افغانستان

د علماوو ټولنه: حکومت دې د علماوو د ساتنې کړنلاره واضحه کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د علماوو علمي ټولنې مشر مولانا عبدالصبور د دیني علماوو د پرلپسې وژنې او په وړاندې يې د حکومت چوپتیا په کلکه غندلې.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې تېره ورځ په نیمروز ولایت کې یو تن دیني عالم مولوي صلاح الدین په خپل کور کې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.

د افغانستان د علماوو علمي ټولنې مشر مولانا عبدالصبور په حکومت نیوکه کړې چې د دیني علماوو د هغو وژنو په اړه یې چوپتیا غوره کړې چې له څه مودې راهیسې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې رامینځ ته کیږي.

هغه په خپلې فیسبوک پاڼې څرګنده کړې چې دغه راز مبهمې پېښې په ټولنه کې تشویشونه ایجادوي او په وینا یې «دا نه د حکومت په خیر تمامیږي او نه د ملت».

مولانا عبدالصبور په حکومت غږ کړی چې د دیني علماوو د خوندیتوب لپاره ګامونه اوچت کړي او خپل موقف او د دې پیښو د مخنیوي کړنلاره دې ملت او علماوو ته واضحه کړي.

د افغانستان د علماوو علمي ټولنې مشر مولانا عبدالصبور د ورته پېښو په وړاندې د حکومت په خاموشۍ اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه د یو عالم قاتل هم نه دی نیول شوی او نه هم د حکومت لوړپوړو چارواکو دا پېښې غندلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هیواد دیني عالمان د نامعلومو کسانو لخوا په نښه کیږي. تر دې وړاندې په ننګرهار، سمنګان، هرات، روزګان، لوګر، پروان او نورو ولایتونو کې ګڼ دیني عالمان په مرموزه توګه وژل شوي دي.

په عین حال کې طالبانو هم په نیمروز کې د نوموړي عالم وژنه غندلې او دا یې د «اشغالګرو او هغوی د مزدورانو» کړنه بللې. د طالب ویاند قاري یوسف احمدي په وینا د دیني عالمانو د وژنې هدف دا دی چې د اسلامي ټولنو د ګمراهۍ په لار کې خنډونه له مینځه یووړل شي.

مولوي صلاح الدین موحد د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «احیاء العلوم» مدرسې استاذ، د «مدني مسجد» خطیب او د نجونو د «فاطمه الزهراء مدرسې» مدیر و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

څه زورور اوپوه علمادی چه حکومت یی دملحدینوپه ، غلو او قاتلانو او خو پرستو اوکفارو په لاس کی دۍ دوی هم ځانته عالمان وایی عوام یی په سپینو کالواو میکفوخطایستلی دی دقرآن ناخبره دی ژربه دخپل رب حضورته دجواب دپاره حاضر سۍ

موحد

رښتیا هم ډیره حیرانونکی ، زه په اماراتو کی ووم چه د جمعیت اصلاح یو مشر غړی سره مخ شوم ، هره پدیده په اوله کی ستونزمنه وی چه وارزول شی ، جمیعت اصلاح هم ځان تر نورو په اسلام او هیواد پالنه کی تر نورو دمخه یا یواځنی په اسلامی خوځښت ګڼلو او په مونږ یی هم منلو ، زه هم ورته خوشاله او به نیک فال می نیولی وو یعنی دوی هغه څوک دی چه هیله یی کیږی زمونږ د هیلو غوټی به ورسره وسپړل شی . تر دی چه کابل ته ولاړم او د دوی د مرکزی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x