نظــر

سيسي… د فرعونانو پر پل

د جولايي په درېيمه مصري پوځ منتخب جمهور رئیس ډاکټر محمد مرسي له واکه ګوښه کړ او پر ځای يې د مصر قاضي القضات عدلي منصور د لنډې مودې لپاره جمهور رئیس وټاکه. هغه کشمکش چې د روڼ اندو(!) امريکايي ایجنټانو او اسلامپالو تر منځ و، یوې نوې مرحلې ته داخل شو.

مصر کې د اسلام او فرعونیت تر مينځ د ربړو پيل :

د حق او باطل دغه کشمکش څه نوی نه دی، بلکې ددې پيل د حضرت موسی علیه السلام او د فرعون له وخته شوی دی او وخت پر وخت د حق او د باطل تر منځ سختې جګړې شوي دي.

مصر کې د اسلام او فرعونیت د کشمکش دوهمه مرحله :

دا مرحله هغه وخت پيل شوې، کله چې ډاکتر جمال عبدالناصر په کال ۱۹۵۴ز کې د “نحن أبناء الفراعنة” يعنې موږ د فرعون اولاد یو، شعار سره د ظلم او ستم یو نوی باب پرانیست. جمال ناصر بې ساري اسلامپال مشران په شهادت ورسول او زندانونو ته يې واچول.  د شهیدانو  له جملې مشهور  مشران  شهید سید قطب، شهید محمد فرغلي او قانونپوه شهید عبدالقادر عوده دي. د ظلم دغه سلسله د حسني بارک تر پرځېدو (۲۵ جنوري ۲۰۱۱) پورې روانه وه، چې  بالآخره د یو ستر ولسي انقلاب په ترڅ کې پای ته ورسېده.

له ولسي انقلاب وروسته مرحله:

له انقلاب وروسته په مصر کې ټاکنې ترسره شوې، ډاکتر مرسي  خپل مخالف ته ماتې ورکړه او د مصر جمهور رئیس وټاکل شو، د مرسي د ټاکنې کال لا پوره نه و، چې د دفاع وزیر او پوځ مشر عبدالفتاح السیسي د امريکا او د کفري نړۍ په خوښه په ډاکتر مرسي کودتا وکړه. سیسي په دې اعتراف وکړ، چې کودتا د امريکا په غوښتنه او خوښه ترسره شوه. د کودتا ستر لامل همدا ګڼلای شي چې په مصر کې د اسلامپالو له راتګ سره په منځني ختیځ کې د امريکا او اسرائیلو د موخو او اهدافو تر منځ مرسي یو لوی خنډ و. امريکا او اسرائیلو هيڅکله نه غوښتل چې یو اسلامپالی دې د مصر ولسمشر وي او ددوی د اهدافو تر منځ دې خنډ وي، ځکه يې له پخوانیو ملګرو وغوښتل چې په مرسي کودتا وکړي.

مرسي د مصر لومړی منتخب جمهور رئیس:

په مصر کې له ټاکنو وروسته ډاکتر مرسي د ۱۳میلیونو او ۳۰ زره څخه زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره د مصر د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو. مرسي خپل مخالف احمدشفیق ته، چې د حسني مبارک په دوره کې لومړی وزیر و، د پوځ او نورو بهرنیو ادارو ملاتړه برخمن هم و، سخته ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې ډاکتر مرسي د ټاکنو په لومړي پړاو کې د حسني مبارک د دورې لومړی وزیر احمدشفیق، د بهرنیو چارو وزیر عمرو موسی (نوموړی د عرب لیګ عمومي سرمنشي هم تېر شوی) د نړیوالې اتومي انرژۍ پخواني مشر محمد البرادعي او احمدين صباجي ته  ماتې ورکړه. په دوهم پړاو کې د مصر له قانون سره سم په ناکامو کاندیدانو کې تر ټولو زیاتې رایې وړونکی احمدشفیق و.

له ټاکل کېدو وروسته د مرسي د وينا مهم ټکي:

دا چې تاسو پر ما اعتماد او باور وکړ، ماته مو د ولسمشرۍ ویاړ راپه برخه کړ، ددې دا مانا نه ده، چې زه له تاسو غوره یا بد یم، بلکې زه ستاسو په څېر یو شخص یم، که چېرې زه په سمه روان وم، زما مټې قوي کړئ او مرسته راسره وکړئ، که غلطي مې وکړه ما اصلاح کړئ. تاسو به تر هغه زما اطاعت کوئ، چې تر کومه زه د الله او د هغه د رسول اطاعت کوم، که مې د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني وکړه، نو زما اطاعت مه کوئ. ښاغلي مرسي په خپله وینا کې زیاته کړه، چې په مصر کې به له ټولو طبقو سره یو ډول سلوک او رویه کیږي. په دې اړه به د مسلمانانو یا عیسایانو، د ښځو یا نارینه و تر منځ څه فرق ونه کړای شي.

