افغانستان

په لوګر کې د ملي اردو یوه چورلکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالي کې د ملي اردو یوه چورلکه غورځېدلي چې له امله یې د مرګ ژوبلي په اړه یې ضد او نقیض څرګندوني شوي.

د ملي اردو سرچیني وايي چې تېره شپه ددوی اړوند یوې چورلکي د تخنیکي عوارضو له امله بیړنۍ ناسته وکړه چې له امله یې هیڅ مرګ ژوبله نه ده رسیدلې او سپرلي یې ټوله خوندي پاته شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې چورلکه د سپیشل فورس او بهرنیو ځواکونو د چاپې پر مهال د جګړې په ترڅ کې ویشتل شوې او له منځه تللې ده.

نوموړي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبر کې وویل: «تیره شپه یوه بجه دلوګر برکي برک ولسوالۍ رستم خیلو سیمې ته ګډ دښمن د چاپې لپاره راغلی و، چې دمجاهدینو له کلک غبرګون سره مخ شو، او یوه هلیکوپتره يې رانسکوره شوه، ګڼ سپيشل فورس عسکر مړه اوژبل دي.
همدا راز اوس هم دښمن په سیمه کې د خپلو مړو او ټپيان د انتقال، دعسکروتیښتې او د چورلکې د ټوټو د وړلو لار لټوي . »

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي هم په غور ولایت کې د ملي اردو یوه چورلکه غورځېدلې وه چې هلته یې هم په اړه ضد او نقیض څرګندوني شوي وي.

د ملي اردو سرچینو هلته هم ویلي وه چې چورلکي بیړنۍ ناسته کړې خو طالبانو د هغې د ویشتلو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x