دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۱۸)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

اتلسمه برخه (په تیر پسې)

اوله ادعاء دا ده، چې اسلام د حکم او دولت سره څه اړه نه لري

د اروپایي ثقافت څښتنان ځینې وایي، چې اسلام دین دی او دین خو د انسان او خدای ت منځ علاقه ده. له دولت او حکم سره څه ارتباط نه لري، خو که ترې وپوښتې، چې تاسو دا خبره د قرآن او حدیث له مخې کوئ؟ نو خړې سترګې ونیسي او کوم دلیل ورسره نه وي، دا ځکه چې دوی بې د همغو شیانو څخه چې د اروپایي ثقافت له مخې لاسته ورغلي، بل کوم سند او دلیل له ځانه سره نه لري. دوی لیدلي، چې اروپایي نظامونه ګرد سره کلیسا او دولت جلا کوي. دین او دولت سره بېل ګڼي او تردې اندازې یې تر تاثیر لاندې راغلي، چې ګوندې د دوی دغه معلومات به په هر هیواد او هر نظام تطبیق مومي او که دوی ځان سره پام کړای وای، نو په دې خبره به پوهیدلي وای او دا به یې منلې وای، چې وضعي نظامونه او اروپایي ثقافت په دې مسئله کې د دلیل صلاحیت نه لري، بلکې د دې لپاره غټ او کلک دلیل پخپله اسلام دی. که اسلامي نظام پخپله دین او دولت سره داسې جلا کوي، چې له سره په دولتي امورو کې کار نه لري، نو بیا د دوی ادعا سمه ده او که اسلامي نظام دین او دنیا دواړه جمعه کوي، عبادت او قیادت سره ګډوي، مسجد او دولت یو شان حمایه کوي، نو د دوی دغه ادعا افتراء او باطله ده او له خپله ځانه یې په اسلام پورې تور لګولی دی.

څو کالونه وړاندې زه په یو محفل کې له ځینو هغو ځوانانو سره کښېناستم، چې په مصر کې یې خپل قانوني درس سرته رسولی و. په خبرو کې دا خبره هم منځته راغله، چې اسلام او حکم شریعت او دولت سره اړیکې لري او که نه؟

لیدل مې چې دوی په دې عقیده وو، چې اسلام په دولتي امورو او دنیوي چارو کې کار نه لري.

نو پیل وکړ او د دوی د دغه اعتقاد غلطیانې مې ور وښودلې او ورته ویلې مې: تاسو چې د قانون خلک یاست بې له دې څخه چې پخپله د اسلام د مطالعې او په اسلام باندې د پوهیدلو له لارې کوم دلیل راوړئ، څرنګه په اسلام باندې دا حکم کوئ، چې دین او دولت دواړه نه جمعه کوي؟

خو یو ځوان خبره را پرېکړه او ویې ویلې، ته یواځې او یواځې د قرآن یو آیت او قطعي نص داسې راوښیه، چې دین او دولت یې جمعه کړی وي؟

زه خو د ده په مقصد پوه شوم، نو ورته ومې ویلې: که کوم حدیث درته دلیل را وړم څنګه به وي؟ویې ویلې: نه. د اسلام دستور او بیخ بس یوځې قرآن دی. ما یې نورو ملګرو ته سترګې واړولې چې هغوی هم له ده سره همفکري ښکاریدل.

نو زه و دې ځوانانو ته حیران پاتې شوم، ځکه دوی له یوې خوا په قرآن کلک ایمان لري او له بلې خوا له قرآن څخه په تمامه معنی بې خبره باتې دي او په دې مسلمانانو مې خواشیني شوه، چې له قرآت څخه د بې خبرۍ په آثر د قرآني دوه ښکاره ؤ حکمونو څخه انکار کوي.

اول دا چې اسلام دین او دولت سره ګډوي.

دوهم دا چې نبوی صلی الله علیه وسلم ارشاد د ًقرآن کریم په څېر په هر نارینه او ښځې مسلمان باندې قطعي حُجت دی.

