افغانستان

په تورخم کې د نننۍ جګړې وروستی حال

نن ټکی آسیا: هغه جګړه چې نن سهار وختې د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ تورخم کې بهرنیو ځواکونو ته د اکمالاتو لېږدونکو ټيلرو،کانټیرو او ټانګونو په یوه تمځي کې پيل شوې، تر څلور ساعته دوام وروسته پر څه باندې ۹ بجې پای ته ورسېده.

طالبان وايي، بريدونه د دوی د درې تنو سرتېرو مجاهدينو (امير صاحب سعید محمد د ننګرهار، قاري صاحب سلیم د غزني او استاد مسرور د هلمند ولایت اوسيدونکي لخوا تر سره شول او ښکېل لور ته يي درانه د سر او مال زیانونه واړول.
د طالبانو ویاند ښاغلي مجاهد نن ټکی آسیا ته په را لېږلې، خبرپاڼه کې د جګړې د وروستیو جزیاتو په باب کاږي: په ياده څلورساعته نښته کې چې په سپکو او درنو وسلو د سمبالو فدايي مجاهدينو لخوا په خورا ځيرکتيا او تاکتيک سره انجام شول، د دښمن دوه مهم هدفونه يې له منځه يوړل ، لومړی هدف چې د اکمالاتي موټرو تر ټولو ستر تم ځای بلل کيده په ټوليزه توګه له منځه يوړل شو، د برید نه مخکې ياد تم ځای ته په لسهاوو ميقناطيسي ماينونه د ننه کړل شوي وو چې ټول په عراده جاتو پورې په خورا مهارت نښنول شوي او بیا د برید په مهال يو يو منفجر کړل شول، په دوهم هدف چې د بهرني او کورني دښمن ګډ هستوګن ځای وو هم مخامخ فدايي بريدونه وشول چې د سپکو او درنو وسلو په ګوزارونو سره دښمن ته په خوب خونو، پيره دار خانو، نظام قراول او برجونو کې درانه د سر زیانونه واوښتل، تر اوسه پورې د کره شمیرو له مخې چې له سيمې نه تر لاسه شوي ،مجموعا (۱۰۲) لوي ټانکونه، (۲۲) له پوځي وسائلو ډک کانټينر، (۱۴) د تيلو ډک ټانکر، (۴۸) بار ټيلر او په ډير ګڼ تعداد کې نور نظامي نقلیه وسائط او مهمات له منځه لاړل، د وروستيو معلوماتو له مخې په ياده څو ساعته نښته کې ګڼ شمير بهرني يرغلګر او کورنۍ مزدوران يې هم قتل او ټپيان شوي دي.
ديادولو ده چې دې ته ورته برید په (2013-09-02 ) نېټه هم په دې سيمه کې د بهرنيو قواوو پر مرکز(شيراز کمپ) او د موټرو پر تم ځاى ترسره شوی وو چې هغه مهال هم په لسګونه موټر په کېسوځيدلي ګڼ شمير يرغلګر او مزدور عسکر پکې وژل شوي وو.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x