
بګرام: د وژل شویو امریکایي عسکرو هویت څرګند شو
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د بګرام هوايي ډګر په چاودنه کې د وژل شویو امریکایي عسکرو هویت څرګند شو.
د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بګرام په هوايي ډګر کې د چاودني له امله ۲۰ کلن ټایلر آر لوبلټ (Tyler R. Iubelt) او بل ۳۰ کلن جون ډبلیو پيري (John W. Perry) وو چې د امریکا د کالیفورنیا ایالت څخه وو.
د تیري جمعې په ورځ د بګرام په هوايي ډګر کې دننه پر امریکایي ځواکونو هغه وخت چاودنه وشول کله چې دوی د زړو پوځیانو د تکریم په غونډه کې د ګډون لپاره را ټول شوي وه.
د پنټاګان په وینا په دغه چاودنه کې دوه امریکايي عسکر او دوه امریکايي قراردادیان ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شول.
پنټاګان د قراردادیانو هویت نه دی څرګند کړی.
شل کلن ټایلر د امریکا د الینوز په نامه ایالت د یوه کوچني کلي وو چې د ټولو اوسیدونکو شمېر یې ۶۴۰ تنه ښودل شوی.
دفوکس نیوز د خبر سره سم ټایلر په خپل کلي هر چا پيژندی او ټول په دې فخر کوي چې دوی هم د امریکا لپاره قرباني ورکړه.
د نوموړي د مکتب یوه ملګري ویلي « هیڅ څوک ګمان هم نه کوي چې زمونږ غوندي کوچني کلي څخه دي هم یو کس په افغانستان کې ووژل شي».
باید وویل شي چې ددغه برید مسؤولیت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اخیستی وو او ویلي وه چې ۶۷ امریکایانو ته په کښي مرګ ژوبله ورسیده.
نوموړي ویلي وه چې د برید لپاره یې له تیرو څلور میاشتو راهیسي پلان ترتیب کړی وو.
بل خوا د پروان ولایت د والي ویاند ویلي چې بریدګر طالب وو، خو څلور کاله مخکې د سولي پروسې سره یو ځای شو او بیا یې په بګرام هوايي ډګر کې دنده تر سره کوله.
د یادوني وړ ده چې د همدې برید په غبرګون کې امریکا په کابل کې خپل سفارت د مراجعینو پر مخ تړلی او د نیویارک ټایمز په وینا امریکايي چارواکي سربداله شوي چې په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو مصؤونه قرارګاه څرنګه په نښه شول.
د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو لویه او مصؤونه قرارګاه ده چیري چې امریکايي ولسمشران، وزیران او جګپوړي چارواکي تګ راتګ لري.