دیني، سیرت او تاریخ

په اسلامي شریعت د مسلمانانو د پوهې انداز – (۱۶)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

شپاړسمه برخه

په اسلامي شریعت باندې د مسلمانانو پوهه د دوی د ژوندانه د ظروفو او عملي سویو د اختلاف له کبله ډول، ډول ده، نو مسلمانان په شریعت باندې د پوهې له مخې په درې ډوله دي:

لومړۍ هغه ډله ده، چې هېڅ تعلیمات نه لري.

دوهمه ډله هغه خلک دي، چې اروپایي تحصیلات لري او بس.

دریمه هغه ډله ده، چې یواځې اسلامي تحصیلات یې کړي دي.

چې د دې دریو واړو په برخه کې به په لاندې ډول خبرې وکړو:

۱- بې علمه او بې تحصیله مسلمانان :

دا هغه مسلمانان دي چې یا خو یې هیڅ لیک او لوست نه وي زده او یا خو یې هومره کم او لږه اندازه تحصیلات کړي وي، چې د ښو او بدو، ګټورو او ضروري قوانینو او پروګرامونو ترمنځ فرق نشي کولای. دغه خلک له اسلامي شریعت څخه په ټوله معنی او پوره، پوره بې خبره دي، یواځې له ځینو عباداتو څخه ډېر سر سري معلومات لري او یواځې د خپلو پلرونو، استاذانو او وروڼو په تقلید ځینې عبادات داسې عملي کوي، لکه د یوې آلې په څېر چې هیڅ ورباندې خبر نه وي. په دوی کې ډېر کم خلک داسې پیدا کیږي، چې په اسلامي اعمالو صرف پخپلو معلوماتو اتکا وکړي. د اسلامي عالم په ټولو مسلمانانو کې دغه ډول مسلمانان خورا ډېر دي او په سلو کې اتیا برخې یې همدوی تشکیلوي. دغه ډول خلک د پوهانو په خوښه په یوه نه یوه لاره لیږدي.

د اسلامي ثقافت خاوندان او اروپایي تحصیل څښتنان دواړه دغه خلک په ځان پسې رونولای شي، خو اسلامي علماء په هغو مسائلو کې چې تر اسلامه پورې اړه لري، دوی ښه جلبولای شي او له دې کبله چې له اسلام څخه خبر دي او دوی هم مسلمانان دي، نو زر یې تر نفوذ لاندې راولي او په هغو مسائلو کې چې تر اسلامه پورې یې ورته اړیکې او ارتباط نه وي معلوم په هغو کې دوی په هغو خلکو پسې روانیږي چې اروپایي تحصیلات لري.

که اسلامي علماء او دیني پوهان دغه ډول خلک چې د دنیوی ژوند ټولې چارې تر اسلامه پورې ارتباط لري او اسلام په هر هر کار کې پوره او ګټور هدایت رالیږلی، نو بیا دغو پوهانو ته د دې لومړۍ ډلې جلبول او په ځان پسې کول هېڅ مشکلات نه لري، خو له بده مرغه چې په اسلامي هیوادونو کې اسلامي علماء دغه لاره نه تعقیبوي او دغې لویې ډلې ته هیڅ هم نه ګوري، چې هغوی هم پخپل جهالت په داسې حال کې پاتې کیږي، چې د ضلالت په موقع هم ځانونه په اسلامي روښانه لاره روان بولي او دا عقیده کوي، چې د اسلام حقیقي ممثلین دي، نو د دوی د دومره ګمراهۍ د لوی نه لوی عامل همدا دی، چې اسلامي علماء په ځای ناست دي او دغه ډول خلکو ته دا نه ورښیي، چې اسلام د ټولو چارو لارې چارې ښودلي او تر هغې پورې د یو مسلمان ایمان نه پوره کیږي، ترڅو چې یې خپل حیاتي مسائل ټول د اسلام له لارې نه وي روان کړي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x