نظــر

د ټرمپ حیرانوونکې کامیابي

احمدشاه راشد

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا نوماند ډونالد ټرمپ او د ډیموکرات ګوند لخوا نومانده هېلري کلېنټن، د دواړو ګوندونو نوماندانو د 19 میاشتو سختو انتخاباتي مبارزو وروسته د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا نوماند ډونالډ ټرمپ وکولای شول، چې په داخل د امریکا او نړۍ کې د خلکو د توقع خلاف یې د سپېنې ماڼي واک تر لاسه کړ، هېلري کلېنټن، چې دده سیاله وه د انتخاباتي مبارزو په جریان کې د اټکل له مخې د ټرمپ نه مخکې معلومېده خو د انتخاباتو د کېدلو وروسته یې خپله ماتې ومنله خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه او د ګډ کار غوښتنه یې ترې وکړه او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې ډونالډ ټرمپ د امریکا منتخب ولسمشر دی او حمایت ترې وکړي خو بیا هم تقریبا په 25 ایالتونو کې خلکو د ډونالډ ټرمپ پر ضد مظاهرې وکړې، چې اوس هم روانې دي.

ټرمپ ځوک دی:

ټرمپ په 1946 م کال کې د نیویارک ایالت په یوه شتمنه کورنۍ کې پیدا شوی دی. د کورنۍ د شتمنۍ سره سره له ده نه هیله کېده، چې د خپل پلار په شرکت کې د ټېټې کچې کارونه ترسره کړي خو مخکې له دې، چې د خپل پلار په شرکت کې په کار کړلو شروع وکړي له خپل پلار نه یې د یو مېلیون ډالرو پور په اخستلو سره د ملکیتونو سودا ګري شروع کړه او کله، چې په 13 کلنۍ په ښوونځي کې په ناسمه رویه شروع وکړه. نو بیا په یوه فوځي اکاډمۍ کې داخل او د پنسلوانیا پوهنتون په وارټن پوهنځۍ کې ېې زده کړې وکړې، د پوهنتون له فراغت وروسته یې د خپل پلار د شرکت ټولې چارې په خپل لاس کې واخستې او نوم یې ورته د ټرمپ بنسټ غور کړ،ټرمپ درې ځله واده کړی، له لومړۍ مېرمنې (ایوانا) څخه درې اولادونه لريډونلډ جونیور، ایوانکا (34کلنه) او اریک (32کلن))له مارلا ميپلز څخه یوه لور (22 کلنه تیفاني) او له اوسنۍ ملانیا څخه یو زوی (بارون) چې 10 کلن دی، لريټرمپ 8 لمسیان هم لريد ټرمپ یوه لور (ایوانکا) چې 34 کاله عمر لري، د ده له نورو اولادونو څخه ډېر شهرت لريایوانکا په لومړیو کې ماډله وه، خو دا مهال د ټرمپ بنسټ کې د پېر او پلور او د کاري پراختیا د مرستیالې اجرائیوي مشري په غاړه لري نوموړې د دغې دندې تر څنګ د ټرمپ ټلویزیوني پروګرام کې هم کار کاوه، چې په خپل نوم یې بازار ته یو شمېر بوټان هم راباسلي ووایوانکا د نیویارک آبزرور ورځپاڼې له چلوونکي (جارد کوشنر) سره واده کړی دی هغه له واده وړاندې یهودۍ شوې دهایوانکا درې بچیان لري. اریک د ټرمپ درېیم زوی دی، چې 32 کاله عمر لرينوموړی هم د ټرمپ بنسټ کې کار کوي او همدا راز په ویرجینیا ایالت کې د خپل پلار د شراب جوړونې د یوې کار خونې مشري هم په غاړه لري.چې اوس د نړۍ میلیاردر دی نوموړی نه تنها په امریکا او اروپا کې تجارتي کارونه کوي بلکې په آسیایی هیوادونو کې هم په لوړه سویه سره تجارت کوي په ممبیي، سنګاپور، استانبول او فلیپین کې سوداګریز مارکیټونه او هوټلونه خو په ځینو ځایونو کې یې قمار ځایونه هم جوړ کړي دي، ښاغلی ټرمپ خپل ډير وخت په تجارتي کارونو سره تېر کړې دی نوموړی وروسته په 1987م کال کې ویلي وو، چې د ولسمشرۍ لپاره به ښايي ځان کاندید کړي، او ان د 2000 کال په سیالیو کې يې د ریفورم ګوند د یو نوماند په توګه برخه اخیستې وه. له 2008 م کال وروسته د بېرتر غورځنګ یو نامتو غړی شو خو نوموړي د 2015 م کال د جون په میاشت کې رسما اعلان وکړ، چې په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کوم.ده ووېلې، چې موږ داسې کس ته ضرورت لرو چې زموږ هېواد یو ځل بیا په یو ستر هېواد بدل کړي ده وېلې، چې دا وړتیا زه لرم او نه غواړم، چې پیسې راټولې کړم نو وروسته له دې ښاغلي ټرمپ خپله انتخاباتي مبارزه پیل کړه چې د نومبر میاشت په 8 مه نېټه د امریکا 45 منتخب رئیس جمهور شو.

