افغانستان

هلمند: د طالبانو له زندانه ۳۶ جنايي بندیان ازاد شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې په هلمند کې ولایت کې یې د طالبانو د یوه زندان څخه ۳۶ تنه بندیان ازاد کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بندیان د نهرسراج ولسوالۍ په شور سیمه کې د طالبانو په یوه زندان کې ساتل کېدل چې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ټول ازاد شول.
خبرپاڼې همداراز ویلي چې د طالبانو د زندان ساتونکي د چاپې پر مهال له سیمي څخه تښتېدلي دي چې له امله یې د عملیاتو پر مهال هیڅ چاته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم دولتي ځواکونو داسي ادعاوي کړي چې ګواکي د چاپو په ترڅ کې یې بندي عسکر او اربکیان د طالبانو له منګولو خلاص کړي دي.

د دې پيښي په اړه نن ټکی اسیا د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي سره اړیکه ونیوله، نوموړي د دې پيښي پخلی وکړ او ويې ویل چې په زندان کې په جنايي جرمونو تورن بندیان ساتل کېدل او ازاد شوي کسان هم ټول عام ولسي خلک دي چې د شخصي دعوو او جرمونو له امله بندیان شوي وه.

نوموړي زیاته کړه چې په خوشي شویو بندیانو کې دولتي عسکر نه وه، بلکي هغوی په محفوظ او ځانګړو زندانونو کې په جلا جلا توګه ساتل کیږي.

د غربي رسنیو او سرچینو په حواله طالبان په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه تر بل هر وخت زیاتي سیمي په خپل کنټرول کې لري چې په دغه سیمو کې یې زندانونه، محکمې، کلینکونه، مکتبونه او روزنیز مرکزونه هم جوړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x