غنچه وځلېده

pink-rose-fairyزه او مستانه صاحب دمشاعرې په نيت پېزو ته روان شوو. دشپې تر 1:00 بجې مشاعره وه سهار د پروفېسر عبد الرحيم مجذوب سره دلېدلو په پلمه نورنګ ته روان شوهلته مو شاعر عمر دراز مروت پېدا کړ . په هوټل کښې مو حلوه وخوړه.

وروسته د مجذوب صاحب کور ته ولاړو او خوندور مجلس مو ورسره وکړ. عمردراز صاحب مو په نورنګ کې پريښو مونږ د لکی سېمې ته د پروفېسر رحمت الله درد لېدلو ته روان شوو .

له دروند هر کلی سره مخامخ شوو .

ماښام چې مو لمونځونه وکړل په مېز باندې کتابونه او مجلې وي کتابونه مې کتل. يو کتاب دمېز په يو کونج کې پروت وو راوامې خېست چې پرې لېکلې وو ( وايه خوب به څنګه راشې) او ورسره غنچه پښتنه نوم لېکلې وو. پېل مې په سرېزه باندې وکړخو کومه دحېرانتيا خبره نه وه ولې چې زمونږ په ټولنه کې دخويندو زړۀ ته ډېر کم کتل کېږي او خپلې جبرې خبرې پرې تپل کېږي خو غنچې خور دا کمال کړی دی. چې خپل حال ئې دشعر په ژبه وړاندې کړی او ټول هغه خويندې او وروڼه چې دداسې هټلرې رويې ښکار کېږي خبر کړي.کتاب له مې درد صاحب څخه وغوښت رائې کړ

مستا نه صاحب ته مې دکتاب حال ووايه . هغه هم مثبت نظر درلود . کور ته ورسېدم وخت مې ورته پېدا کړ او په کتاب مې ښه زړۀ يخ کړ .

دغنچې شاعري ځکه پاکه او پخه ده چې ټوله شعري ټولګه ئې الهامې او دزړۀ له درده لېکل شوې ده . هسې ئې په مغزو په خپل خوښه ټکې ندې جوړ کړی.

غنچې خور خو له کوچنېتوبه تر خدای ورکړی جانان ټول حال او دخپل زړۀ په درد وروڼه او خويندې خبر کړل اودخپل ژوندپه خپله خوښه دتېرولو اودخپلو خبرو دتائيد لپاره ئې  د اسلام دسپېڅلی لارښود او دخېر البشر ځېنې تحفې هم راته ښودلی دي .چې باېد عمل پرې وکړو . غنچې نه يواځې خپل جانان له لاسه ورکړ بلکه دخپل کور خوشحالې او دمور   پلار هغه مېنه چې اولاد په غېږ کې ونيسې او په تندی ئې ښکل کړی داهر څه په اوبو لاهو کړل او اوسنی ژوند به ئې ترمرګه پوري هر ورځ ، هر لحظه د تېرو خوښيو په ياد کې له ځنکدن سره لاس او ګريوان وي . ځکه چې مېنه يوه معمولې خبره نده او نه دانسان په وس پوره ده چې مېنه له چا سره وغواړی وکړی او چې زړۀ ئې نه غواړی نو مېنه دې نه کوي . نه يوازې زمونږ خوېندي دغنچې په ګډون له زورزياتې سره مخامخ دي بلکه ډېر ځوانان وروڼه هم همداسې درواخله چې خُله هم نسې چوله کولائ . نو ولی په کوچنتوب کې راته مور او پلار د ( موسی جان ، ګل مکۍ = آدم خان ، درخانۍ  = مومن خان ، شېرينو ) نکلونه کول چې په اورېدلو به مو کله کله وژړل .

او چې بېا به شپه راغله نو په زاريو به مو بل نکل غوښت. او بېاموهم نه  پرېږدي چې مېنه وکړو دا مېنه خو زما په واک کې نده مېنه خو انسان ته لوی څښتن ورکوي او فرمائې چې تاسو دواړه ما يو دبل لپاره پېدا کړي ياست . نو مونږ پښتانه خو هم دهغه خدای بنده ګان يوو ولې دلوی څښتن دحکمونو څخه سر غړونه کوو.

زما چې کله اول ځل سترګې خوږې شوي نوڅه وخت وروسته مې داڅلوريزه مې ليکلې وه .

خلق انتظار وو زمونږ دمېنې توازن ته

زه چې په کوم وخت دخپل جانان په مقابله وم

ماچې زړۀ هم ورکړ دی په سترګو منندوی شو

ده چې اقرار وکړ زه درې ورځې په سجده وم

دغنچې خور  ښه پاکه ، درنه ، خوږه ، ژوره او پښتنه شاعرې ده. غنچه د مينې پلوي کوي  ځکه خو ئې شعرونه دپښتونولی بنسټېز احساس په ولولو راولي.

زما په خپله په همداسې خوېندو وروڼو باندې ډېر زړۀ دردېږي . زه فکر کوم دغنچې پښتنې د کتاب (وايه خوب به څنګه راشی) پيغام زما لدې څلوريزي سره سمون خوری .

غمونه دردونه په هر سړی اوس ډېر دي

غم دجانان نه وي داسې غم ته مخه ښه

دهر افغان په خولهُ بس دا يوه خبره

رڼا ته ښه راغلاست او تورتم ته مخه ښه

او په پائ کې بښوونکی څښتن ته دعا کوم چې نور دې دانسان زړۀ په ځانګړی ډول په پښتني ټولنه کې نه آزارېږي او غنچې شاعری خور ته هم دتل لپاره ښه صحت ، خوشحاله ژوند او پېاوړې آدبې حوصله غواړم .

په درنښت

محمد ظاهر خان ( حق پرست )

غزنی افغانستان

حال : ټانک پښتونخواه

10 / 12 / 2010

Email: [email protected]



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.