دغه قرآن منونکي مسلمانان زلمیان په دې نه دي خبر چې قرآن د خوني، زنا کار، غل، جګړه مار او بد ویونکي، تور تړونکي په مجازات تصریح کړی او الله تعالی فرمایلي: {یَا أَیَّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ کُتِبَ عَلَیْکُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَی} سورة بقره۱۷۸.

یعنې اې مؤمنانو! په وژل شویو کې قصاص په تاسو باندې فرض او لازم شوی دی. او فرمایلي یې دي: {وَمَا کَانَ لِمُؤمِنٍ أَن یَقْتُل} سورة النسآء۹۲.

مسلمان ته د مسلمان د وژلو اجازه نشته، مګر که خطا وت او څوک مسلمان یې په خطا وواژه، نو د مسلمان مرۍ آزادول او مقتول کورنۍ ته دیت ورسپارل پرې لازم دي او فرمایي: {اِنَّمَا جَزَاء الَّذِینَ. . . } سورة مائده۳۲آیت.

یعنې د قطاع الطریق او جګړه مار لارشکوونکو جزاء دا ده، چې ووژل شي، یا په دار شي یا یې برخلاف لاس او پښې پرې شي. یا له ځمکې څخه نفي کړای شي او فرمایلي یې دي: السارقة والسارقة فاقطعوا اییهما) یعنې د غله او غلې لاسونه پرېکړئ او فرمایي: {الزَّانِیَةُ وَ الزَّانِي فَاجْلِدُوا کُلَّ وَاحِدٍ مَّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ} سورة النور آیت۲.

یعنې زناکاره ښځه او زناکار سړی چې محصن نه وي، هر یو یې سل دُرې ووهئ. او فرمایي:
{وَ الَّذِینَ یَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ یَأْتُوا} سورة النور آیت۴.

یعنې هغه خلک چې پاک لمنې او محصنې ښځې توروي او بیا څلورتنه شاهدان رانه ولي، نو تاسو یې اتیا دُرې ووهئ.

دلته ډېر نصوص موجود دي، چې ډېر جرایم پرې حرام شوي او د مجازات حکم یې راغلی دی، چې هغه مجازاتو نه ځینې محدود او معین دي، لکه د مرتدوالي مجازات، او ځینې تعزیري دي او د عادل قاضي رایې ته ورسپارل شوي، لکه د ښکنځلو، امانت کې خیانت کولومجازت شته.

نو دا او د دې امثال هغه جرایم دي، چې قرآن حرام کړي او دا عقوباتو د هغو مجازاتو نه دي، چې بالاثر یې قرآن کریم لازم ګرځولی. دا ګرد د حکم او دولت د مسایلو څخه بلل کیږي، دېته د دوی د اټکل په څېر دین ویل ټیک نه دي. نو که اسلام دین او دولت سره نه یوځای کولای او شریعت د دین او دنیا دواړو لارې بشر ته نه ورښودلای، نو نه به یې دغه ډول نصوص را استول او نه به یې د تنفیذ حکم رالیږلو. نو اسلام په مسلمانانو لازمه کړې، چې یو داسې حکومت قایم کړي، چې د دغو حدودو چلولو ته چمتو او بیدار وي. قرآن کریم په مسلمانانو دا هم لازمه کړې، چې حکم دې ترمنځ د مشورې له لارې وي، الله تعالی فرمایلي دي: {وَ أَمْرُهُمْ شُورَی بَیْنَهُمْ} سورة شوری آیت۳۸.
یعنې د دوی کار ترمنځ په سلا مشوره دی، او فرمایي:

{وَ شَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ} سورة آل عمران آیت۱۵۹.

یعنې د دوی سره په کار کې سلا مشوره وکړه، نو د شوری اقامه کول د یو اسلامي دولت او حکومت اقامه کول غواړي، نو که چېرې اسلام له دولت سره کار نه درلودلای او دین او دنیا یې سره جلا کولای، نه به یې حکومتي شکل بیاناوه او نه به یې رقم او ډول بیاناوه.

