gilani mujaddadi

مجددي او ګیلاني د امریکايي مصالحو د مدافعینو په رول کې

نن ټکی آسیا – سرمقاله : دسه شنبې په ورځ  دهیواد یوشمیر محلي رسنیو  د امنیتي تړون د ځنډیدو له امله  د پیر سید احمد ګیلاني او حضرت صبغت الله مجددي  اندیښنوته په خپلو سرلیکونو کې ځای ورکړی وه .

پیر سید احمد ګیلاني د پخواني جهادي تنظیم محاذ ملي او حضرت صبغت الله مجددي  د نجات ملي تنظیم  دمشر انو په توګه  دا اړینه بولي چې له امریکایانو سره دې امنیتي تړون ژر لاسلیک شي ؛ ځکه دوئ وايي چې  د تړون په لاسلیکولو سره به مو هم په هیواد کې امنیت تأمین شي اوهم به مو د هغه په وسيله په هېواد کې د پرديو د لاسوهنې مخنیوی وشي.

پورتنۍ څرګندونې ښاغلي پیر سید احمد ګیلاني په خپله  پرون له پژواک آژانس سره په مرکه  کې او ښاغلي حضرت صبغت الله مجددې بیا دخپل زوي  ذبیح الله مجددي په وسیله  له ځینو نورو رسنیو سره کړې دي .

د نظر څرګندونه  د هرچا خپل حق دی خو دهغه د سالمیت او معقولیت په اړه قضاوت بیا په نورو خلګو پوري تړاولري .

سړی نشي ویلای چې ښاغلی ګيلانی او مجددي د کوم سالم تعقل له مخې  په افغانستان کې د بهرنیانو وجود  د بهرنۍ مداخلې د مخنیوي لامل بولي ؟

ایا خپله په افغانستان کې د امریکایانو موجودیت(اشغال) بهرني مداخله نه ګڼل کیږي ؟

  ایا د هغوئ له لوري د نورو هیوادونو په خلاف امنیتي اقدامات  په افغانستان کې د منطقوي پوځي رقابت زمینه نه مساعده وي ؟

ایا د هغوئ د دولس کلن موجودیت له امله  افغانستان د نړیوالو او سیمه ایزو استخباراتي شبکو د فعالیت په ډګر نه دی بدل شوی؟

هو!  دا سمه خبره ده  چې   د  بهرني اشغال  د موجودیت په صورت کې   په کابل ښارکې  د ښاغلي مجددي او ګیلاني   شخصي  امنیت  تأمین  او د دوئ  دلنګر اودفتر  مصاریف  د امریکايي  مرستو له حسابه  ترسره کیږي  ، مګر  هغوئ  خو دي  د کابل  له ښاره  بهر  په  ډیر نیږدي شاوخوا   میدان ښار ، لوګر، کاپیسا اوپروان   ولایتونو  کې  له هغو مظالمو، وحشتونو او  نا امنيو څخه  هم لیږ ځان خبر کړي  چې د  امریکايي یرغلګرو له لاسه  د دغو سیمو په  بیوزله  وګړیو هره شپه تیریږي .

حقیقت  دادی چې ښاغلی مجددي او ګیلاني   د  افغانستان   د دوو تجربه کاره سیاستوالو په توګه   په افغانستان کې  د امریکایانو په ټولو هغو مظالمو او وحشتونو  ښه خبردي چې د هغوئ له خوا  د افغانستان  دمظلوم ولس  په  خلاف تر سره کیږي ، خو  هغوئ ته  د ولس  تر کړاوونو  خپل   شخصي  مفادات  ډیر  ارجحیت لري ؛ همدا لامل دی چې  په افغانستان کې   د امریکایانو  په تل پاتي کیدو ټینګار کوي او د هغوئ  شتون  د افغانستان  د امنیت لپاره ضروري ګڼي.

له ډیره بده مرغه  سره له دې چې  د  ښاغلیو مجددي او ګیلاني   انتساب  د مسلمانانو  د دوسترو علمي او روحاني کورنیو  ته کیږي  ، خو د دوئ  کړنې او  اوسنۍ سیاسي هڅې  ټولې  د مسلمانانو او  د اسلام د مقدس دین   له اساساتو سره  په مغایرت کې دي ، ځکه   له کفارو سره موالات  او دهغوئ لوري ته هرډول  تمایل د اسلام په مقدس دین کې تر ټولو سخت  منهي عنه عمل دی چې  هیڅ مسلمان ته په هیڅ ډول شرائطوکې  دهغه  جواز نه ورکول کیږي  ، خو دغه ښاغلي   نه یواځې دا چې خپل  ورځنی ژوند  له  کفارو سره  دموالات مرهون بولي ،بلکې د هغه  ترڅنګ  په خپل ټول جدو جهد سره  په افغانستان کې  د امریکايي مصالحو  د اجرتي مدافعینو رول تر سره کوي  او له خپل جعلي روحانیت څخه په استفادې سره  مسلمانو افغانانو ته   له کافرانو سره  دمقابلې  په ځای هغوئ ته د تسلیمي  روحیه ور تلقین کوي .

خو د امریکايي مصالحو بي ضمیره مدافعین باید   داخبره درک کړي  چې  د بهرنیو اشغالګرو په مقابل کې  مقاومت کوونکي مسلمان افغانان  نور هغه  بي شعوره  او بي فکره  انسانان نه دي  چې لاهم  ستاسي  په شیادانه عباو قباء باندي  تیراستل شي  .

هغوئ نن  هر زوړ او ځوان ، ښځه او نر ستاسي اجنبي  پرستانه  مصنوعي  روحانیت  ښه  پیژندلی  او هریو درته په  صراحت سره داشعر زمزمه کوي چې:

بهر رنګی که خواهی جامه میپوش                      من از طرز خرامت میشناسم

———-

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د