نظــر

نومیالي دي چې یادیږي، شهید حکیم الله محسود (۲)

…تېر پسې

په پیل کې حکیم الله محسود ته ددې ویاړ ورپه برخه شو چې د شهید بیت الله محسود سره ووسیږي، شهید حکیم الله محسود د طالبۍ په وخت کې هم د شهید بیت الله محسود سره اوسېده. شهید بیت الله سره د حکیم الله محسود د نېږدې انډیوالۍ له امله يې نوموړی خپل مالي مسئول مقرر کړ او تر ډیرې مودې پورې د بیت الله محسود ډریور هم و.

همدا ډول شهید حکیم الله محسود د شهید بیت الله په وینا د تحریک طالبان پاکستان ویاند وټاکل شو او د ذوالفقار محسود په نوم يې رسنیو سره اړیکې نیولې.

ویل کیږي چې شهید حکیم الله، شهید بیت الله ته ددې مشوره ورکړه چې د قبایلو په نورو سیمو کې د پاکستان خلاف جهاد لپاره دعوت وکړي، بیت الله محسود د شهید حکیم الله مشوره ومنله او نوموړی يې مومندو ایجنسۍ ته ولیږلو، په مومندو کې له پخوا عمر خالد کار کاوه.  

حکیم الله محسود چې کله مومندو ایجنسۍ ته ولاړ نو دده له تګه یو ورځ مخکې د مولانا لیاقت په مدرسه پاکستاني ځواکونو بمبار کړی و، په هغو ورځو کې د پاکستان خلاف د جهاد لپاره کار کول له امکانه وتلی کار و، لیکن د شهید حکیم الله محسود او عمر خالد دعوت خلک دې ته اړ کړل چې د حق دې قافلې سره یوځای شي.

د شهید حکیم الله محسود د دعوت په سلسله کې په پیل کې له نوموړي سره د ۳۰ څخه تر ۳۵ پورې کسان یوځای شول او په دښمن يې بریدونه پیل کړل.

شهید محسود د مومندو څخه وروسته په خیبر ایجنسۍ کې  د پاکستاني طالبانو لپاره مرکز او بیا د خیبر ایجنسۍ وروسته په اورکزۍ ایجنسۍ کې او په کرمه ایجنسۍ کې د طالبانو لپاره مرکزونه جوړ کړل.

شهید محسود ددغو دریو ایجنسیو (کرمه، خیبر او اورکزۍ) کې جهاد ته دوام ورکړ، شهید محسود د تحریک طالبان پاکستان د امیر لخوا ددغو دری ایجنسیو مسئول وټاکل شو، ده په اورکزیو کې خپل مرکز جوړ او له دې ځایه يې په پاکستاني او امريکايي پوځونو سخت کاري بريدونه وکړل، تر دې چې دپاکستان پوځ او لوړ پوړي چاروکي د شهید محسود د نومه ډاریدل او په رسنیو کې یې نوموړی یو سخت دریځه جنګیالي په توګه معرفي کړی و.

د شهید حکیم الله محسود په کوښښونو په اورکزۍ ایجنسۍ کې تر يوې مودې پورې شریعت نافذ شو او ددې ځای ستونزې او مسائل د شریعت د لارې حل وفصل کېدل.

شهیدحکیم الله محسود په هغو شیعه ګانو چې د پاکستان  پوځ سره یوځای شول او طالبانو خلاف يې بریدونه پیل کړل نو شخصا شهید حکیم الله محسود د طالبانو د جنګ مشري پیل کړه او په شیعه ګانو او پوځ يې سخت بریدونه وکړل او د هغوی ملاوې يې ماتې کړلې.
د ناټو په اکمالاتي کاروانونو هم لوموړی شهید حکیم الله محسود بریدونه پیل کړل، ددغو بریدونو له امله دښمن ته خورا مالي زیانونه ورسیدل.  تر دې چې شهیدمحسود  په یوه برید کې له ۲۵۰ زیات کانتینرې وسوځولې، چې په دې کې د ناټو ټانګونه، بند موټر او نور قیمتي اشیاء پراته وه.