قرآن د خلکو عادلانه فیصله لازمه ګڼي او مسلمانان مکلف ګڼي، چې د ما انزل الله سره سمې فیصلې وکوي. الله تعالی فرمایي: {اِنَّ الله یَأْمُرُکُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ} سورة النسآء آیت۵۸.

یعنې الله تعالی تاسو ته امر کوي، چې امانتونه یې اهل ته وسپارئ او کله چې د خلکو ترمنځ حکم کوئ په دې مامور یئ، چې عادلانه فیصله وکوئَ.

او فرمایي: {وَ أَنِ احْکُم بَیْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ الله} سورة مائده آیت۴۹.

یعنې او حکم وکړه د دوی ترمنځ په هغه څه چې الله تعالی نازل کړي. او فرمایلي یې دي:

{وَ مَن لَّمْ یَحْکُم بِمَا أَنزَلَ اللهُ فَأُوْلیِکَ هُمُ الْکَافِرُونَ} سورة مائده آیت۴۴.

یعنې چا چې په ما انزل الله حکم ونه کړ، نو همدوی کافران دي.

د خلکو ترمنځ حکم او فیصله کول هغه لوی کار دی، چې دولت پورې خصوصیت لري او یو دولتي مهم اصل بلل کیږي، خو قرآن کریم چې حکم او دین سره یو ځای کړي، نو ځکه یې دولت په دې مامور کړی، چې له اسلامي هدایاتو سره سم احکام صادر کړي.

اسلام د دې آیت په حکم:

{وَ لْتَکُن مِّنکُمْ أُمَّةٌ. . . } آل عمران آیت۱۰۴.

امر بالمعروف او نهې عن المنکر لازم کړي او مسلمانان یې مکلف کړي، چې دوی کې داسې ډلې او وګړي وجود لري، چې د اسلامي احکامو تعمیل ته خلک رابولي او د اسلامي محرماتو خلک منعه کوي. د دغه ډول ډلو او وګړو د روزنې او تشکیلولو لپاره د یو پوره اسلامي دولت ځکه ضرور دی که اسلامي دولت نه وي او د اسلامي دولت روحیې له مخې حکومتي تشکیلات وجود نه لري، نو قرآني نصوص به معطل پاتې شي او له همدې ځایه ښکاره معلومیږي، چې قرآن دنیوي او اخروي معیشتي او دیني امورو ته په ګډه توجو کړې ده.

سربېره پردې چې قرآن کریم په جلا، جلا نصوصو کې دین او دنیا سره ګډه کړي دي. په یوه نص کې هم دغه څیزونو د مثال په ډول الله تعالی فرمایي: {قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ. . . } سورة انعام آیت ۱۵۱.

یعنې ووایه ورته(اې محمده!)راشئ هغه شیان ته ولولم چې الله تعالی درباندې حرام کړي، هغه دا چې له خدای سره هیڅ کوم څیز شریک مه ګرځوئ. له والدینو سره احسان کوئ او خپل اولاد د فقر له امله مه وژنئ موږ هم تاسو ته او هم ستاسو اولاد ته روزي ورکوو او له ښکاره او پټو سپکو او ناوړه، ناروا کارونو ټولو څخه ځان په څنګ کړئ او په ناحقه خون مه کوئ دا هغه شیان دي، چې تاسو ته ورباندې ستاسو حقیقي مربي الله تعالی حکم کړی، ترڅو د عقل او پوهې په لاره روان او رهي شئ، نو همدغه یو آیت هم شرک حراموي، هم د والدینو ناحقه ازارول او هم قتل او هم ګرد پټ او ښکاره جرایم حراموي، نو له دې څخه د دین او دنیا یو ځای کول به څنګه وي؟
قرآن کریم د دې آیت له مخې: {الَّذِینَ اِن مَّکَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ. . . } سورة حج آیت۴۱.

