افغانستان

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ته تر ۲۰۱۷ ادامه ورکوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د جرمني حکومت ویاند رسنیو ته ویلي چې دوی به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ته د کال ۲۰۱۷ تر پایه ادامه ورکوي.

نوموړي ویلي چې دغه پریکړه د صدر اعظمي انجیلا میرکل کابینې کړې، چې وروسته به پارلمان ته د تصویب لپاره لیږل کیږي.

جرمني دغه پریکړه په داسي وخت کې کوي چې تېره اونۍ په مزارشریف کې د دغه هیواد کونسلګري د طالبانو له لوري استهداف شوه او په ترڅ کې زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د طالبانو په وینا یو شمېر یې د کونسلګري کارکونکي وه، خو جرمني او افغان چارواکي دا خبر ردوي.

طالبانو ویلي وه چې د جرمني کونسلګري یې وروسته تر هغه هدف وګرځول کله چې ورته معلومه شوه چې په کندز کې د ولسي وګړو پر کورنو د برید تر شا د جرمني ځواکونو لاس وو.

جرمني د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ناټو ځواکونو مشري په غاړه لري، زیات شمېر عسکر یې په مزارشریف کې پاته کیږي خو ۱۵۰ عسکر یې په کابل کې هم میشت دي.

د جرمني حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی ۹۸۰ عسکر به په افغانستان کې خپل مشورتي، همکاري او روزنیز ماموریت ته دوام ورکوي.
باید وویل شي چې اوس مهال په افغانستان کې د رسمي شمیرو سره سم د ناټو سازمان اړوند ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر میشت دی چې ددوی په وینا یوازي د دولتي ځواکونو په روزنه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x