شعـــــرونه

لیونیه، غزل

هلال، مهاجر

څه ښکلا او څه سینګار یی لیونیه
لکه ګل لکه ګلزار یی لیونیه

ستا ځواني لکه نښتر د سترګو توره
کټ مټ هو بهو چنار یی لیونیه

ګلابونه او غاټول درته عاجز دي
ته دحسن یو سالار یی لیونیه

چا ته درد چا ته دوا چا ته درمل یی
چا ته جوړ د سترګو خار یی لیونیه

په میړانه دي هزار ځل افرین شه
د غیرت یو دنګ منار یی لیونیه

زما زړه زما زړګې په تاودان دی
زما د سوي زړه قرار یې لیونیه

دغه خلک ستا په قدر څه خبر دي
د جنت د حورو هار یې لیونیه

څوک به ښه او څوک به بد درپسې وایي
د هلال د مینې یار یی لیونیه
ــــــــــــــــــــ

۱۴۳۸، دصفر۱۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x