دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۱۹)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

نولسمه برخه (په تېر پسې)

دوهمه ادعاء دا ده چې اسلامي شریعت له موجوده عصر سره سمون نه لري

د اروپایي ثقافت ځینې پوهان دعوی کوي، چې اسلامي شریعت له موجوده عصر لپاره صلاحیت نه لري، خو دوی د دې ادعاء یو نه یو دلیل هم نه راوړي او که دوی کومه معینه مبدأ یا اسلامي اساساتو نه د موجوده عصر لپاره د صلاحیت وړ نه بللی او دلیل یې ویلای وای، نو له یوې خوا به د دوی ادعاء قیمت پیدا کړی وای او له بلې خوا به یې په منطقي توګه ځواب او تردید شوی وی. اما دا چې دوی ټول شریعت یو مخه بې له کوم دلیل او پوهې څخه د موجوده عصر لپاره صالح او وړ نه بولي، نو د پوهانو په نزد او د بامنطقه خلکو په نظر کې دا یو عجیبه شانتې شی ښکاري او بیا کله چې موږ ته دا هم ثابته شي، چې د یوې خوا یې بې دلیله دعوی کړې او له بلې خوا په داسې حال کې چې اسلام یې هېڅ نه دی مطالعه کړی او ورڅخه خبر قدرې هم نه دي، دا حکم ورباندې کوي. دا ویلای شو چې د دوی داسې ویناوې له افتراء او ناپوهۍ څخه سرچینه اخیستې او بس!

د شرایعو او قوانینو صلاحیت د هغوی د مبادیو او اساساتو تر صلاحیت پورې ارتباط لري او په اسلامي شریعت کې یوه مبدأ هم داسې نه شي پیدا کیدای، چې د عدم صلاحیت داغ پرې ولګول شي او که موږ وکولای شو، چې اسلامي شریعت له هغو مهمو مبادیو څخه چې ورباندې قیام لري، یوه برخه وڅیړو نو په دې به مو باور راشي، چې تر کومې اندازې پورې ناپوهۍ او بې ځایه افتراء او تورونو دغه ډول مسلمانان له اسلام څخه لرې ویستلي دي.

اسلامي شریعت څوارلس پېړۍ مخکې د خلکو ترمنځ بې له کوم قید او شرط څخه د ((مساوات)) او برابرۍ مبدأ اعلان کړه او الله تعالی وفرمایل: {یَا أَیُّهَا النَّاسُ اِنَّا خَلَقْنَا کُم مِّن ذَکَرٍ وَ أُنثَی } سورة حجرات آیت۱۳.

یعنې اې خلکو! موږ تاسو له یوه نارینه او یوې ښځې څخه راپیدا کړئ او ډلې، ډلې، خېل، خېل او قبیلې، قبیلې مو وګرځولئ چې پخپلو منځو کې سره وپیژنئ، دې کې شک نشته چې په تاسو کې ستاسو د خدای جل جلاله په نزد ډېر با کرامته انسان هغه دی، چې زیات متقي او خورا په شریعت برابر وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (اَلنّاسُ سواسایة کاسنانِ المشط)یعنې خلک سره پخپلو منځو کې داسې برربر دي، لکه د ږمنځې غاښونه، عربي په عجمي باندې بې له تقوا او خدای پرستۍ څخه بل کوم ذاتي فضیلت نه لري، حال دا چې دغه د مساوات مبدأ له میلادي اتلسمې بېړۍ ځحه لومړی هغو وضعي قوانینو له سره پیژندلې هم نه وه کوم چې دغه ناپوهان ورباندې ویاړي او لا تراوسه په اروپایي لویو دولتونو او امریکایي ولایاتو کې هم دغه مبدأ په مقید صورت تطبیق مومي.

همدا راز کوم وخت چې شریعت نازل شو له هماغې ورځې څخه یې د(حریت) او آزادۍ غږ په یوه لویه پیمانه او غټو مظاهرو سره پورته کړی او فکري ازادي، قولي آزادي، او عقیدوي آزادي یې تثبیت کړې ده.

کوم نصوص چې په دې برخه کې راغلي ده لاندې ورڅخه انتخابوو:

۱-{قُلِ انظُرُواْ مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَ الأَرْضِ } سورة یونس آیت ۱۰۱. یعنې وګورئ چې په اسمانونو او ځمکه کې څه دي(څه هجایبات موجود دي).

۲-{وَ مَا یَذَّکَّرُ اِلأَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ } سورة آل عمران آیت۷. یعنې یواځې د سپیڅلو عقولو څښتنان پند اخلي.

۳-{وَ لْتَکُن مِّنکُمْ أُمَّةٌ. . . } آل عمران آیت ۱۰۳. او ښایي چې ستاسو څخه یوه ډله وي، چې خیر ته خلک دعوتوي او په ښو ورته امر او له بدو یې منعه کوي.

