اروپايي ټولنه: نور په افغانستان کې فساد نه شو زغملای

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې ورځ په ورځ د فساد زیاتېدو بالاخره اروپايي ټولنه اړه کړه چې د فساد پر ضد غږ اوچت کړي .

ددغه ټولني د بهرنیو عملیاتو د ملکي چارو قومندان کنیت دین افغاني رسنیو ته په مرکه کې ویلي چې دوی نور په افغانستان کې ورځ تر بلي زیاتېدونکی مالي او اداري فساد نه شي زغملای.

نوموړي ویلي « فساد یو داسي ټولنیز کینسر دی چې په هیڅ ټولنه، دفتر، او ولایت کې دوی ته د زغملو نه دی، اروپايي ټولنه به د نړیوالي ټولني په مرسته په افغانستان کې د فساد د مخنیوي په خاطر څارنه کوي، تر څو د فساد کچه په افغانستان کې را ټیټه شي.»

نوموړي وویل چې مونږ به اجازه ورنه کړو چې د اروپايي ټولني ۱،۱ ملیارد یورو مرسته په افغانستان کې دفساد خوراک شي.

بلخوا د ړونتیا د څار ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د فساد دمخنیوي لپاره ۱۷ ادارې په کار بوختي دي چې ټولي یې په ټیټه سطحه د فساد د مخنیوي لپاره هلي ځلي کوي او پر لوی فسادونو سترګي پټوي او زیاته کړې چې دغه ادارې باید سره متحد شي او په ګډه کار وکړي تر څو یې کار د فساد په مخنیوي کې مثمر شي.

دوی همداراز غوښتنه کړې چې د فساد پر ضد جوړي شوي ادارې باید غیر سیاسي وي.

باید وویل شي چې د کتونکو په باور د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د ناچلو انتخاباتو په پایله کې د جان کیري په ابتکار د ګډحکومت را منځته کیدل ددې پر ځای چې د فساد پر ضد مبارزه قوي کړي، لا یې د حکومت دننه اختلافاتو له امله فساد زیات کړی چې له امله یې د عادي افغانانو ژوند ورځ تر بلي د ستونزو سره مخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د