افغانستان

د فراهي ماشوم په اختطاف کې دولتي عسکرو لاس درلود

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): وړمه ورځ په فراه ولایت کې هغه شپږ کلن ماشوم «نوید» د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او بیرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو چې یوه میاشت وړاندې اختطاف چیانو تښتولی و.

د فراه ولایت چارواکي وايي چې د ماشوم د ژغورلو ترڅنګ یې هغه کسان هم نیولي چې نوموړی یې اختطاف کړی و.

که څه هم لا له وړاندې داسې ګومانونه وو چې د نوید په تښتولو کې د دولت امنیتي کسان لاس لري، خو د نیول شوو اختطاف چیانو د انځورونو له خپرېدو وروسته دا ګومانونه په یقین بدل شوي.

هغه خلک چې اختطاف چیان له نږدې پیژني په ټولنیزو پاڼو کې یې څرګنده کړې چې یو تن اختطاف کوونکی د فراه د مرستیال والي د شخصي ساتونکو له ډلې و.

دوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د اختطاف کوونکی پروسږ کلنی انځور خپور کړی چې په عسکري دریشي کې د رینجر تر څنګ ولاړ دی.

د سیمې اوسیدونکو دا هم ویلي چې هغه کور په کوم کې چې نوید ساتل کیده د فراه ولایت د ملي امنیت د تحقیق آمر «محمد داود» مربوط و چې فعلا یې خسرګنۍ په کې استوګنه درلوده.

تر دې وړاندې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې عامو خلکو شکایتونه کړي چې عسکر او اربکیان په غلا او سړي تښتونو کې لاس لري، چې په ځینو پېښو باندې دولتي چارواکو پخپله اعتراف کړی.

نوید چې له یوې میاشت راهیسې تښتول شوی و، وروسته له هغه یې دولتي چارواکو د موندنې هڅې ګړندۍ کړې چې په ټولنیزو پاڼو کې يې دردوونکې ویډیوګانې خپرې شوې او خلکو یې د پیدا کولو لپاره په طالبانو غږ وکړ.

ولسمشر اشرف غني نن سهار د نوید له پلار سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې له پېښې څخه تر خبریدو وروسته یې د فراه ولایت ملکي او نظامي مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د خوشې کیدو لپاره یې له ټولو امکاناتو ګټه واخلي. د ارګ د خبرپاڼې پر اساس ولسمشر همدا راز ویلي چې اختطاف چیان به په علني او عادلانه توګه محاکمه شي.

د فراه ولایت چارواکو تر اوسه د نیول شوو اختطاف چیانو د هویت په اړه څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x