د ډاکتر مرسي وینا د خلفاءِ راشدینو او پينځم خلیفه عمر بن عبدالعزیز له لومړيو ویناګانو سره یو ډول وه.

ډاکتر مرسي د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون څخه په انجینرۍ کې دکتورا ترلاسه کړې او د څه مودې لپاره يې په دغه پوهنتون کې د استادۍ دنده هم ترسره کړې. داکتر مرسي همدا راز قاهرې پوهنتون کې استادي کړې. مرسي له ولسمشرۍ مخکې د آزادۍ او عدالت ګوند (اخوان المسلمین) غړیتوب هم درلوده.

له ولسمشرۍ وروسته د مرسي ځينې د یاد وړ کړنې:

په قاهره کې خپرېدونکې یوې ورځپاڼې راپور خپور کړی، چې ډاکتر مرسي له  ټاکل کېدو ورسته دولت څخه نه تنخوا اخيسته او نه هم د دولت لخوا د ولسمشر لپاره ځانګړي کور کې اوسېده. نوموړی په خپل پخواني کور کې د تېر په څېر اوسېده.
مرسي همدا راز  پولیسو او استخباراتو ته امر وکړ، چې  په مصر کې دننه د سفر پر مهال دې هيڅ تیاری ونه کړي او نه دې هم کومه لاره بنده کړي. مرسي همېشه په دې ټینګار کاوه چې ولسي خلکو ته څه تکلیف ونه رسیږي.
مرسي په دولتي تاسیساتو کې د خپل انځور پر ځای د الله نوم ولګاوه.

په نړیواله کچه د مرسي د پام وړ کارنامې:

لومړۍ: د فلسطین ستونزه يې په لومړيتوبونو کې وګڼله، همېشه يې ویل، چې دا یواځې د فلسطینیانو ستونزه نه ده، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ ستونزه ده، ځکه چې هلته د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، نوموړي همېشه له اسرائیلو په کلکه غوښتنه کوله چې په فلسطینیانو دې ظلم او تشدد نه کوي.

دوهم: د غزې د اقتصادي محاصرې د ختمولو لپاره هڅې:

رفح نومې لاره چې د مصر له سرحد سره واقع ده، یواځینۍ لاره ده، چې غزه له نورې نړۍ سره نښلوي، حسني مبارک په خپله دېرش کلنه دوره کې د امريکا او اسرائیلو د خوښې په خاطر دغه لار د فلسطین پر مخ بنده کړې وه. له همدې امله فلسطین په خورا زیاتو اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل و. ولسمشر ډاکتر محمدمرسي په لومړڼي ځل له موقعې په استفادې سره دغه لار د فلسطین پر مخ خلاصه کړه، چې له اقتصادي پلوه کمزوری فلسطین مخ په وړاندې لاړ شي. مرسي د فلسطینیانو د تګ راتګ لپاره لاره هواره کړه، چې په پایله کې په لکونو فلسطینیان مصر ته د تجارت لپاره په تللو بریالي شول.
کله چې پوځ کودتا وکړه، دغه لار بيا وتړل شوه.

درېيم: ډاکتر مرسي د فلسطین د دوه سترو ګوندونو تر منځ سوله وکړه، دواړه يې دې ته  وهڅول چې خپلمنځي اختلافات ختم او د اسرائیلو په خلاف ګډ کار پیل کړي. د مرسي د هڅو  په نتیجه کې حماس او الفتح چې له څو کلونو راهيسې په خپلو مینځو کې په جنګ اخته وو، سره پخلا کړل او دې ته يې تيار کړل  چې د اسرائیلو په خلاف ګډ کار وکړي.

څلورم:
د ۲۰۱۱ز جنورۍ د ستر انقلاب د مقاصدو د تر لاسه کولو په موخه يې نوی اساسي قانون تیار او نافذ کړ. مرسي دا کار په دې مقصد وکړ چې د حسني مبارک پاتې شونې د انقلاب د موخو په منځ کې خنډ نه شي.

پينځم:  په واکمنې کورنۍ يې بندیز ولګاوه، چې له ملي شتمنیو څخه څه ونه اخلي. د حسني مبارک په دوره کې واکمنې طبقې دا واک درلوده، چې له ملي شتمنیو څخه په خپله خوښه پیسې واخلي. د یوې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ پخواني دیکتاتور حسني  مبارک له بيت المال څخه ۷۰ میلیارده ډالر ويستي او په لويديزو هېوادونو کې يې جمع کړي وو. لیکن! ډاکتر مرسي خپل روا حقوق او حتی تنخوا هم نه اخيسته او دې سلسلې ته  يې د پای ټکی کېښود.

