ټکنالوژي

لمر ته یو زغلنده نظر!

قاري احسان

یو له هغه علومو نه چي د الله دمعرفت تر بل هر څه ښه دلیل کېدای سي، هغه هم علم فلک دی، د علم فلک دایره ډیر پراخه او وسیع ده، په دغه علم کي هر هغه څه شامل دي چي د زمکي نه پورته په فضا کي وجود ولري. هغه که لمر وي، او که سپږمۍ، ستوري وي، او که کهکشان، دهر یو په حالاتو او خواصو چي انسان ځان پوه کړي، نو به ووايي چي واقعا ددې لپاره یو داسي پیداکونکی او خالق ذات وجود لري، چي تر هر څه بالا، لوړ او خود مختار دی.

که موږ یواځي دلمر څه مختصرو حالاتو باندي نظر واچوو، نو دا به ومنو چي روښتیا ددې کائناتو پیداکونکی الله رب العزت واحد او مقدس ذات دی، دداسي کائناتو پیدا کول د لوی رب نه ما سوا دبل چا کار نه دی. راځوئ چي په لاندي کرښو کي دلمر څه مختصر حالات ځان ته معلوم ګړو.

اول به دا وپيږنو:

دلمر قطر 1392000 کیلومتره دی.

او دزمکي قطر بیا په متوسط ډول 12740 کیلومتره ښودل سوی دی.

دلمر مساحت 11880 ځله دزمکي تر مساحت لوی دی، چي مجموعه يي 510 ملیونه کیلومتره مربع ته رسیږي.

او دلمر حجم 1300000 ځله دزمکي تر حجم غټ دی، چي مجموعه يي 1083 ملیار کم مکعب کیږي.
دلمر دمینځ (نس) تودوخه 20 ملیونه لوړه درجه ده.

او دزمکي هغه بیا شاوخوا 3000 درجو ته رسيږي.

دلمر په مرکزي نقطه کي بیا دتودوخې اوچتوالی 000 15400 درجو ته لوړ ښودل سوی دی.

او دلمر پر مخ هم دتودوخي 6000 درجو ته رسیږي.

لمر دزمکي نه 150 ملیون کیلومتره لېري والی لري.

په لمر کي 73٪ هیدروجین hydrogen (1، H).
او 25٪ هیلیوم Helium (2، He) عناصر وجود لري.

ددې پېږندل هم اړين دى.

سپږمۍ په یوه ثانیه کي 18 کیلومتره مصافه وهي، زمکه بیا 15 کیلومتره او لمر 12 کیلومتره مزل کوي.
او روښني په یو ثانیه کي 299,792,458 متره مزل کوي، چي 300,000 کیلومتره کیږي.
دسپږمۍ نه چي روښني را جدا سي، تر زمکي پوري په یوه ثانیه او یو ثلث کي رارسیږي. ځکه روښني تقریبا ۳ ملیونه کیلومتره مصافه مزل تقریبا په یوه ثانیه کي کوي.
sun-and-earth-2
بالعکس دلمر روښني بیا په 8 دقیقو کي تر زمکي پوري رارسیږي، یاني چي دلمر نه روښني را جدا سي نو زمکي ته چي را رسيږي پوره اته دقیقي وخت نسي.

دلمر نه وروسته له موږ نه لیري ستوری، هغه (بروکسیما سنتوري) ستوری دی، دا له زمکي 40 زره ملیار کیلومتره (40000000000) لیري دی.sun-and-earth-1

خو دا دومره لوړ ارقام چي فلک پوهان يي تصور هم نه سوای کولای، ډیر مشکل ول چي په ارقامو کي دي حساب کړل سي، دا داسي مثال لري لکه چي یو څوک له کوره تر مدرسي پوري مصافه په ملی مترو سره نافه وي.
نو بیاءا فلکي علماو کیلومترونه په کلونو سره واړه ول، دا هغه مصافه ده چي په یوه زمکني کال کي پوره کیږي ، یاني 9000 ملیاره کیلومتره.

دلته بیا دزمکي نه 82000 ملیاره کیلومتره ليري د (سروس) په نامه یو ستوری هم موجود دی، یاني کومه رڼا چي ددې ستوري موږ په سترګو ګورو، هغه رڼا له دغه ستوري نه پوره 9 کاله وړاندي را جدا سوي ده.
نو ځکه موږ ویلی سو چي دا ستوری له زمکي نه ۹ کلونه ليري والی لري.

یو بل ستوری دی چي نوم يي دچرګي لکۍ (Cygnus) دی، هغه بیا له زمکي نه 1500 کلونه واټن لري، یاني موږ چي دا ستوری اوس وينو، دا 1500 کاله مخکنی شکل يي دی.

قاري احسان
2016-11-16

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x