نړۍ

شمالي وزیرستان: د پاکستاني پوځيانو پر کاروان موټر بم برید ۵ پوځيان وژلي او ۴۳ ټپيان دي

د شمالي وزیرستان مير علي سیمه کې په کجهوري پوسته د پاکستاني طالبانو لخوا په يو موټر بم حمله کې ۵ پوځيان وژل شوي او ۴۳ نور ټپيان دي.د رسنيو له قوله یاد برید چاودیدونکو توکو ډکې لارۍ په واسطه شوی چې له امله یې کجهوري پوسته په مکمله توګه ويجاړه شوه او ټوله سیمه دچاودنې له امله ولړزیده. ویل کيږي چې ټپیان د بنو پوځي روغتون ته وړل شوي دي. له پيښې وروسته پوځيانو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو پلټنه يې پیل کړې. د رسنیو له قوله د انصار المجاهدین په نوم ډلې د یاد برید مسؤولیت منلی او دا يې د حکيم الله محسود د وژل کيدو کسات بللی. پاکستاني رسنۍ د انصار المجاهدين ډلې ویاند ابو بصیر له قوله وايي چې تر څو بې پېلوټه بریدونه روان وي،دوی پر پاکستاني پوځيانو خپلو حملو ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x