افغانستان

فراه: تښتول شوی ماشوم د اختطاف چیانو له منګولو را خوشي شوی – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): هغه ماشوم په ټولنیزو پاڼو کې یې ویډیو خپره شوې وه، د اختطاف چیانو له منګولو را ازاد او له خپلي کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

پنځه کلن نوید تر یو میاشتې زیاته موده مخکې د فراه ښار د دریمي ناحیې څخه اختطاف شوی وو او د پلار څخه یې د پيسو غوښتنه شوې وه.

د نوید هغه ویډیو چې اختطاف چیانو یې مور او پلار ته لیږلې وه، ډېره دردونکې وه چې له امله یې په ټولنیزو پاڼو کې سخت غبرګون را پارولی وو او د امنیتي ادارو څخه په پراخه کچه غوښتنه شوې وه چې اختطاف چیان باید ژر تر ژره ونیول شي او اعدام کړل شي.

په ویډیو کې ماشوم نوید ښکاریده چې په څاه کې وږی ساتل شوی وي او د مرګ تهدید ورته شوی وي، نوموړی په ویډیو کې وايي چې اختطاف چیان به یې ووژني.

په یوه بله ویډیو کې د هغه لاسونه شاته تړل شوي او ډوډۍ ورکول کیږي چې هغه یې خوړلای نه شي. (خبر او ویډیو دلته کتلای شئ)

د فراه والي محمد اصف ننګ نن رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونه د نوید د ژغورني په لټه کې وو، چې بالاخیره نن وتوانېدل هغه د فراه په زاړه ښار کې د تاریخي کلا ته څېرمه په یوه کور کې پیدا او د تښتونکو له منګولو وژغوري.

نوموړي ویلي چې درې تنه تښتونکي هم نیول شوي چې د قانون سره سم به سزا ورکړل شي.

farah-mashom-ikhtitaf-1 farah-mashom-ikhtitaf-5 farah-mashom-ikhtitaf-4 farah-mashom-ikhtitaf-3 farah-mashom-ikhtitaf-2

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x