او د آزادۍ دغه درې واړه قسمونه د فرانسې له انقلاب څخه لومړی هېڅ کوم وضعي قانون نه پیژندل خو له بده مرغه چې ناپوهان له شریعت څخه هغه فضیلت سلبوي، چې لري یې او بیا یې وضعي قوانینو ته ثابتوي او له هغو مبادیو څخه چې اسلامي شریعت ورباندې قیام لري یوه مبدأ(عدالت) دی الله تعالی فرمایي: {وَ اِذَا حَکَمْتُم بَیْن النَّاسِ أَن تَحْکُمُواْ بِالْعَدْلِ } سورة نسآء آیت ۵۷. یعنې کله چې د خلکو ترمنځ حکم او فیصله صادروئ، نو د خدای امر دا دی چې په عدل به یې فیصله کوئ. او فرمایي: {قَوْمٍ عَلَی أَلأََّّ تَعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَی وَاتَّقُواْ الله اِنَّ الله خَبِیرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ } المائده آیت ۸. یعنې د کوم قوم سره بد بیني او دښمني باید تاسو بې عدالتۍ ته وانه ړوي او فرمایي:

{یَا أَیَّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ کُونُواْ قَوَّامِینَ بِالقِسْطِ شُهَدَاء لِلهِ وَلَوْ عَلَی أَنفُسِکُمْ أَوِ الوَالِدیْنِ وَ الأقْرَبِِینَ. . . } سورة نسآء آیت۱۳۴. یعنې اې مؤمنانو! په عدل او انصاف باندې ټینګ ولاړ واوسئ، په داسې حال کې چې د خدای د حکم د تعمیل لپاره شاهدان اوسئ که څه هم دغه شاهدي ستاسو او ستاسو د والدینو او خپلوانو برعلیه هم وي. د فقیر او غني لپاره د عدل لاره مه پرېږدئ.

دغه عدالت او انصاف مبدأ چې شریعت د راتلو له ورځې له ځانه سره راوړې ده، د اتلسمې پېړۍ تر اوایلو پورې لا هم په وضعي قوانینو کې یې نه و.

دغه درې ګوني(حریت)، (مساوات)، (عدالت) مبادي چې د دې عمرانوي قوانین ورباندې ولاړ دي، د دې قوانینو پوره یوولس(۱۱)پیړۍ لا پخوا شریعت درک کړی وي، نږ څرنګه دا امکان لري چې دغه قوانین له هومره خامۍ سره د دې عصر لپاره صلاحیت ولري او اسلامي شریعت چې ډېر پوخ او په دغو مبادیو باندې پوره، پوره قیام لري، صلاحیت به ورته ونه لري.

اسلامي شریعت د(وَ شاورهم فِی الامر) او (وّ اُمْرُهُمْ شُوری بَیْنَهُمْ)جملاتو په صریحانه ارشاد سم له راتلو سره د شوری مبدأ اعلان کړه او په دې برخه کې یې له وضعي قوانینو څخه تقریباً یوولس پېړۍ سبقت ګټلی دی. نو حقیقت دا دی، چې د وضعي قوانینو انتها ایله بیله د شریعت ابتداء ته په ظاهري صورت ورسېد.

اسلامي شریعت چې کومه ورځ راغلی د حاکمې قوې قوت یې مقید کړی، د اجتماع او ملت نایب یې بللی او د هر ډول خطأ او تیري مسؤل یې بللی دی. هو! اسلامي شریعت یو شان په حاکم او محکوم تطبیق مومي او حاکم د اسلام له مخې پخپلو کارونو کط د اسلامي شریعت په احکامو د محکومینو په څېر مکلف دی، چې دا د مساوات د نظریې د تطبیق یوه نښه ده.

هو! اسلامي شریعت هغه قوانین او مبادي چې وضعي قوانین یوولس پېړۍ وروسته ورسره آشنا شول او عصري حکمتونه ورباندې ولاړ دي.

په اوله ورځ دنیا ته سوغات را وړی، نو څرنګه به له موجوده عصر سره سر ونه خوري، او صلاحیت به ورته ونه لري. اسلامي شریعت چې راغلی شراب یې حرام کړي او طلاق یې روا کړی دی. الله تعالی فرمایلي دي: {یَا أَیَّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اِنَّمَا الْخَمْرُ وَ الْمیْسِرُ وَ الأَنصَابُ وَ الأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّن عَمَلِ الشَّیْطَانِ. . . } سورة مائده آیت۸۹. یعنې اې مؤمنانو! خامخا شراب، قمار، انصاب او ازلام پلیت او شیطاني کارونه دي. نو ترې ډډه وکړئ او فرمایي: {الطَّلاَقُ مَرَّتَانِ. . . } سورة بقره آیت ۲۲۹. یعنې رجعي طلاق دوه کرته دی او بیا نو یا په نېکه لاره ساتنه او یا یې په ښه او مشروعه توګه پرېښودل دي.

