په هغه کې يې ليکلي، چې په دې کتاب کې په ژبپوهنه او ژبني مسايلو زياته رڼا اچول شوې ده او د نوې ژبپوهنې له مخې په کې ځينې ژبني مسايل څېړل شوي دي. استاد وړاندې ليکي، چې دا کتاب د ژبپوهنې په برخه کې يو نوی کتاب دی، چې د زلمو او نوو پلټونکو لپاره يوه نوې لاره خلاصوي.

استاد د خپل کتاب په پیل کې د ژبې د مطالعې تر سرليک لاندې يو ځای ليکي، چې له ښايسته مودې راهيسې زموږ په ملک کې د ليک او ژبې په برخه کې کله د املا او رسم الخط د کره کولو په نامه، کله د سوچه ژبې د رواجولو په نامه او کله هم خپله د ژبې د سره کولو په نامه او کله د خلکو د غلطيو د اصلاح کولو يا درستولو په نامه او کله هم د ښې او بدې يا درستې او نادرستې ژبې په نامه د ځينو ټولنو او افرادو له خوا يو لړ ليکنې شوې دي. داسې چې ځينو ليکوالو رسالې او کتابونه پرې ليکلي دي. مګر دا چې ايا دا ليکنې تر کومې اندازې پورې د ژبې د علم له اساساتو سره برابرې دي، دا خبره لږ څه غور غواړي، ځکه په دې وروستيو وختو کې ځينې زلميان ليکوال په دې موضوع په داسې يوه لهجه غږيږي، چې ګوندې دغه پخوانۍ خبرې ډېرې پخې نه دي، بلکې وايي، چې زړې دي او بايد له سره پرې غور وشي.

تږی صاحب وايي، چې دی د همدې فکر په تاييد کوښښ کوي، چې تر ممکنه حده پورې دغه موضوع د نوې ژبپوهنې په رڼا کې په مفصل ډول وڅېړي. استاد ليکي: ((څرنګه، چې زموږ د ژوند له هرې برخې سره نوی فکر او تحول ملګری دی، دغه ډول د ژبې او لیک د څېړنې په برخه کې هم دا شی حتمي دی. نن په دې برخه کې د موجوده شرایطو له برکته زموږ ګوتو ته داسې مطالب راغلي دي، چې پرون يې دلته درک هم نه و. کله که دا نوې خبرې له پخوانيو سره توپیر ولري، او یا کله حتی د هغوی مخالفې هم وي دا د دې معنی نه لري، چې ګوندې مخکينۍ خبرې رټې غلطې او اوسنۍ کاملا درستې دي. بلکې اوسنۍ خبرې د نننيو معلوماتو محصول او د پخوانيو مکملې دي.))

تر دې بحث وروسته استاد تږی د ژبې او ليک تر منځ د ارتباط بحث رااخلي او ليکي، چې له هغو خبرو نه، چې د ژبې د مطالعې په برخه کې د اشتباهاتو او مشکلاتو سبب ګرځېدلې ده، هغه دا ده، چې ژبه او ليک تل سره ګډ او يو بل سره اشتباه شوي دي. استاد ليکي، چې زموږ په مدرسو او مکاتبو کې دا خبره زښته عامه ده، کلمه له تورو او جمله له کلمو جوړه ده، حال دا جې حقیقت بل راز دی، یعنې اوس ژبپوهان د ژبې د تشريح په برخه کې د –کلمه- اصطلاح هم نه استعمالوي، ځکه دا اصطلاح خطا ایستونکې ده. په ځينو ژبو کې لکه فرانسوي د انګليسي يا د پښتو ((کلمه)) په هغه مفهوم وجود نه لري، چې پښتانه او انګليسي ويونکي يې ورڅخه اخلي.

استاد تږی د خپل کتاب په نهم څپرکي کې د ژبې او ګرامر تر سرليک لاندې ليکي، کومه بله اشتباه، چې د ژبې په عنعنوي مطالعاتو کې رټه عامه شوې هغه دا ده، چې اکثر ژبه د ګرامري قواعدو په تله تلل شوې ده، حال دا چې د ژبې په علمي تشريح کې بايد خلاف د دې وي يعنې ګرامري قواعد د ژبې پر تشريح بنا وي.

استاد تږي د خپل کتاب په پای کې د ژبې د سوچه کولو بحث رااخستی دی او په کار ده، چې زموږ ليکوال هغه په ډېر غور ولولي او په دې برخه کې د شته ستونزو د په منځه وړلو کې ترې ګټه واخلي.

ليکوال: صديق الله بدر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.