نظــر

ټرمپ کېدای سي د امريکې د پسرلی لامل سي

عبدالمالک همت

د اوباما د واکمنۍ د نيمايي مودې په تېرېدو سره په عربي هيوادونو کي نوي بدلونونه رامنځ ته سول چي په پيل کي د ”عربو د پسرلي“ په نامه ياد سول. له دغه مهاله تر اوسه په ځينو عربي هيوادونو کي خلک او واکمنان يو له بله په ډول ډول کشمکشونو، سختو کړاوونو او مرګ ژوبلو اخته دي، ان ځيني هيوادونه او د هغو واکمنان هم د هغو پر سر سره سخت ښکر په ښکر سوي دي..

د امريکې خلکو يو ډالر مست او جنجالي سوداګر ډونلډ ټرمپ د څلورو کالو لپاره خپل ولسمشر وټاکی، که څه هم هغه د امريکې د نيمايي خلکو استازيتوب کوي، خو دا څلور کاله د ټولي امريکې واکمن دی.

د امريکې د واک اختيار د خاوندانو د ناسمو سياستونو، جګړه ماريو او ډبل خرڅيو او نورو ډول ډول ناوړتياوو له امله د دغه هيواد د خلکو کرکي له پخوا څخه خورا ډېري سوي دي. اوس چي يې وليدل چي تر پخوانيو يې زيات متکبر مشر په برخه سوی دی، نو بېره او ناهيلي يې نوره هم زياته سوه او له دې امله يې د امريکې په بېلو بېلو ښارونو کي مظاهرو، اړودوړ او تاوتريخوالو ته ورودانګل،چي دادی د دغه تاوتريخوالي اور تر اوسه لا د امريکا په ځينو ګوټونو کي روان ساتل سوی دی.

د ښځو، لږکيو(اقليتونو)، امريکې ته مهاجر سوو خلکو، بې وزلو ولسونو او څه له پاسه يومليارډ مسلمانانو پر ضد په وينا وو مشهور توکم پال ډونلډ ټرمپ به د ۲۰۱۷ع. کال د جنورۍ د مياشتي پرشلمه سپيني ماڼۍ ته ننوزي. که څه هم دا څرګنده خبره ده چي ټرمپ د امريکايي ټولني د يوې طبقې چي پانګوال دي استازيتوب کوي. خو ده د امريکې عام ولس ته د ډول ډول چارو د ترسره کولو وعدې ورکړي دي، له بده مرغه دا داسي ژمني دي چي که يې تر سره کوي هم بدمرغي راوړي او که يې نه ترسره کوي هم به د عامو خلکو د نه رضائيت له امله ډېري بدي ستونزي راولاړي کړي، چي بالاخره به په امريکا کي هم د عربو غوندي بدمرغه پسرلی را وټوکيږي. د ټرمپ په شتون کي به د امريکا پسرلی کټ مټ د عربو د بدمرِيو د پسرلي بڼه واخلي. که څوک لږ دقيق سي په ډېره آساني پوهېدلای سي چي د امريکې اوسنی اريانوونکی حالت به په راتلونکې کي هرومرو د دغه هيواد دننه ګډوډۍ او انارشيزم ته لار پرانيزي. ويل کيږي چي په امريکا کي دننه څه له پاسه ۲۷۰ بېلتون غوښتونکي ډلي فعاليت کوي چي د ټرمپ د فاشيستي سياستونو د پلي کېدو له امله به د دغو بېلتون خوښوونکو ډلو فعاليتونه نور هم زور واخلي.

دا کلونه کلونه امريکا پر افغانستان او عراق سربېره په ډېرو نورو هيوادونو کي په جګړو او لګښتونو کي راښکېل ده، چي له امله يې تریلينونه ډالر لګېدلی، اقتصاد يې سخت زيانمن سوی او د پرمختګ چاري يې په ټپه ولاړي دي، د دغه هيواد بېلي بېلي برخي بيا رغوني ته شديده اړتيا لري، بې کاري پکښي ډېره سوې، د خلکو په منځ کي يې يو له بله کړکي زياتي سوي او په ورځني ژوند کي د ډول ډول کړاوونو او مأيوسيتونو سره مخامخ سوي دي.

همدا اوس د تريلينونو ډالرو پورونو د امريکا ملا ورماته کړې ده. د بې ګټو او درنو لګښتونو لرونکو جنګونو د پرلار اچولو له امله يې لګښتونه تر چند وتلي دي او ګوزاره يې د بيه لرونکو ورقو په پلورلو(پورونو) ده.

له پله پلوه د دې هيواد بې بصيرتو او د جګړو د اورونو بلوونکو لويانو او دولتي او حزبي سازمانونو په نړۍ کي تقريباً د هيچا زړه روغ نه دی پرې ايښی. په نړۍ کي يې ډېر خلک داسي دښمنان ګرځېدلي دي چي وينو ته يې تږي دي. پر بې ګناه، فقيرو او بې وسو وګړو باندي د دوی ډول ډول ظلمونه، تېري او نيواکد دې لامل سوي دي چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د دوی پرضد ډول ډول جنګيالۍ او سرتېري ډلي رامنځ ته سي او د خپلو حقوقو، دين، هيوادونو او حيثيت او د دوی له مظالمو څخه د مظلومو او بې دفاع وګړو د ژغورني لپاره له ځانونو څخه د تېرېدو او سرښندني تر پولي ور سره وجنګيږي. چي د دغو فرعون صفتو ظالمانو وسله والو ځواکونو ته يې زښت زيات تاوانونه رسولی، وربوزونه يې په خاورو ورلړلي او د سختو ماتو سره يې مخامخ کړي دي.

اوس نو د دې له ډول ډول تضادونو ډک او د بېلاپېلو ستونزو سره مخامخ هيواد دا حالات د انفجار نقطې ته رسېدلي دي.اوس يې لوی څښتن جل جلاله د حکومت واګي د يوه سرټمبه سړی په لاس ورکړېاو داسي ښکاري چي دا توره امپراتوري به داسي درزووهي چي اواز به يې په ټوله نړۍ کي د توپ غوندي خپور سي او داسي به رانسکوره سي چي که خدای کول په دې نړۍ کی له دې اوسنيو ډول ډول ناخوالو او بدمرغيو څخه به دا ويرژلي انسانان ټول وژغورل سي او د راحت او هوسايۍ ساوي به وباسي.

ان شاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

زماپه نظراوس به هم امریکا اوهم هغه ملکونه چه دامریکاڅخه پزی ته راغلی ووآرام سی ولی چه دامریکاټول بدماشی سی آی ای کوی اوهغه دیهودودلاس آله ده دمخه حکومتونه دکلنټن څخه نیولی تر ملحداوباماپور بی خولی بی زبانه بیرندوکی حکومتونه وو هرڅه چه به سی آی ای کول دوی دبیری ورسره تاءیددول او ټرمپ یوزړور او بیفرواحاکم دۍ دیهودو اوسی آی ای پروانه کوی دخپل ملک ترقی غواړی په جنګ کښی دامریکا ګټه نسته تنها دیهودانوګټه وه چه اسلامی ملکونه پرپښو ونه دریږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x