افغانستان

وقاد: په طالب مشرانو بندیزونه له سولې سره اړخ نه لګوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد د ګډ حکومت هغه اقدام غندلی چې له ملګرو ملتونو څخه یې د طالبانو په مشر د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې.

ښاغلي وقاد له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې دغه ډول اقدامات له سولې سره د مرستې پرځای تاوان کوي او طالبان د جګړې دوام او شدت ته هڅوي.

نوموړی وايي چې د ولسمشر اشرف غني دا غوښتنه چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شي؛ د ولس له هیلو سره ټکر لري.

د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد په وینا د ولسمشر اشرف غني دا غوښتنه د سولې پروسه له خنډ سره مخامخ کوي او زیاته یې کړه:

«باید د طالبانو سره د مذاکراتو دروازه خلاصه شي، د جمهور رئیس دا خبره چې مولوي هبت الله د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شي، د سولې د پروسې د ستراتیژۍ او د افغانستان د ملت له غوښتنې سره اړخ نه لګوي».

تېره ورځ د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې له پلاوي سره په ملاقات کې غوښتنه وکړه چې د طالبانو مشر «مولوي هبت الله اخندزاده» نوم دې د بندیزونو په تورلیست کې شامل کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د ګډحکومت د ولسمشر دا اقدام «بې ګټې او بې اثره» وباله او ویې ویل چې دوی د بندیزونو هیڅ پروا نه لري. خو زیاته یې کړه چې په دغه ډول غوښتنو سره خلکو ته د دولت دوه مخي ښه په اثبات رسیږي چې په خوله د سولې نارې وهي خو عملا یې پرضد اخته دي.

ښاغلی احمدي باور څرګند کړی چې په طالب مشرانو د اضافه بندیزونو لګول به د ولس په مینځ کې د دوی اعتبار او مقبولیت نور هم زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د سولې په تړاو نړیوالو کنفرانسونو او اعلامیو کې تل ټینګار کړی چې د سولې خبرو د شروع کولو لپاره د تور لیست ختمول اړین دي؛ ترڅو یې مشران په مذاکراتو کې د ګډون لپاره ازادانه تګ راتګ او سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x