شپږم: د الجزیرې ټي وي د راپور پر بنسټ مصري ولس چې د دوه وخته ډوډۍ لپاره د امريکا احتیاج وه، ددغه ذلت د پای ته رسولو لپاره یې په پراخه کچه غنم او غذايي مواد تیار کړل.

اوم: د الجزیرې ټي وي د راپور په اساس د مصر د اقتصاد د قوي کولو لپاره  يې د سویز په سیند کې د کښتیو د جوړولو لړۍ پیل کړه، له دغې پروژې څخه په راتلونکو لس کلونو کې له ۳ میلیارده ډالرو څخه تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پورې د پيسو د راتګ توقع کېدله.

اتم: د ترکيې او قطر په مرسته په مصر کې د کارخانو جوړول هم د مصر په اقتصاد اغېز وکړ، چې دا يې هم لوی اقدام و.
د جمهور رئیس ډاکتر محمدمرسي له دې کارنامو څخه وروسته دده مخالفینو کاندیدانو احمدشفیق، عمروموسی او محمدالبرادعي د مرسي په خلاف ګډ اتحاد وکړ، له دوی سره د مصر او د نړۍ ټول سیکولر ډلې يوځای شوې. د سیکولرو یواځینۍاساسي موخه د حسني مبارک دیکتاتوري نظام بېرته په مصر کې قایمول وو.

د مرسي پر ضد ځينې مهم استعمال شوي وسايل:

۱- د مرسي مخالفینو – چې د بهرنیو هېوادونو، په سر کې د امریکا او اسرائیل مرسته او کومک ورسره و- څه اقتصادي ستونزه يې نه ليدله، په سلګونو خلک يې په کرايه په تحریر څلور لارې کې راټول کړل، دوی دا غوښته، چې مرسي دې له واکه لرې شي.
یوه خبره چې یادونه يې ضروري بولو دا ده چې د مصرۍ ورځپاڼې “جریدة الیوم” د راپور په اساس په تحریر څلور لارې کې چې کوم خلک سیکولرو په کرايې راټول کړي وو، دوی کې زیات شمېر ښځې وې، چې په مظاهرو کې شته نارینه و پر ډېری ښځو جنسي تېری وکړ.
ددې تفصیلات په مصريو او بهرنیو ورځپاڼو کې هم راغلي وو. یوه مشهوره امریکايي ژورنالستې پیراه لیډ  PARAHLAD}] په خپل راپور کې وویل چې  د تحریر څلور لارې یو اعزاز دادی چې د یو داسې لوی انقلاب شاهد و، چې د حسني مبارک د دولت د پرځېدلو سبب شو، خو ددغه څلور لارې ستره بدنامي دا وه، چې د مرسي په خلاف مظاهرو کې په ځوانو نجونو جنسي تېري وشول، چې یوه په کې ۲۲ کلنه هالنډۍ ژورنالسته هم وه. په دغو مظاهرو کې په درې ورځو کې له ۱۰۰ څخه زیاتو ښځو سره جنسي تیری شوی و.
د مصر سیکولر کړیو ته د امریکا، اسرائیل او د مصر ګاونډيو هېوادونو لخوا ورکړل شوو  وسایلو او پيسو څه کمی نه و،  په زرګونو خلک يې په کرایه په تحریر څلور لاري کې راټول کړل، دوی دا غوښتنه  کوله چې مرسي دې له څوکۍ لرې شي او په پای کې همداسې وشول، پوځ او د مصر بې دینه کړۍ سره یوځای شوې، د  مصر منتخب ولسمشر ډاکتر مرسي يې د ولسمشرۍ څوکۍ نه لرې کړ. د مرسي په ملاتړ بیا په لکونو خلک سرکونو ته راووتل، د سیکولرو پرېکړه يې رد کړه، د ولس، پوځ او بې دینو کړیو تر منځ کشمکش یوې نوې مرحلې ته داخل شو.

۲- د مرسي په پرځولو کې د ځينو ګاونډیو عربي هېوادونو کردار:
 د مصر ځينو همسایه عربي هېوادونو د مصر د منتخب ولسمشر په خلاف پوځي کودتا کې میلیونونو، بلکې په میلیاردونو ډالر خرڅ کړل، دوی دا صرف ددې لپاره کول چې د مصر ستر انقلاب اثر ددوی په هېوادونو ونه غورځيږي.  د عربي هېوادونو مشرانو د ډاکتر مرسي په خلاف کودتا  ستایلو کې هيڅ د شرم احساس ونه کړ، تر دې پورې چې د شام دیکتاتور مشر بشار الاسد چې تر دې مهاله دده د لاسه د سوريې سرکونه او کوڅې د سوريايي ولس په وینو سرې دي، هم  د مصر پوځي کودتا وستایله.

