دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۲۰)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

شلمه برخه (په تېر پسې)

دریمه ادعاء دا ده، چې ځینې شرعي احکام مؤقت دي

د اروپایی ثقافت له څښتنانو څخه ځینې خلک داسې عقیده لري، چې اسلامي شریعت د اوسني عصر لپاره صلاحیت لري، خو سره له دې هم د اسلامي شریعت ځینې احکام مؤقت راغلي دي او د دوی مقصد له دغو احکامو ځنې جنایي احکام دي او بالخاصه هغه احکام یې مراد دي، چې په وضعي قوانینو کې مثال نه لري. لکه رجم لاس پرې کول شو او که په دغه ادعاء د کوم سند غوښتنه ورڅخه وشي، نو هېڅ کوم دلیل نه لري او ناحقه اټکل او خیال کوي.
دوی چې د شرعې د ځینې احکامو په مقابل کې په وضعي قوانینو کې کوم مثال ونه ویني، نو د دې لپاره چې شرعي احکام شاته وغورځوي، دغه ادعاء کوي او که سبا دغه عقوبات هم په وضعي قوانینو کې راشي، بیا سمدلاسه خپله ادعاء پریږدي او وایي، چې دغه احکام دایمي دي.
او که دغه مسلمانانو په روغه او صحیحه توګه اسلام پېژندلای نو دا خبره به یې نه وی کړي، ځکه چې د اسلام احکام مؤقت نه دي، بلکې دایمي دي او ځکه کوم احکام چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه کې نه دي منسوخ شوي الی الابد دوام لري او تر قیامته نه منسوخیږي. قرآن کریم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفاته څخه لومړی دا اعلان وکړ، چې د دین قصر تکمیل ته ورسید او له سره د زیادت او منسوخیدو قابل نه دی. الله تعالی جل جلاله فرمایي: {الْیَوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دِینَکُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَیْکُمْ نِعْمَتِي وَرَضِیتُ لَکُمُ الاِسْلاَمَ دِینًا } سورة مائده آیت ۳.
یعنې نن مو تاسو ته ستاسو دین مکمل کړ او خپل نعمت مې پوره درکړ او اسلام مې تاسو ته د دین په حیثیت خوښ کړ. آیا دغه مسلمانان په دې نه پوهیږي، که ځینې اسلامي احکام مؤقت شي، نو ځینې نور به یې هم د مؤقت والي صلاحیت ولري او که هر انسان دې ته پرېښودل شي، چې پخپله خوښه او خواهش روان شي، نو اسلام به ییخي له منځه ولاړ شي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x