نظــر

افغانستان د یوه بل نړیوال جنګ د ګټلواو د یوه پیچلی سیاسی جنګ د آغاز په درشل کې

کله چه د نړیوالو جنګونو نه خبری کیږی، نو په عمومی توګه فکر ته لمړی او دوهم نړیوال جنګونه راځی، چه په هغه کې عمدتآ یوازی اروپایی هیوادونه او د امریکا متحده ایالات ښکېل وه. پدې دواړو جنګونو کې د ګټلو ویاړ اروپایی هیوادونو او یاهم د امریکا د متحده ایالاتو په برخه وه. داچه نور داسې جنګونه، چه هغو ته هم نړیوال جنګونه ویلې شو موجود دی هېڅ شک نشته. زما په آند چه د لمړی او دوهم نړیوالو جنګونو څخه وروسته پنځه نور نړیوال جنګونه، چه هغه هم ډېر تباه کوونکی اوپه تېره بیا دوامداره وه موجود دی.

د ویتنام جنګ، دافغان شوروی جنګ (یانې د افغانانو جنګ د شوروی اود وارسا د تړون د یرغل په ضد)، دوه د عراق جنګونه (یانې په عراق باندې دوه ځلې د امریکا او د هغه د متحدینویرغل) او دمګړی د افغان امریکا جنګ (یانې د ۴۹ هیوادونو یرغل په افغانستان باندې،چه په هغې کې نه یوازی د ناټو ټول غړی هیوادونه بلکه د امریکا ټول متحدین د استرالیا څخه تر لتوانیا پورې موجود دی).

دغو وروستیو پنځو جنګونو ته د اروپایی هیوادونو او امریکا له خوا ځکه د نړیوالو جنګونو نوم نه ورکول کیږی، ځکه چه دوی ټول په دې جنګونو کې بایلونکی دی. ددغو اوو (۷) نړیوالو جنګونو څخه افغانانو پنځم نړیوال جنګ د شوروی او د وارسا د تړون د هیوادونو د یرغل په ضد وګاټه او فالحال د اووم نړیوال جنګ د ګټلو په درشل کې دی. 

دغه اووم نړیوال جنګ تر ټولو نورو جنګونو ځکه ډېر اهمیت لری، چه دا به د نړی وروستې نړیوال جنګ وی. دې یرغل یو تاریخی سند د ثبوت لپاره پرېښود، چه نظامی پیاوړتیا نور نه شی کولې چه د کلک عزم خاوندان غلامان کړی. دغه ټینګ او پیاوړی عزم افغانانو ته د اسلام د مقدس دین په عظمت په برخه شوې. داسې ډېرې نخښې نښانئ شته چه  ناتو به ددې جنګ د بایللو څخه وروسته هماغسې له منځه لاړه شی لکه چه د وارسا تړون په افغانستان کې د جنګ له بایللو څخه وروسته له منځه لاړ.