۳- ګاوڼډي عربي هېوادونو د مرسي مخالفینو ته پنځه میلیارده ډالر ورکړي وو.
د الجزیرې نړیوال تلویزون د راپور په اساس د مصر ګاونډی هېواد د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی جنرال عبدالله مسفر ددغه اقدام  په خلاف احتجاجا خپله وظیفه او ددغه هېواد تابعیت پريښود او ددې انکشاف يې کړی، ویلي يې دي چې د مصر ځينې ګاونډیو هېوادونو عبدالفتاح السیسي او د مرسي مقابلې ته ولاړ اپوزیسون محمد البرادعي، احمد شفیق او عمرو موسی ته ۵ میلیارده ډالر ددې لپاره ورکړې، چې د  مصري ولس انقلاب خلاف استعمال شي او هغه څه چې مصري ولس غوښتل تر لاسه نه شي. دا ډالر له هغو جلا دي چې سیسي او ملګرو ته د اسرائیلو او امریکا لخوا د خپلو ایجنټانو په توسط ورکول کیږي.

۴- د مصر ګاونډي هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزیر ۱۰ میلیونه درهم د ډاکتر مرسي مخالف ژورنالستانو او ددوی نماینده ګانو باندې ووېشلې، څو د مرسي او اخوان خلاف درواغجن پروپاګند  وکړي او ولس او نړۍ ته يې ناکام معرفي کړي.
همدا ډول ځينو ګاونډیو هېوادونو نامتو، خو سیکولر ژورنالستان سره راټول کړل، دوی ته يې خورا زیاتې پیسې ورکړې، چې د مرسي خلاف او د سیسي ډلې په طرف تبلیغات وکړي. له دې جملې عمر ادیب، خیري رمضان او احمد قندیل د یادولو دي.

عبدالفتاح السيسي سره د اسرائيلي پوځ د مرستې ښکاره ثبوت:

۱- لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه، چې د مصر دې فرعون العصر امريکايي اخبار واشنګټن پوسټ ته څرګند اعتراف کړی و، چې د ډاکتر مرسي پر ضد اصل محرک امريکا او اسرائيل وو. د همدې هېوادونو د ډاډ له امله موږ د مرسي پر ضد اقدام وکړ، چې د اسرائيلو د موخو ساتنه وشي.

۲ –  بل ثبوت دا دی، چې د ډاکتر مرسي د پلويانو پر ضد چې کومه وسله کارول شوې، پر هغې څرګند made in Israel ليکل شوي.

۳ – د اسرائيلو تلوېزيون نمبر۱ په “يومان” پروګرام کې چې ايالاحسون يې وړاندې کوي، يوه عربي چارپوه عودېر غرانوت او نظامي چارپوه بارشادوم ول. ايالاحسون د پروګرام په پيل کې وويل :  تاسو ته معلومه ده، چې د حسني مبارک په وخت کې مصري پوځ سره له مصري ولسه پټې مرستې کېدلې او دا رابطه د مصر د استخباراتو مشر عمر اديب جوړوله، خو اوس له السيسي سره په ښکاره مرستې کيږي، څه لامل دی؟ بادشاروم وويل، که له هر اسرائيلي پوځي نه پوښتنه وکړې، نو ځواب به دا وي، چې د السيسي د مرستو مثال نه پيدا کيږي او نوموړی زموږ اصل اتل(hero)  دی.

دا چې موږ مخکې واضحه کړه چې د دې ربړو پيل له هاغه فرعونه شوی، چې په سورة يونس کې ياد شوی، الله جل جلاله فرمايي : و إن فرعون لعال في الأرض و إنه لمن المسرفين. و جاوزنا ببني اسرائيل البحر فأتبعهم فرعون وجنوده بغيا وعدوا حتى اذا ادركه الغرق قال  آمنت أنه لا إله إلا الّذي آمنت به بنو اسرائيل و أنا من المسلمين.

د فرعون له دې انجامه وروسته ديکتاتور جمال عبدالناصر او اوس اوس حسني مبارک په ۲۵ د جنورۍ په ورته انجام به منځه لاړل، لرې نه ده چې اوسنی فرعون سيسي هم په همدې انجام اخته شي.

ان شاءالله

لیکوال: مسیح الله مصلح

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x