
بېړنی خبر: په تورخم کې درنه جګړه روانه ده
نن ټکی آسیا: نن سهار وختې د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ تورخم کې بهرنیو ځواکونو ته د اکمالاتو لېږدونکو ټيلرو،کانټیرو او ټانګونو په یوه تمځي کې درنه جګړه پیل شوې.
د تورخم سیمه یېز امنیتي چارواکی د پېښي پخلی کوي او زیاتوي چې جګړه اوس هم روانه ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې وايي، چې په تورخم کې د اکمالاتي موټرو تمځي د دوی یو شمېر فدایي مجاهدین له درنو او سپکو، مقناطیسي بمونو، نارنجي بمونو ، ګرنیټونو او نورو ډول-ډول وسلو سره ننوتلي او جګړه یې پیل کړې. عیني شاهدان وايي، له سیمې اوس هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي، په فضا کې چورلکې او جیټ الوتکې پروازونه کوي او د موټرو له تمځي د اور او لمبو توخړي د ټول بازار فضا نیولې.
نور جزییات وروسته پر لېکه کېږي.