ایا ټرمپ به هغه وعدې، چې د ټاکنیزو سیالیو په وخت کې یې کړې دي هغه به عملي کړي:

ټرمپ په دې مشهور دی چې د چا خبره پر ځان نه پرېږدي، ډېرې تندې خبرې کوي او آن اوس چې ولسمشر هم شو “بې پروا” غږېږي.تر دې شعار لاندې چې “امریکا به بیا ستره کړو” ، ټرمپ یو ناندره ییز کمپاین وچلاوه او ژمنه یې وکړه چې د امریکا اقتصاد به پیاوړی کوي، د امریکا د متحدو ایالتونو او مکسیکو ترمنځ پولې په اوږدو کې به یو دیوال جوړوي، او په لنډمهاله ډول به د امریکا متحدو ایالتونو ته د مسلمانو کډوالو پر راتګ بندیز لګوي “ترڅو چې زموږ د هېواد استازي معلومه کړي چې څه پېښېږي. ټرمپ د ټاکنیزو سیالیو په ترڅ کې د کډوالو په اړه سختې خبرې کړې وې او اوس یې اعلان وکړ، چې کله د جمهور رئیس په صفت خپل کار شروع کړم هغه دوه الی دری مېلیونه ناقانونه کډوال چې په امریکا کې استوګن دي هغه به یا له امریکا وشړم او یا به یې زندان ته واچوم، چې اوس مهال په امریکا کې 11 مېلیونه ناقانونه ګډوال ژوند کوي ده زیاته کړه چې هغه 8مېلیونه نورو په اړه به هغه وخت تصمیم ونیسو چې څه وخت پولې خوندي او حالت عادي شي. د مسلمانانو په اړه یې د ټاکنیزو سیالیو په وخت کې ویلې وو، چې په نړۍ کې د تروریزم او افراطیت سره اړیکه لري، که رئیس جمهور شوم د امریکا څخه به ټول مسلمانان وباسم او د امریکا دروازې به د مسلمانانو په وړاندې وتړم، چې ددې خبره په کړلو سره د امریکا د سیاسونو د سخت غبرګون سره مخامخ شو.

د افغانستان په اړه د ټرمپ نظر:

د ټاکنیزو سیالیو په وخت ښاغلي ټرمپ ویلي وو چې کله رئیس جمهور شي د افغانستان نه به خپل ټول سرتیري وباسم مونږ باید خپل هېواد ته توجه وکړو، افغانستان باید پرېږدو، په افغانستان کې ډېرې خطرناکې او بوږنوونکې پېښې روانې دي، افغانستان زمونږ لپاره یو ستر ناورین دی، په افغانستان کې زمونږ زرګونه پوځيان له منځه ولاړل، په افغانستان کې په بیلیونونو ډالر مو مصرف کړل، حال دا چې مونږ قرضداره یو، باید په افغانستان کې د تجهیزاتو، پیسو او پوځیانو د مصرف پر ځای باید مونږ خپله سرمایه په خپل هېواد کې مصرف کړود ټاکنیزو سیالیو مخکې ښاغلي ټرمپ د یوه نړیوال تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې افغانستان ته د طالبانو راتګ حتمي دي ځکه طالبان د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې استوګن دي.

د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې او په دې اړیکو د ټرمپ اغېزې:

