نظــر

ګل خان د باچاخان په کور کي نن او پرون

سمیع الله صافی

ایمل خان د باچاخان کړوسی او د اسفندیارولی زوی، وروستی څرګندوني چی واضح یی ویلی چی پاکستانی دی، افغان یی قوم دی خو افغانی نه دی او ورسره یی زیاته کړې که افغانستان پر پاکستان حمله وکړي نو مونږ به د پاکستان دفاع کوو او زیاته یی کړه چی دا خبره می مشر ( اسفندیار ولی یی هدف وو) هم جلسه کی کړی. دې څرګندونو افغانستان کی زیات خلګ را وپارول او ډیرو فیس بک او نورو ټولنیزو رسنیو کی لیکل وکړل، چی یو له هغو ډاکټر فیض ځلاند وو، فیض ځلاند لیکنه کی همدا خبره کوی چی د باچاخان په کور کي ګل خان پیدا شو. (ګل خان یو داسی پښتون خیالی کرکټر دی چی پنجاب او پنجابی ګټو ته ژمن وی او د پنجاب په غلامی قانع وی.) خو سوال دا دی چی ایا دا لومړی ګل خان دی د هغو کورنیو کی؟ ایا اجمل خټک د پاکستان پارلمان کی نه وو ویلی چی پاکستان ورته لومړیتوب لري؟ د شپون صیب خاطرات کی یی لږ ولولی. شهید داود خان د باچاخان پر سر د پاکستان سره وخوړل خو همدا باچاخان بیا نه وو ویلی چی که مونږ پښتونستان تر لاسه کړو، نو د چا احسان راباندی نسته. داود خان د کی جی بی په لومه کی کتاب کی دا موضوع تفصیل لوستلای شی.

نو ایا باچاخان او اجمل خټک ګل خانان نه دی؟

کله چی افغانانو پاکستان ته هجرت وکړ نو ولی خان په مشری د هغوی ګوند کوشش ونه کړ چی افغان مهاجر باندی سختی راشي او افغانانو باندی یی ورځ نه وه بده کړی؟

همدا څو کاله وړاندي چي د اسفندیار ولی او نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا حکومت وو روزانه به سلګونه افغانان پیښور کی پولیسو نه شکول؟ زه هلته وم روزانه به یی افغانان وړل، وهل، بی عزته کول او پیسې به یی ورڅخه اخیستلې. ټولنیزو رسنیو کی هغه قضیه ټولو ولیدله چی یو افغان ماشومه لور د تداوي لپاره پیښور ته وړی وه، خو پولیسو وهلی، بی عزته کړی او ټولې پیسې یی ور څخه اخیستی او سړی یی بیرته نامیده را شړلی وو، د همدې نیشنلیانو ګوند په حکومت کی دا هر څه کیدل. نو ایا یواځی ایمل خان ګل خان شو؟ که یی پلار هم ګل خان وو؟

مهم سوال دا دی چی له کومه وخته نیشنل پارټی د پاکستان په سیاست کی داخله سوې د افغانیو لپاره یی د تشو شعارونو بغیر څه کړې؟ دپښتنو لپاره یی څه کړې؟ د همدې نیشنل پارټی د حکومت په دور کي د خیبر پښتونخوا پښتانه د پنجابی فوج تر ظلمونو لاندي دل نشول؟ د دوی حکومت څه وکړل؟ د اسفندیار ولی میرې او ماما په میډیا کی عام ونه ویل چی هغوی د پښتنو پر سره پیسې اخیستی او پښتانه یی خرڅ کړي وه؟ نو ایا اوس یواځی ایمل چی خبره یی په سپینو ټکو وکړه ګل خان شو؟

واقعیت دا دی چی د سرحد هاخوا پښتنو سیاستوالو همیشه د افغانانو څخه استفاده کړې، هم یی بر او هم یی کوز پښتانه دوکه کړي او خپلي ګټی یی په ساتلي خو نه یی د بر او نه یی د لر پښتنو لپاره څه کړې. دې خلګو همیشه خپل ځانونه د همدې قومي سیاست په نوم ساتلي خو په اصل کي د پنجاب د ای ایس ای غلامان دی. افغانانو ته په کار ده چی نور د عقل څخه کار واخلي او په دی بی ضمیرو او خرڅ سوو قومی سیاستمدارانو دوکه نشي. دې خلګو خو ان د کوزي پښتوانخوا پښتنو د اعتماد هم د لاسه ورکړی ځکه خو یی د ایالاتی شورا کی هم ۵ فیصده چوکی ونه ګټلې. نو مونږ ته څه ضرورت دی چي هر وخت یی پر مخ د ارګ دروازې خلاصي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x