په دې پوهیږو، چې قرآن کریم د دولت واجبي وظیفه ګڼي، چې دیني او دنیوي ټولې چارې په قرآني اساساتو ودروي. دا آیت په دې برخه کې یو قانع نص بلل کیږي، چې یو رښتینی اسلامي دولت هغه وي، چې خپل رعیت د لمانځه په ادا کولو، د زکات په ورکولو مؤظف کوي او هغه چې له بدو او نامشروعو کارونو خلک اړوي او په ښو او مشروعو لارو یې روانوي.

هغه قرآني نصوص چې تر داخلی اغتشاشانو، د ولي منازعو صلحې او جګړې، معاهدو او معاملو او شخصي احوالو پورې اختصاص لري هومره ډېر دي، چې په دې ځای کې یې نشو ځایولای، قرآن کریم د شتمنو په مالونو کې بېوزلو خلکو ته حقوق لازم کړي او یتیمانو، لارویو، مسافرینو او بېچاره ؤ مسکینانو ته یې په بیت المال کې حق ورکړی.

لنډه دا چې قرآني احکامو، نه کوم دنیوي کار بې هدایته پرې ایښی او نه یې عبادات او اعتقادات مهمل او بې حکمته پريښي دي. دنیوي شئونات یې په دیني او اخلاقي اساساتو ودرولي او پخپله دین او اخلاق یې د دولتي امورو د تنظیم، او د محکمو او حکامو د لارې ته برابرونې لپاره وسیله ګرځولی دی، چې دا پخپله د دین او دنیا یو ځای کونه ثابتوي او اسلام یو داسې دین راښیي، چې عین دولت او اسلامي دولت عین دین دی. دغه مسلمانان زلمیان چې په قرآن ایمان لري، په دې هم خبر نه دي، چې پخپله قرآن رسولله صلی الله علیه وسلم او د هغه افعال د مسلمانانو لپاره د یو منلي قانون او شریعت په حیث ګرځولي. د هغه اطاعت یې ورباندې لازم کړی. تردې پورې چې فرمایي: {وَ مَا ینطق عَنِ الهوی اِنْ هُوَ اِلاّ وَحْیُ یُوحی} یعنې رسول صلی الله علیه وسلم د ځان له خواهشه نه غږیږي، د ده ویناوې بس هغه وحې ده، چې د خدای له خوا ورته راځي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اطاعت او د هغه د وینا په منلو کې خورا قرآني آیتونه راغلي دي، چې ځینې یې دلته د نمونې په ډول لیکو:

۱-{یَا أَیَّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ أَطِیعُواْ الله وَ أَطِیعُواْ الرَّسُولَ} سورة النسآء آیت۵۹. یعنې اې مؤمنانو! د الله اطاعت وکړئ او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ.

۲-{منْ یُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللهَ} سورة النسآء آیت۷۹.
یعنې چاچې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړ هغه د خدای جل جلاله اطاعت کړی.

۳-{قُلْ اِن کُنتُمْ تُحِبَّونَ اللهَ فَاتَّبِعُونِي یُحْبِبْکُمُ اللهُ} سورة آل عمران آیت۳۰.
یعنې ورته ووایه! که تاسو له خدای سره مینه لرئ زما تابعداري وکړئ، خدای به درسره د یو دوست معامله وکړي.

۴-{لَقَدْ کَانَ لَکُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ} سورة احزاب آیت۲۰.

یعنې تاسو ته هغه چاته چې د خدای د رضامندۍ او اخروي سعادت هیله لري، د خدای په استازي کې د پېشوایۍ یوه نېکه او خورا ښه برخه شته، چې تاسو به د هغه په تابعدارۍ خپل مقصود ته رسېږئ.

له دغو ګردو آیتونو څخه پخپله دا معلومیږي، چې په نبوي احادیثو کې چې کوم حکم یقیناً راغلی هغه یو اسلامي حکم دی او هیڅوک د دې حق نه لري، چې د اسلامي تشریح لپاره په هره موضوع خالص قرآني نص راپیدا کړي او نبوي سنتو ته(العیاذ بالله)بې اهمیته وګوري. البته هغه ناپوه مسلمان چې له دین څخه نه دي خبر دغه ګومان کوي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x