امریکا د روسیې سره 210 کلنې سیاسي اړیکو مخینه لري، چې په اوس وخت کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یو څه ترېنګلې شوي دي د ایران او شمالي کوریا د اټومي وسلو د جوړولو په مخنیوي کې هم دواړه هېوادونه د یوه نظر درلودونکې نه وو، چې کله په عربي نړۍ کې د عرب پسرلي تر نامه لاندې لومړۍ په تونس کې د مظاهرو او د حکومتونو د پرزولو لړۍ شروع شوه، چې وروسته ورپسې مصر، بحرین، یمن او سوریې ته یې هم لمن پراخه شوه په سوریه کې د بشارالاسد د واک د لرې کېدو لپاره د سوریې په اکثریت ښارونو کې مظاهرې وشوې، چې وروسته په سوریه کې د بشارالاسد د پلوي ځواکونو او د مظاهره چیانو ترمنځ جګړه شروع شوه، په سوریه کې د بشارالاسد په واک کې د پاتې کېدو لپاره ورسره ایران او روسیه مرسته کوي او امریکا ورسره مخالفت کوي، چې له 2014 م کال نه وروسته امریکا او روسیې په سوریې کې هوایي بمباری د داعش او د بشارالاسد د مخالفینو باندې شروع کړي دي، چې تر اوسه پورې په سل ګونو زره کسان وژل شوي او د دوه مېلیون څخه زیات مهاجر شوي دي.ټرمپ وویل که رئیس جمهور شوم د روسیې سره به اړیکي عادي کړم او هغه تهدید او چلېنج، چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي په ګډه مبارزه وکړو.ټرمپ بارک اوباما د اسلامي دولت بنسټګر یاد کړۍ و. او هېلري کلېنټن یې شریکه وبلله، کله چې د اسلامي دولت په نامه ډلې د عراق او سوریې په سرحد کې خپل موجودیت اعلان کړ. د نړۍ له ګوټ ګوټ نه ورسره خلکو بیعت وکړ په ډیر کم وخت کې د عراق او سوریې زیاتې سيمې لاندې کړې او په زیاته اندازه نظامي وسایل یې هم لاس ته راوړل، چې د افغانستان په شرقي ولایتونو کې هم داعش د موجودیت اعلان وکړ، چې اوس هم د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې حضور لري. د داعش د منځته راتګ نه ایران او روسیه په ویره کې دي او داسې خبرونه خپاره شول، چې د طالبانو پخوانۍ مشر روسیې ته سفر کړی و. او اوس وخت کې هم ازادي رادیو داسې خبر خپور کړ، چې د طالبانو نوي مشر روسيې ته سفر کړی نو په دې وروستیو کې د روسیې او ایران تمایل د طالبانو طرف ته ډیر شوی تر څو په افغانستان کې د داعش مخه پرې ونیسي. او امریکا هم د داعش د ځپلو ادعا کوي خو د ټرمپ دا خبره، چې بارک اوباما د اسلامي دولت بنسټګر دی دا په ډاګه کوي، چې داعش په کم وخت کې څرنګه وکولای شول چې په عراق او سوریه کې دومره زیاتې سیمې لاندې کړي حتما په منطقه او نړۍ کې په لوړه کچه همکاري ورسره کیږي. ټرمپ د روسیې سره ښې اړيکې او متقابله همکاري غواړي او روسیه د داعش د حضور نه په ویره کې ده او د داعش ختمول غواړي او د ټرمپ له خبرو نه هم داسې معلومیږي چې د داعش موجودیت په نړۍ کې نه غواړي نو داسې معلومیږي چې دا یوه ګډه پروژه د بارک اوباما او اسرائیلو وه نوره په نړۍ د ختمېدو په حال کې ده

ټرمپ ولې انتخابات وګټل:

د 2008 کال نه وروسته دوه ځل پرلپسې د ډیموګرات ګوند نوماند بارک اوباما وکولای شول، چې انتخابات وګټي هغه چې کومې وعدې ورکړې وې هغه ونشو کولای چې هغه وعدې تر سره کړي لومړی دا چې د امریکا اقتصادي وضعیت به وده وکړي، د بېکارۍ کچه په ټیټه کړي، چې په لومړی دوره د بېکارې کچه یو څه راټیټه شوله خو په دویم دور کې بیا د بېکارۍ کچه مخ په لوړېدو شوه په افغانستان او عراق کې به جګړې ته د پای ټکی کېږدي بلکې په عراق او افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسېده د سوریې په جګړه کې هم امریکا ور داخله شوه او د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، چې په زرګونو عسکر زخمي او مړه شوي او په بېلیونو مالي مصارف یې شوي. په امریکا کې د وسلو د حمل او نقل جواز او په دې وروستیو کې د مرګونو پیښو منځته راتلل، چې د امریکا عام خلک یې ډیر په تشویش کې کړي دي، د نژاد پالل،په سیاست کې د نارینه بهتري په ښځه باندې، د کلېنټن د ایمیلونو افشا کېدل، د لږکیو توکمونو د رایو تر لاسه کول، زیات عمره کسانو د اکثریت رایو تر لاسه کول او د ځوانانو د رایو تقسیم،د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د واضح پالیسۍ شتون ځکه ښاغلۍ ټرمپ د نړۍ په سطحه یو کامیاب تجارت پېشه دیاو دوه ځلې پرلپسې د ډیموکرات ګوند لخوا انتخابات ګټل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x