ددغې اووم نړیوال جنګد بایللو څخه وروسته به د جنګ تکتیکونه تغیر وکړی خو د یرغلګرو په اهدافو کې به هېڅ ډول توپېر رانه شی؛ دوې به خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره نورې لاری لټوی. نور به یرغلګرحکومتونه په مستقیمه توګه داسې یو نظامی دخالت، چه د هغې په لړ کې ددوې عسکر به یوه هېواد ته وردننه کیږی، ونه کړی اوخپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره به نوې ستراتېژئ طرح کوی. د یرغلګرو پدې نوې ستراتیژئ کئ د محلی ګوډاګیانو پیاوړول، د انترنت پواسطې د خلکو د اذهانو تیاره کول(Cyberwar) او د هغو څارل، د ډرون پواسطه د ترورستی حملو انجامول، د دیموکراسی، د بشری حقوقو، او د آزادو او خپلواکو ټولنو تر عنوان لاندې د هېوادونو په دننی چارو کې دخالت کول به تر ټولو لوی رول لوبوی. دوی به سیاسی چلونو ته د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې زور ورکړی او دا نړیواله موسسه به نوره هم تر خپل آغېزې لاندې راوړی، او ددې تر څنګ به د خپلو ټولو نورو امکاناتو څخه کارواخلی. همداده چه مونږ ګورو، چه نن څومره ډېر انترنټی اربکیان ګمارل شوی دی، په  facebook، په  twitter  او په  youtube کې د یرغلګرو په لمسون، اودهغو په اقتصادی او لوجستیکی ملاتړ په ډېرې بی شرمی د هیواد د اسلامی او ملی ګټو په ضد لیکنی کوی.  انټرنټی اربکیان ماته نظر هغه شرمخو اربکیانو ته چه په هېواد کې پلورل شوی دی ډېر خطرناکه په دې ښکاری، چه د انټرنټی اربکیانو نه ځای او نه هویت چاته معلومیږی، په تیاره کې خپل ګزارونه کوی، نه لیدل او نه هم اوریدل کیږی، یوازې ورانی ېې احساسیږی. همدارنګه په هیوادونو کې د ګوډاګیانو روزل، هغوی په قدرت راوستل، دهغو نه قهرمانان او متفکرین جوړول، هغوته جایزی ورکول، هغوته په خپلو رسنیو کې وخت ورکول، د هغو شهرت لوړول اود هغو د لیاقت د ډنډورو خپرول ټول هغه تکتیکونه دی، چه په راتلونکی کې به لاپسې مهم رول ولوبوی، او اولسونه به پرې تېرباسی. د یوه اولس رښتینی قهرمانان به په تور لست کې او خاینین به ېې چه ددوی ګوډاګیان دی او ددوی د ګټو ذمه واران دی، د قهرمانانو، دیموکراتانو، متفکرینو او دانشمندانو په لست کې شاملوی. د یوه هېواد دننی دښمنانان نظر د هغو پردیو بادارانو ته ډېر خطرناکه دی، ځکه چه په هغو مونږ ډېر ژر اعتماد او اعتبار کوو، په تېره بیا کله چه هغوی په چاپلوسئ او غوړه مالی کې خورا ډېر مهارت ولری. ددې څرګندونو لپاره د افغانستان تاریخ ډېر شواهد لری او مونږ ټول پدې پوهیږو چه زمونږ د هیواد ټول زمامداران د شېرشاه سوری څخه رانیولې تر ظاهر شاه پورې څنګه د غوړه مارانو د چاپلوسئ ښکار شوه.
 
اوس چه ټوله نړی پدې پوهیږی، چه په هیواد کې به ډېر ژر ددې وطن رښتینی، په اسلام او هیواد مین بچیان د االله تعالی په قدرت یو اسلامی او ملی حکومت جوړکړی، نو له هری خوا ورته ډېرګواښونه،  سیاسی او تنظیمی دسیسی موجودې دی. خدای مه کړه داسې نه شی چه د نظامی جنګ د ګټلو څخه وروسته، هغه کوم سیاسی جنګ چه ضروری شروع کیږی، وبایلل شی. دغه سیاسی جنګ له همدا اوس نه آغاز دې او موخه یی داده چه د بایلل شوی جنګ قصور اوس په سیاسی ډګر کې واخلی. دا ویره ځکه موجوده ده، چه مونږ د ۱۹۹۲څخه وروسته ولیدل، چه څه وشوه. اوس نوپه نظامی ډګر کې د جنګ د ګټلو څخه وروسته، راتلونکی سیاسی، ټولنیز، کلتوری او اقتصادی مبارزی ته، چه ډېر پېچلې، نړیوال، منطقوی او په تېره بیا داخلی ابعاد لری، پوره تیارې په کار دې. د ددغې سیاسی جنګ د ګټلو لپاره باید سر له اوسه منظم پلان طرح او قدم په قدم عملی شی. نن افغانان وروسته د ډېرو ناخوالو او قربانیوڅخه، وروسته تر هغه چه ددیموکراسئ مزه یی هم ولیده، د طالبانو دراتګ انتظار وباسې او غواړی چه د راتګ هرکلی ېې وکړی، خو بنسټیزه پوښتنه داده، چه آیا طالبان هم دداسې یوه دروند مسولېت لپاره تیارې لری؟ ننې افغانستان د ۱۹۹۲ افغانستان سره ډېر تفاوت لری: دلته دښمن زمونږ اولس په داسې سیاسی، ټولنیزو، کلتوری، او اقتصادی ناروغیو اخته کړی دی، چه د هغو رغول یو درسته تشخیص، یوه ماهرانه او دوامداره تداوی ته ضرورت لری. دښمن زمونږ په وجود کې داسې مکروبونو او سرطانونو ته ځای ورکړې، چه که مونږ د ماهرانه تګلاری او احتیاط څخه کاروانخلو نو د یوه سرطان څخه به مونږ ته په زرهاوو سرطانه (metastases) جوړشی. داټول هغه ګواښونه دی، چه مجاهدین ورته حتمآ متوجه دی او د هغو د حل لپاره به طرحې لری. اړینه داده چه ټولې طرحې لنډمهاله، منځمهاله او اوږد مهاله موخې ولری. دا د هر مسلمان او افغان دنده ده، چه خپل د هېواد د راتلونکئ په هکله فکر وکړی او انتقادی او جوړونکی وړاندیزونه وکړی. پدې هکله لازمه او خپله دنده بولم چه د لاندې څو ټکو یادونه وکړم:
 
