افغانستان

پاکستاني طالبان: د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژنو

نن ټکی آسیا: پاکستاني طالبانو د دغه هېواد له حکومت سره د سولې هر ډول خبرې اترې رد کړې او وايي، تر هغه به جګړه کوي، ترڅو په پاکستان کې شرعي نظام حاکم شوی نه وي.

د پاکستاني طالبانو اوسنی مشر ملا فضل الله په دې ګروهه دی،چې پاکستان هم د افغانستان په څېر د امریکا تر مستقیم ملاتړ او اشغال لاندې دی او د چارو واګې یې د هغوی په لاس کې دي، ځکه نو دوی ورسره هر ډول مذاکرات او جوړ-جاړی رټي.
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د پاکستان د تېرو حکومتونو په شان اوسنی هم د امریکا ګوډاګی، د ډالرو وږی او کمزوری دی.
ښاغلي شاهد ویلي د وی هېڅکله د ډیورنډ استعماري کرښه په رسمیت پېژندلې نه ده او نه به یې وپېژني، نوموړي ویلي چې پر دغه ټکي ورسره افغان طالبان هم یوه خوله دي.
نوموړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي،چې پاکستاني چارواکو تېره ورځ یو ځل بیا له طالبانو سره د مذاکراتو د پيلولو خبر ورکړ، دوی ژمنه وکړه چې تر هغو به بریدونه نه کوي،څو چې مذاکرات یوې پایلې ته نه وي نږدې شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x