ارشیف

کابل: د ملي امنیت د لسم ریاست پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د کابل په پل محمود خان سیمه کې د ملي امنیت پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا دغه چاودنه د یوه سرتیري برید په ترڅ کې را منځته شوې او زیاته کړې، چې یوه سرتیري بریدګر د ملي امنیت د لسم ریاست د کارکوونکو د موټر سره خپل د بارودو بار موټرسایکل وجنګاوه چې په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته.

دوی ویلي چې وژل شوي او ټپيان د ملي امنیت د لسم ریاست کارکوونکي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې پيښه اوه بجې څلویښت بالا د پل محمود خان په سیمه کې را منځته شوه چې د کابل ښار د نهمي حوزې مربوط کیږي.
هغه زیاته کړې چې په ټپيانو کې د دوه کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

باید وویل شي چې تېره شپه هم د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د کلیو او پراختیا وزارت د کارکونکو پر موټر چاودنه وشوه چې له امله یې موټر چلونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د