ولسمشر غني به څوک استیضاح کړي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

له څو ورځو راهیسې ولسي جرګې د وزیرانو د استیضاح کولو لړۍ پیل کړې چې تر اوسه یې اوه تنه د کلنۍ پرمختیايي بودیجې د لیږ مصرفولو له امله سلب اعتماد کړي دي. دا بیله خبره ده چې د ولسي جرګې د دې هڅې تر شا د چا لاس دی او د څه لپاره د ګډ حکومت تازه بشپړه شوې کابینه بیرته کنډوه يي؟.

ظاهرا ولسي جرګه د وزیرانو د سلب صلاحیت لامل د هغوی له لوري تر پنځه اویا سلنې کمه د بودیجې لګول ښیي. دا پرځای اقدام دی چې په یوه نظام کې مسؤل چارواکي د خپلو نیمګړتیاوو له کبله مجازات شي ، مګر خبره دا ده چې دا مجازات ولي یوه په یوه له وزیرانو پیل شول؟

ځکه د ملي یووالي حکومت اداري جوړښت خو ټول لکه د اوښ بدن کوږ او کړوپ دی، له حکومته رانیولې تر پارلمان ، مشرانو جرګې ، سترې محکمې ، بهرنیو سفارتونو، ولایتونو او … ټول په بي کفایتي او اداري فساد کې تر ککرۍ ډوب او د نړیوالو سروې ګانو له مخې په هر تخلف او نیمګړتیا کې یاد حکومت لومړي مقام خپل کړی وي. که چیري ولسي جرګه د حکومت د مقننه ځواک په توګه واقعا هم مقصر وزیران د خپلو نیمګړتیاوو له کبله سلب صلاحیت کوي نو بیا خو باید د حکومت اجرائیه او قضائیه ځواک هم په ورته اقدام لاس پوري کړي تر څو ولس ډاډه شي چې واقعا حکومت په مجموع کې اصلاحاتو ته ژمن دی.

د بیلګې په توګه که له ولسمشرغني څخه د حکومت د مشر په توګه وپوښتل شي چې تا د خپل حکومت په دوه نیمې کلنې مودې کې یواځې د هغو کارونو په اړه یې چې تا یې د تحلیف د مراسمو په مهال له ولس سره ژمنه کړې کوم یو عملي کړی د ده ځواب به څه وي؟. ایا ولسمشر له دې نه دی خبر چې د ده د حکومت له راتګ سره په هیواد کې امنیتي وضعیت کوم حد ته رسیدلی؟

ولي د ولایتونه مراکز یو په بل پسي د سقوط په درشل کې دي ؟

ولي خپله د معتبرو سروي ګانو د ارقامو پراساس پنځه شپیته سلنه جغرافیه د حکومت له واکه وتلي؟

ولي په یوه میاشت کې یواځې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر ۳۰۰۰ تنو ته رسیږي؟

ولي په سلګونو زره ځوانان د بیکاري له وجې هیواد پریښودو ته اړیستل کیږي؟

ولي د اختلافاتو لړۍ تر ارګه رسیږي او ولسمشر او مرستیال یې یو د بل پرخلاف ګواښونه کوي ؟

ولي تنظیمي ټوپکمار او غیرمسؤل افراد د هیواد په شمالي سیمو کې ولسي وګړي په مرګ ګواښي؟

دا او په زرګونو نورې داسې ناخوالې دي چې د ولسمشر غني د مشرتوب په مهال یې تر پخوا زیاته وده کړې او ولس یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

ایا څوک شته چې ښاغلی غني د خپلو دغو زرګونو نیمګړتیاوو له وجې استیضاح او د مقصر راتلو په صورت کې یې سلب صلاحیت کړي؟

ځکه د نوموړي تنصیب خو د افغانستان د اساسي قانون له محدودې بهر د داسې مراجعو له لوری شوی چې په هغوی باندې د افغانستان د اساسي قانون موادو پلی کول غیر مرعي الاجراء دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

دا ډیر غوره عنوان دی چه [ غنی به څوک استیضاح کوی ]
ځواب : اشغلګر ( جان کیری ) به یی استیضاح او طالبان به یی د نجیب په شان په دار ځړوی