۱.)  ټول مجاهدین (طالبان، اسلامی حزب، د حقانی ګروپ) باید همدا اوس یو معین او واحد سیاسی او نظامی رهبری انتخاب او اعلان کړی. او کنه دښمن به دوې په مختلفو نومونو یو د بل په ضد استعمال کړی. حتا ددوې تر منځ د یوکورنی جنګ خطر هم پېدا کېدای شی.
 
۲.) دښمنان به د خپلې نظامی ماتې څخه وروسته کوښښ وکړی، چه د مجاهدینو په لیکو کې خپل جاسوسان د مجاهدینو په جامو کې، حتا د طالبانوترنامه لاندې،ځای په ځای کړی. دا به هغه څه وی، کوم چه روسانو او ایرانیانو د شوروی د ماتې په آخرو سلګیو کې وکړه، یانې یو دم ېې په ایران کې هشتګانه منځ ته راوړ او د جبلسراج د تړون په بنسټ ېې یو په ظاهرکې د مجاهدینو، خو په حقیقت کې یو د روسانو او ایرانیانو لاسپوڅی او جاسوس حکومت ایجاد کړ. نو ځکه د هرې نوې ډلې ټپلې سره چه اوس د مجاهدینو لیکو ته راننوزی باید چه تکتیکی برخورد وشی، یانې باید ډېر ژر د اعتماد وړ ونه ګرځی، اود سیاسی، نظامی، اقتصادی او ټولنیزو کلیدی برخو څخه باید لیری وساتل شی.
 
۳.)  داسې یو پلان باید طرح شی، د کوم په بنسټ چه باید د اردود او پولیسود لوړپوړوصاحبمنصبانواود محلی او مرکزی دولتی واکمنانو سره تماس ونیول شی او هغوی ته د عفوې او بخښنې هغه شانته وعده ورکړی شی، لکه چه سلاح الدین د بیت المقدس د فتح څخه وروسته عملی کړه، چه پدې توګه ېې نن د بشریت په ټول تاریخ کې نه یواځې خپل ځان ته بلکه ټولې اسلامی نړی ته یو تلپاتې نیک نوم وګاټه. ددې پلان موخه باید داوی، چه د ۲۰۱۵ څخه وروسته د هېواد د هر ډول ویجاړولو او د انسانانو د وژلو مخنیوی وشی. کله چه مجاهدین خپل قدرت یو ځل ټینګ کړی، بیا د نه بخښونکو مجرمانو سره د اسلامی عدالت د چلند وخت لا ډېر شته، نو ځکه په اوایلو کې باید له حده ډېر کوښښ وشی چه د قدرت د انتقال په  دوران کې دواړو خواوو ته د تلفاتو احصائیه ټیټه وساتل شی.
 