شهید حکیم الله محسود خورا جنګي پوهه لرله، نوموړی د موټر د چلولو پر مهال نښه ویشتلو کې خورا ماهر و.  د همدې جنګي پوهې له امله قبایلو نوموړی د تحریک طالبان پاکستان مؤسس نیک محمد رحمه الله سره تشبیه کولو.

په ۲۰۰۷ز کال کې پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې عملیات کول، ددغو عملیاتو په ترڅ کې   شهید حکیم الله محسود  ۳۰۰ پاکستاني پوځیان ونیول، پاکستان حکومت چې تر دې مهاله یې هیڅ ډول خبرې ته غوږ نه کيښود، ایله لارې ته راغی او د یوې  یوې تبادلې په صورت کې يې ټول مهم طالبان خوشې کړل.

دا چې په جنوبي وزیرستان کې خورا سختې جګړې روانې وې نو د شهید بیت الله محسود په امر له اورکزیو څخه د زیاتو طالبانو سره جنوبي وزیرستان ته ستون شو او هلته يې د پاکستان پوځ خلاف بریدونه پیل کړل.

په ۲۰۰۹ اګست کې د ډرون برید په نتیجه کې بیت الله محسود شهید شو، چې له هغې وروسته د اورکزیو طالبانو په یو مهمه غونډه کې نوموړی امیر وټاکلو.

دا مهال پاکستان حکومت د حکیم الله محسود د سر قیمت ۵۰ میلیونه کلدارې ایښې وې، څو ځل په شهید حکیم الله محسود ناکام بریدونه هم وشول، خو نوموړی په کې بچ پاتې شو.

ابودجانه خراسانی او حکیم الله محسود

د حکیم الله محسود د مشر کیدلو وروسته طالبانو په امریکايي او پاکستاني پوځ بریدونه نور هم سخت کړل، په دې دوران کې له نوموړي سره یو اردني کس وکتل،  نوموړی  د جهادي لیکنو په تور  امریکا د اردني استخباراتو په لاس ونیولو، وروسته يې په دې شرط خلاص کړ، څو  د امریکا لپاره بحیث جاسوس وزیرستان ته لاړ شي او د طالبانو او القاعده مشرانو ځایونه په نښه او د هغوی په وژلو کې ورسره مرسته وکړي. نوموړی ډاکتر ابودجانه خراساني (همام خلیل محمد ابوملال) نومېده. شهید ابودجانه چې وزیرستان ته ورسېد، ددې پر ځای چې امریکا ته جاسوسي وکړي له القاعده او طالبانو سره یوځای شو، نوموړي په دې اعتراف وکړ چې زه امریکا ددې لپاره رالیږلی یم، څو ستاسو تر منځ ووسیږم او هغوی ته جاسوسي وکړم او د لوړ پوړو طالبانو او القاعده مشرانو په وژلو کې ورسره مرسته وکړم. امریکا په ډاکتر ابودجانه په پټو سترګو اعتبار کاوه، دده خبرې یې منلې ځکه نوموړي امریکا ته هغه کره معلومات او راپورونه ورکړي و چې دده په څېر نور هيڅ یو ایجنټ هغوی ته نه ورکړي،  ځکه يې په ده اعتماد خورا پوخ شوی و. شهید ابودجانه دا معلومات د شهید حکیم الله او نورو مجاهدینو په وینا امریکا ته ورکول، څو په ده يې اعتماد زیات شي.

شهید ابودجانه الخراساني د حکیم الله محسود سره په ګډه یو پلان جوړ کړ، د سي آی ای دوه لوړپوړي چارواکي او د اردني استخباراتو د تروریزم د مخنیوي بخش مشر علي بن زید چې د اردن د شاه تره زوی هم و، په دې بهانه يې میرانشاه ته وغوښتلو چې دوی ته د طالب او القاعده مشرانو په اړه پټ مالومات ورکړي، لیکن علي بن زید قبایلي سیمو ته د تګ څخه په دې خاطر انکار وکړ چې د سر خطر يې و، ده ابودجانه ته وویل چې دې کې زموږ دواړو د سر تللو ویره ده، همدا و چې ابودجانه ته يې د خوست امريکايي پوځي اډې ته د راتګ وویل.

