alquds

د یهودانو په پارلمان کې د ښکلی اذان غږ اوچت شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): په فلسطین کې د غاصبو یهودانو په پارلمان کې دننه یوه فلسطیني وکیل ښکلی اذان وکړ او بیا یې مسنونه دعا هم پوره کړه.

وکیل چې «طالب أبو عرار» نومیږي، اذان یې احتجاجا وکړ، ځکه چې د یهودانو پارلمان په دې وروستیو کې یو قانون تصویب کړی د کوم له مخي چې به په قدس شریف کې د لمانځه لپاره اذان نه کیږي. دغه قانون تر اوسه عملي شوی نه دی او لا په قانوني مراحلو کې دی.

د کتونکو په باور کچیري دغه قانون عملي شي، بیا به تنها د قدس شریف په عامو مساجدو کې اذان باندي بندیز نه وي، بلکي د مسلمانانو په لومړۍ قبله او دریم مقدس مسجد الاقصی کې به هم په لاوډ سپيکر کې پر اذان بندیز لګول کیږي.

ددې لپاره چې وویل شي چې په اسرائیل کې ډیموکراسي ده، په پارلمان کې یو شمېر عرب وکیلان هم وجود لري چې د عربي وګړو نمایندګي کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د