پاکستان د پاک ترک ادارې کارکوونکو د شړلو پریکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پاک ترک تعلیمي ادارې کارکوونکو ته امر کړی چې په ۳ ورځو کې له هیواده ووزي.

د پاکستاني رسنیو د خبر سره سم د کورنیو چارو وزارت دغه پریکړه پاکستان ته د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د رسمي سفر په مناسبت کړې.

د پاک ترک او افغان ترک په نامه مکتبونه چې په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي، په اړه یې ګمان کیږي چې چلونکې یې د فتح الله ګولن ګوند «خذمت» پوري اړوند دي، پر چا چي په ترکیه کې د وروستي انقلابي هڅي تور پوري شوی.

د راپورونو سره سم پاکستان د پاک ترک ۴۰۰ کارکوونکو ویزې لغوه کړي او هغوی ته یې د ۳ ورځو مهلت ورکړی تر څو له پاکستان څخه ووزي.

ویل کیږي چې د پاک ترک مکتبونه به خپل فعالیت جاري ساتي خو د «مارف» په نامه یو بل ترکي تنظیم به یې چاري پر مخ وړي، کوم چې د ترکیې د حکومت له لوري پاکستان ته ور وپيژندل شوی.

پاک ترک د پاکستان پلازمینې اسلام اباد په ګډون، په لاهور، کوټه، کراچي، حیدراباد، خیرپور او جامشورو کې ۲۸ لیسې او مکتبونه لري چې په هغو کې د استادانو او کارکوونکو شمېره ۱۵۰۰ تنو ته رسیږي. په دغه مکتبونو کې د زده کوونکو شمېر ۱۰ زره کسانو ته رسیږي.

د یادوني وړ ده چې د فتح الله ګولن ډله په افغانستان کې هم شاوخوا لس مکتبونه لري چې د افغان ترک په نامه یادیږي، په کابل، مزارشریف او هرات کې د هلکانو او انجونو لپاره یو یو، په کندهار، شبرغان، او جلال اباد کې یوازي د هلکانو لپاره مکتبونه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د