حال دا چې وضعي قوانین ورسره په موجوده شلم او نولسمه پېړۍ کې آشنا شول. اوس هم ځینې وضعي قوانین شراب مطلقاً منعه بولي او ځینې یې څه نا څه حرام او څه ناڅه جایز ګڼي. ځینې قوانین طلاق ته مطلقه اجازه ورکوي او ځینې یې د کوم قید لاندې بولي. په هر صورت دا څرنګه کیدای شي، هغه قوانین چې د شریعت څخه یې په داسې شیانو کې الهام اخیستی، د دې عصر لپاره صلاحیت لري او پخپله شریعت ورته صلاحیت نه لري؟

اسلامي شریعت هغه شریعت دی، چې نسبت ټولو شرایعو ته یې د تعاون او اجتماعي تضامن او نظریې په راوړلو کې سبقت ګټلی دی. الله تعالی فرمایلي: {وَ تَعَاوَنُواْ عَلَی الْبِّر وَ التَّقوَی وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَی الاِثْمِ وَ الْعُدْوَانِ. . . } سورة مائده آیت ۲. یعنې پخپلو منځو کې یو تربله سره په نیکۍ او تقوی کې مرسته وکړئ او په ګناه او تیري کې یو د بل ملاتړ ونه کړئ او فرمایلي یې دي: {وَ الَّذِینَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ۲۴لِّلسَّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ } سورة معارج آیتونه ۲۴-۲۵. یعنې هغه خلک د خدای جل جلاله حقیقي بنده ګان دي، چې په مالونو کې یې سوالګر او بې وزلي خلک معلومه برخه لري. . . . . په زکات او غنایمو کې فقیرانو او بې وزلو ته برخه ورکول پخپله د اجتماعي تضامن لویه نښه او غټ دلیل دی. اسلامي شریعت دغه دواړه نظریې څه د پاسه څوارلس پېړۍ پخوا اعلان کړې، حال چې له اسلامي عالم څخه په غیر د لوړو مسلکونو خاوندانو یواځې په ۲۰پېړۍ کې هغه وپېژندلې او اوس هم تر یوې محدودې اندازې د اجراء لاندې ښودلي. اسلامي شریعت (احتکار)او رشوت اخیستل ناروا بولي او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (لایحتکو الاخاطی)یعنې احتکار یواځې د خطا کار سړي کار دی او خدای جل جلاله فرمایي: {وَ لاَ تأْکُلُواْ أَمْوَالَکُم بَیْنَکُم بِالْبَاطِلِ وَ تُدْلُواْ بِهَا اِلَی الْحُکَّامِ. . . } سورة البقره آیت۱۸۸. یعنې پخپل منځ کې خپل مالونه په باطله لاره مه خورئ او د دې لپاره چې د خلکو مالونه په ناروا. . . . . . . وخورئ. له مالونو څخه حکامو ته کومه برخه(رشوت) مه ورکوئ او حال دا چې وضعي قوانینو په دې برخه کې د پخوا نه هیڅ کوم څیز نه پیژانده.

اسلامي شریعت خو له دې الهي ارشاد سره سم: {قُلْ اِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ. . . } سورة اعراف آیت۳۲. یعنې ښکاره او پټ ناوړه ګرد شیان حرام کړي او په ناحقه تیری او ګناه یې ناروا کړې. امر بالمعروف او نهي عن المنکر او خیر ته بلنه د اسلامي شریعت تهدابونه او ده هغه مبادي دي، چې بشریت یې په لټه کې دی او انسانیت یې په خوب او خیال کې ګرځوي، نو څرنګه به دغه شریعت د یوه داسې عصر لپاره صلاحیت ونه لري، چې هغه د لوړو نه لوړ مبادي ویني. که موږ انساني، اجتماعي او هفه قانوني مبادي چې اوسنی عصر یې پیژني او ننني خلک ورباندې افتخار کوي، وپلټو نو په اسلامي شریعت کې به یې یو، یو په داسې صورت مونده کړو لکه نن چې د خلکو په لاسونو کې یو تصویر ورغلی وي او حقیقت یې په شریعت کې مضمون پاتې دی او که د ډېرو اوږدیدلو وېره نه وای، نو دلته به مو بیا یوه برخه مبادي یاد کړي وای او هغه نصوص به مو ورسره یلد کړي وای، چې هغه مبادي ورباندې ثابت شوي دي.

په همدې شان دا خبره جوته معلومیږي، چې له دې عصر سره د شریعت د عدم صلاحیت او مساعدت ادعاء په شریعت باندې له جهل او ناپوهۍ څخه راولاړه شوې ده او کوم وقعیت او حقیقت نه لري. ممکن د دغې ادعاء څښتنانو لپاره یواځې عذر همدا وي، چې دوی خو بس هومره زده کړي. هغه پخواني قوانین چې په تېرو مبادیو ولاړ وو اوسنی عصر یې نشي منلای، نو دوی اسلامي شریعت بس یواځې د همدې عنوان له امله چې دا هم پخوانی دی، په وضعي زړو قوانینو قیاس کړی او جاهلانه حکم یې صادر کړی، چې اسلام هم د دې عصر لپاره صلاحیت نه لري، حال دا چې اسلامي شریعت او وضعي قوانین هومره فرق لري، چې لومړی مو بیان کړ او یو پر بل نه شي قیاس کیدلای.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x