۴.)   د خارجی سیاست په ډګر کې باید داسئ یو اعلان خپور شی، چه په یرغلګرو هیوادونو کې د عامو خلکو په ذهنیتونو باندې جنګ ته د ختمولو مثبته آغیزه ولری. دلته با ید د هغو درواغجنو پروپاګندو په مقابل کې، چه خپل بې خبره اولس د مجاهدینو دحملو څخه ویروی یو د صلحی، ثبات او په نړیوالو معیارونو ولاړد متقابل احترام پېغام ورکړی شی، او پدې توګه نړیوالو قوانینو ته احترام او د هغه درناوئ ته ځانګړی ارزښت ورکړی شی.
 
۵.)   د بشری حقوقو، په تېره بیا د ښځود حقوقو په هکله، د مدنی اوهمدارنګه د طبعی علومود تعلیم او ضرورت په هکله باید یوه هراړخیزه اعلامیه خپره شی. مونږ په دې پوهیږو، چه دا د یرغلګرو یوازی یوه پروپاګنده ده، تر څو چه د خلکو اذهان د اسلام او مجاهدینو په هکله تیاره وساتی او پدې توګه د جنګ دوام ته یوه پلمه ولری. دوی په حقیقت کې نه زمونږ د اولس، نه زمونږ د ښځو او نه هم زمونږ د کوچنیانو د تحصیل په غم کی دی، بلکه دوې ددغو مفاهمو څخه د مجاهدینو په ضد د پروپاګندې په توګه سوې استفاده کوی.  نو ځکه باید چه په یوی اعلامی کې دغو ټکو ته په مفصل ډول اشاره وشی، او پدې توګې د هغو دغه پروپاګنده خنثا کړل شی.
 
۶.)   یرغلګرو د دیرشو کلونو څخه راپدېخوا زمو نږ په هېواد کې د تفرقې او بې اتفاقی تخمونه کرلی دی، نژادی، سمتی، مذهبی او ژبنی تعصبونه ېې منځ ته راوړی او په نهایی درجې ېې پارولی دی، د دیموکراسی او بشری حقوقو تر نامه لاندې ېې زمونږ د اولس د بی اخلاقه کولو اود اسلامی او افغانی هویت څخه د انحراف، فساد او وطنفروشی ته د تشویقولو لویی او پیاوړی پروژی په لاره آچولی دی، چه د له منځه وړلو لپاره ېې باید چه یو ډېر ماهرانه او د اسلام د اصولو سره سم یو عملی کیدونکې طرح وړاندې شی.
 
۷.)   همدارنګه د هېواد تعلیم یافته قشر ته باید چه یو د هغو د راتلونکی لپاره ښه امېد ورکړل شی. تجاران باید خپل تاوان نه بلکې خپلې ګټې د مجاهدینو د حکومت په راتلو کې وګوری. او داسې نور ډېر مسایل چه ورته باید خاصه او هوښیاریانه پاملرنه وشی.
 
د ټولو دغو مسایلو لپاره باید چه د ۲۰۱۵ څخه مخکې یوه منظمه او مشترکه طرح د ټولو مجاهدینو تر منځ مو جوده وی او پرې هوکړه شوی وی. د افغانستان مجاهدین کولې شی، چه نړی ته دا هم ثبوت کړی، چه دوی نه یواځې په نظامی ډګر کې بلکه په سیاسی او ټولنیز ډګر کې هم نه یوازې د نړی سره سیالی کولې شی، بلکه هغو ته په دې برخه کې هم درس ورکولې شی. موخه باید داوی، چه په ډېرو قربانیو او کړاوونو دغه په نظامی ډګر کې ګټل شوی جنګ په سیاسی، ټولنیز، کلتوری او اقتصادی ډګر کې دا ځل ونه بایلل شی.

ومن الله توفیق

لیکونکې : ډاکټرودان
برلین، جرمنی

16.12.2013

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x