ابودجانه په دې زښت زیات ټینګار وکړ چې علي بن زید قبایلو ته راشي، باالآخره ابودجانه ورسره ومنله او ورته یې وویل چې دی به ورسره په خوست   په دې شرط ګوري چې هلته هيڅ یو افغان سرتیری به زما تلاشي نه اخلي او نه به هم زما مخ ګوري ځکه امکان شته چې په دوی کې څوک د طالبانو جاسوس وي او طالبانو ته راپور ورکړي او هغوی بیا زما سر قطعه کړي.

اردني استخباراتو مشر علي بن زید ورسره ومنله او ورته يې وویل چې تشویش مه کوئ دی به له امریکايي چارواکو سره په دې اړه وغږيږي.

له دې وروسته د برید تیاری پیل شو، ابودجانه ته ټول لازم ټریننګ ورکړل شو، له شهید حکیم الله محسود سره ګډ ویدیويي وصیت نامه ډکه کړه او ددغه برید نوم يې «غزوة بیت الله محسود» کېښود، ددغه برید هدف د ډرون قربانیانو او نورو مسلمانانو شهیدانو بدله وه.
په سهار يې فدايي واسکټ واغوست، له حکیم الله محسود او نورو مجاهدینو یې رخصت واغوست، علي بن زید (اردنی استخباراتو مشر) سره یې اړیکه ټينګه کړه، ورته يې وویل چې د اعتماد وړ افغان ډریور ورته راولیږي.  زید بن علي (اردنی استخباراتو مشر) ده ته یقین ورکړ او ورته یې وویل چې د سي آي ای ۲ نور لوړپوړي چارواکي هم له ده سره ګوري، ابودجانه په دې اصرار کاوه چې بیز ته د ننوتلو په حال کې دی تلاشي نه شي او نه هغوی دده مخې ته راشي.

شهید ابودجانه افغان ډریور سره روان شو، په لار کې ورسره د سي آی ای یو بل مشر هم ملګری شو،  امریکايي پوځي اډې ته د تلاشۍ پرته ننوت او ملاقات کوټې ته چې  ده ته د امریکا د سي آی ای څارګرې ادرې ۲ لوړ پوړي مشران ډیر په بیتابۍ سره دده انتظار کاوه، ورغی.

شهید ابودجانه د هغوی مخې ته نقشه کېښوده، څو د ایمن الظواهري ځای ورته په نښه کړي هغوی چې څنګه په نقشې راغونډ شول، نو فدايي واسکټ بټنې ته یې زور ورکړ او استشهادي برید يې وکړ، په دغه برید کې د امریکا د سي آی ای ۱۵ لوړپوړي چارواکي، د خوست امریکايي اډې مشر او اردن د تروریزم د مخنیوي بخش مشر او  د بلیک واټر څلور پوځيان چې د امنیت لپاره ولاړ وه،  ووژل شول.  

شهید ابودجانه د پنجشنبې په ورځ /۳۱ دسمبر ۲۰۰۹/  د بیت الله محسود په شمول د سلګونو شهیدانو چې په ډرون بریدونو کې شهیدان شوي انتقام واخیست او د شهادت لوړې مرتبې ته ورسید. انا لله وانا الیه راجعون

نور بیا…

ددې لیکنې اردو بڼه په صدای حق وېبپاڼه کې خپره شوې.

محمد خوګیاڼی

——–

د لومړۍ برخي لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

انا لله وانا الیه راجعون الله دی د ده شهادت قبول کړی او یا الله ته د اسلام دښمنان او د امریکا غلامان نابود کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x