دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۱۷)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

اولسمه برخه (په تېر پسې)

۲-د اروپایي تحصیلاتو څښتنان

په اسلامي هیوادونو کې زیاته برخه پوهان له همدې ډلې څخه دي چې د ډېرو نه ډېر یې متوسطه سویې دي او یوه زیاته برخه یې په عالي سویه هم شته، قاضیان د دعوو وکیلان، طبیبان، مهندسان، ادیبان او د سیاست، ادارې او تعلیم خلک هم له همدې ډلې څخه دي. دغې ډلې خپل تحصیلات په اروپایي طریقه حاصل کړي، نو له همدې کبله دوی نسبت عامو او بې علمه مسلمانانو ته په اسلامي شریعت زیات نه پوهیږي او دوی هم د محیط او ماحول له مخې د اسلام په ځینو احکامو د هغوی په څېر سر سري شانتې پوهیږي. هو! څومره چې د یونان او روم په عبادتي چارو علم لري او څومره چې په اروپایي قوانینو او نظامونو باندې خبر دي، هومره له اسلامي شریعت څخه نه دي خبر.

په دې برخه مسلمانانو کې د ګوتو په شمېر خلک داسې هم شته چې د اسلامي احکامو په ځینو فرعي مسائلو کې یې شغل کړی وي او سطحي شانتې معلومات لاسته ورغلي وي، خو داسې خلک به خورا کم مونده کړئ چې حقیقتاً د اسلامي شریعت په روح باندې پوه وي او غواړي چې هغه اساسات منځته راشي، کوم چې اسلامي شریعت پرې ولاړ دی. دغه ډول مسلمانان چې اروپایي ثقافت لري او له اسلام او اسلامي شریعت څخه تردې اندازې پورې بې خبره دي، همدوی په امت منګولې خښې کړي.د ځمکې په شرق او غرب کې اسلامي ټولنې یوې خواته رروانې وي او په بین الدولي ټولنو کې اسلام او اسلامي ټولنې تمثیلوي(حال دا چې ورباندې خبر قدرې هم نه دي) د دې خلکو په برخه کې منصفانه خبره دا ده چې زیاته برخه یې سره له دې چې اسلامي تعلیماتو او شرعي هدایاتو څخه لکه څنګه چې ښایي نه دي خبر، دینداره دي او د زړه له کومې ایمان لري او څومره چې پوهیږي هومره عبادت هم کوي او دې لپاره چې هغه شیان زده کړي، چې نه یې دي زده کړي، ښه استعداد هم لري خو سره د دې بیا هم د دې لپاره چې په هغه شیانو باندې پوه شي کوم چې ورباندې نه پوهیږي.

د اسلامي شریعت کتابونو ته ځکه مراجعه نه کوي، چې له یوې خوا دوی د اسلامي کتابونو له لوستلو سره عادت شوي نه دي او له بلې خوا په شرعي کتابونو کې د یوې موضوع څېړل او لټول له هفه چا سره چې ورسره بلد نه وي کوم اسان کار نه دی، ځکه دغه کتابونه په یوه داسې طریقه جوړ شوي چې زر کاله مخکې روانه وه او هغه ډول بابونه او تفصیل نه دی ورکړل شوی، چې په اسانه ورڅخه استفاده ونیسي.کله، کله داسې هم کیږي چې یو حکم سړی لټوي هېڅ یې موندلای نشي او بیا ناڅاپه ورسره په بل کوم کتاب کې مخامخ شي.

کله داسې هم کیږي چې د شرعي کتابونو مطالعه کوونکي له دې کبله چې د هفو شرعي اصطلاحاتو او اصولي مبادیو څخه نه وي خبر، چې فقهي مذاهب ورباندې بنا دي د یو حکم حقیقي مقصد ته نه رسیږي او غلط تعبیر ورڅخه کوي.زه همدا اوس ډېر خلک پېژنم چې په کلکه یې د شرعې درسونو یادولو ته ملاوې تړلې وې، خو ورباندې پوه نه شوه او ذهنونه یې مشوش شول او ټول همت یې د متنونو شرحو او حواشیو ترمنځ ضایع شو او که دوی ته داسې کتابونه په لاس ورغلي وای، چې په نوي طریقت په شریعت کې لیکل شوي وای، نو د اسلامي شریعت په یادولو او زده کولو به هم قادر شوي وای، هم به یې استفاده کړې وای او هم به یې نورو ته افاده کړې وای.

کوم تحصیلات چې اروپایي تحصیلات لري د اسلامي شریعت په برخه کې نا آشنا او عجیبه بلکې خندوونکې ادعاوې لري.ځینې یې وایي چې اسلام له سره د حکومت او دولت سره کار نه لري.ځینې نور یې دعوې کوي، چې اسلام خو هم دین دی او هم دولت دی، خو له اوسني عصر سره اسلامي شریعت سمون نه خوري او د دې پېړۍ دنیوي چارې په شریعت نه حل کیږي.ځنې یې وایي شریعت د اوسني عصر لپاره هم صلاحیت لري، خو ځینې احکام یې مؤقت دي او نن سبا د تطبیقولو نه دي.ځینې یې ادعا کوي چې شریعت هېڅ مؤقت نه دی، بلکې یو دایمي قانون او لاره ده.خو دوی سره له دې بیا هم دا دعوی کوي، چې ځینې اسلامي احکام د دې لپاره نشي تطبیقولای چې نور او بیګانه دولتونه ونه قهریږي او ځینې لا وایي چې د اسلامي فقهې ډېره برخه د فقهاؤ په خپلو فکرونو روانه ده او قرآن او نبوي صلی الله علیه وسلم سنت ته پکې کومه معتنابه مراجعه نه ده شوې.

دا منلې خبره ده څوک چې په کوم څیز خبر قدرې هم نه وي، د هغه په برخه د داسې ناپوهه او بې خبره شخصي حکم او ادعا کوم دلیل نه لري او په کوم قیمت ورته نه شو قایلیدلای.

نو له همدې امله د دوی دغه ډول مشهورې ادعاوې کوم اساس نه لري او ټولې خورا چټي او بې ځایه دي.

حقیقت دا دی، چې د داسې بې ځایه ادعاګانو سرچشمه دوه شیان دي:

اول دا چې دوی له شریعت څخه نه دي خبر.

دوهم دا چې دوی د اروپایي ثقافت تر تاثیر لاندې راغلي او بیا هم غواړي چې خپل هغه معلومات چې د وضعي او نامکملو قوانینو په برخه کې یې لري.کټ مټ په اسلامي شریعت تطبیق کړي. د دوی د دې ادعاګانو د بې اهمیتۍ د غټ نه غټ دلیل همدا د دوی پخپلو منځو کې تناقض دی، چې ځینې یې د ځینو نورو ادعاوې باطلوي.

موږ به د لوی څښتن تعالی په مرسته دلته دغه وې پرله پسې ښکاره او د بطلان دلایل به یې بیان کړو.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x