نظــر

زه وايم

ليکوال: عبدالمالک همت

په دې وروستيو کي د اسفنديار ولي زوی او د خان عبدالغفار خان کړوسي ايمل خان نومي ويلي دي چي:” دی پاکستانی دی، افغان يې قوم دی، خو افغانی نه دی“. او زياته کړې يې ده چي:” که افغانستان پر پاکستان حمله وکړي، نو موږ به د پاکستان دفاع کوو“. او دايې هم وويل چي” دا خبره مي مشر (اسفنديارولي) په يوه جلسه کي هم کړې ده“.

د دغه ناسياله پښتون د دغو خبرو په اړه زموږ زياتو خلکو ډول ډول خبري او نيوکي کړي او ليکلي دي. خو زه وايم چي هرڅوک حق لري چي خپل فکر او نظر ـ البته د د ديني، اخلاقو او انساني اقدارو په محدوده کي ـ څرګند کړي. يوازي خو دغه د پاکستان د شناختي کارډ درلودونکی ايمل خان له افغانيته نه دی اوښتی، بلکي ډېر افغانان په ډول ډول نومونو هم له افغانولۍ او هم له اسلامولۍ څخه اوښتي او مرتد سوي دي. هغه کسان چي ځانونه افغانان بولي خو د خپل فرهنګ اصلي او عمده جز يې چي اسلامولي باله سي پرې ايښی وي دا نو بيا کله افغانان باله سي؟

په هر صورت زه وايم چي زه افغان يم او کلک مسلمان . هر ځای چي مسلمان او افغان دی زما ورور، د زړه ټکور او د سترګو تور دی. خو زما وطن هم لر او هم بر افغانستان دی. زه د دې خپل اسلامي هيواد د دې دواړو خواوو د لوېشت لوېشت او د خپلو لرو، برو پردين او وطن مينو خلکو د فرد فرد سره زښته زياته مينه لرم. زما د دين، خلکو، وطن او فرهنګ(ثقافت) سره چي هر څوک دښمن او بدي غوښتونکی دی، امريکايي دی، پاکستانی دی، افغان دی او که ايرانی او بل څوک ټول مي دښمنان بولم او پر وړاندي به يې د خپله وسه سره د مړيني تر ګړيه ډغري وهم. زه د نورو پر خاوره باندي په هيڅ ګون تېری نه کوم او همدغسي پر خپله خاوره باندي د نورو تېری همپه مرګ نه منم. خو لر او بر افغانستان چي دوی يې يوې خواته افغانستان او بلي خواته پښتونستان يا پښتونخوا وايي زما د پلرونو او نيکه ګانو ميراث دی. دا تاريخي افغانستان د حضرت حاجي ميرخان نيکه رحمه الله او لوړ درشل احمدشاه بابا رحمه الله او نورو لويانو، مشرانو، ديني عالمانو او روحانيونو او د هغو سره ملګرو جنګياليو او اتلو افغانانو په جهادونو، غزاوو، زيارونو، سرښندنو او سرو وينو جوړ سوی دی. زه که د خپلي عقيدې، فرهنګ، دودونو، هيواد او خلکو ننګه او دفاع ونه کړم، نو د مسلمانۍ او پښتونولۍ دعوه به پر څه او څنګه کوم. زه لوی څښتن سبحانه ته دعاکوم چي ماته د خپل سپېڅلي دين اسلام، خپلو مسلمانو خلکو او خپل اسلامي هيواد په لار کي د شهادت مړينه راپه برخه کړي، نه د بړستني مړينه.

تاريخونه وايي کله چي خدای بخښلي حاجي ميرويس خان نيکه رحمة الله عليه خپل وطن له ګرګين او ايرانۍ واکمنۍ څخه وژغوری، نو يې په يوه وينا کي وويل: هر پښتون چي د آزادۍ دا نعمت نه خوښوي ايران ته دي ولاړ سي. خو وروسته چي بيا احمد شاه بابا رحمة الله عليه د شاه ولی الله دهلوي رحمة الله عليه د خدای په پارونو او په ليکلې بلنه چي کاپي يې زما په کتابتون کي خوندي ده مرهټی ( د مرهټه پنامه د هندوانو یو لوی جګړه مار قوم) وواهه او د ډيلي تاج او تخت يې خپل کړ، نو يې امر وکړ چي په جګړه کي نيول سوي کسان (اسيران) يو – يو د ده مخي ته تېر کړي. ده ته چي به يې اسير ودراوه، ده به پوښتنه ځني وکړه چي هندو يې که مسلمان؟ که به يې وويل چي هندو يم خوشي به يې کړ، خو که به مسلمان وو، وبه يې ويل چي مړ يې کړئ. دا سزا يې دغو تش په نامه مسلمانانو ته له دې امله ورکړه چي د ده او نورو هندي مسلمانانو په مقابل کي د مرهټي هندوانو سره درېدلي وه.

موږ به هم ان شاء الله کله چي خپل د هيواد لره خوا د امريکايي نيواکګرو څخه د رشتيانيو مسلمانو افغانانو په ايمان او مړانه وژغورو بيا به که خدای کول بر افغانستان د ځان کوو( موږ د خپل هيواد بري خوا ته د پښتونستان يا پښتونخوا نومونه نه منو) . هر کله چي مو بر افغانستان د پنجابي ښکېلاک څخه آزاد کړ. که ايمل خان غوندي بې پښتو ساکښان پنجاب ته تښتېدلي وه، هلته دي اوسي او که مو اسير کړل وبه ګورو د حضرت احمدشاه بابا قانون پر پلی کړو که بل څه په وکړو. الهي دغسي ورځ راولې چي دغه ناسيال پښتانه هم ښه مسلمانان سي او هم ښه افغانان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x