نظــر

کله چې نظام اختطاف ګر شي . . .

حبیب مجاهد

قاتلان،داړه ماران او انسان تښتوونکي مو شاید په فردي شکل لیدلي وي، د داړه مارانو او اختطاف ګرو بانډونه او ډلې مو هم شاید اوریدلې او لیدلې وي. مګر دا به مو د تاریخ په اوږدو کې کله هم نه وي اوریدلي چې له اختطاف ګرو ، قاتلانو او داړه مارانو څخه جوړ نظام په کوم هیواد حاکم شوي وي.

زموږ هیواد خورا ډیر تاړاکونه ولیدل، دلته د انګریز له غلامانو نیولې بیا د روس تر غلامانو پورې بیلابیل ډوله خلک واک ته ورسیدل. مګر موږ که د تاریخ پاڼې راواړوو داسې نظام په کې نه شو موندلی چې د حکومت عسکر او امنیتي ځواکونه دې په منظم ډول د اولس د ماشومانو په اختطاف، د تجارانو په تښتولو او بیا د پیسو په مقابل کې د پریښودلو تر حده په جرم او جنایت کې غوپه شوي وي.

د ماشوم او بې غرضه عامه وګړو په مورد کې عاطفه او د رحم چلند یوه انساني غوښتنه ده. که سور کافر هم وي شاید د بې وسه او بې دفاع ماشوم په وړاندې یې عاطفه راوپاریږي او سختی ورسره ونکړي. خو راشئ د دموکراسۍ او مدني نظام شعاربازانو ته چې د انسانیت د چوکاټ په ماتولو سره یې د ظلم، قتل او اختطاف داسې تاریخ جوړ کړ چې انسان یې په اوریدلو ګبڼۍ نیسي.

د لړم د میاشتې په ۲۲ مه نیټه رسنیو خبر ورکړ چې په فراه کې سړي تښتوونکو د نوید په نوم د هغه پنځه کلن ماشوم ویډیوګانې خپرې کړي دي چې څو اونۍ وړاندې یې تښتولی و. تښتوونکو دغه ماشوم په یوه څاه کې اچولی، لاسونه یې ور تړلي او بیا په داسې حال کې چې ماشوم په ډیر بدحالت کې ژاړي، له مور او پلاره د خلاصون غوښتنه کوي او په تړلیو لاسونو د ډوډۍ خوړلو هڅه کوي اختطاف ګرو ترې عکاسي کړې او بیا یي په دې خاطر نشر کړې چې کورنۍ یې د پیسو ورکولو ته وهڅوي.

ددغه ماشوم ویډیوګانې په مخه راغلې مګر باور وکړئ چې هسې د ویډیو د تصویر په لیدو یې ولړزیدم او له هرڅومره تلوسې سره مې دا جرئت ونه کړای شو چې په ویډیو کلیک وکړم او ویې ګورم.

آخر وحشت او قساوت هم یو حد لري.د ظلم هم یوه اندازه وي چې تصور او اندازه یې کیدلی شي. دا کوم ډول ظلم او قساوت دی.چې له پنځه کلن ماشوم سره یوازې د څو پیسو په خاطر ترسره کیږي.

له پیښې څو ورځې وروسته رسنیو وویل چې د ماشوم د اختفاء ځای موندل شوی . ماشوم روغ رمټ ترلاسه شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی. مګر رسنیو دا خبره هم رابرسیره کړه چې ماشوم په هغه کور کې موندل شوی چې د فراه د ملي امنیت د تحقیق د شعبې د مشر محمد داود ملکیت و.

دغه راز د ماشوم د تښتوونکو له جملې چې کوم کسان نیول شوي له انځورونو یې ښکاري چې یو تن یې د فراه د مرستیال والي ساتونکی دی.

دغه پیښه او دې ته ورته د اختطاف د نورو پیښو په اړه ویل کیږي چې ټولې د دولتی کسانو په مستقیم مشارکت ، همکارۍ او ملاتړ ترسره کیږي. ځکه د افغانستان په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي تر اوسه د ماشوم تښتولو یا اختطاف کومه پیښه نه ده رامنځته شوې. اما د دولت تر واک لاندې ساحاتو خصوصا ښارونو کې روزانه دغه ډول پيښې رامنځته کیږي چې له دې جملې په کابل،جلال اباد، هرات او ځینو نورو مهمو ښارونو کې د انسان تښتولو حوادث یو مخ زیات شوي دي.

دې وضعیت ته په پام سره هر څوک پوهیږي چې دغه پيښې د دولتي کسانو په مستقیم مشارکت ترسره کیږي او له لویه سره واکمن رژیم اختطاف ګر او د قتل او غصب غوندې د تښتولو په پيښو کې هم شریک دی.

تردې وړاندې چې واکمن رژیم د ځمکو د غصب تاریخي ریکارډ جوړ کړی. په فساد او اختلاس کې یې نړیواله قهرماني ګټلې،په بداخلاقې او رسواییو کې یې هم نړیوال نوم ګټلی اوس داسې ښکاري چې حکومتي مجرم چارواکي دا ځل یو مخ د انسانیت له پټلۍ ځان غورځوي او د ماشوم تښتولو جنایت ته یې هم په پراخه کچه لاس اچولی.

د معصومو ماشومانو تښتوونکي پولیس، اربکیان او د ملي امنیت او اردو ټوپکیان دې خبر وي چې دغه موضوع خورا حساسه او د عاطفي اړخ درلودونکې ده چې هیڅوک به یې ورسره ونه زغمي. او بیا که یې ددې زمانې سخت زړي انسانان وزغمي. الله تعالی هغه قهار او عزیز ذوانتقام ذات به ضرور ددغه ظلم حساب درسره وکړي او ډیر زر به مو په خپل قهر معذب او د فرعونیت له ګدۍ رانسکور کړي. ځکه الله تعالی ظلم نه زغمي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

سور یهود ئې را وست دکابل په تخت ئې کیناوو // اوس دمیکدې حرامي دې انجام ته څه وائې……؟ دغه شعر مې ځکه ولیکه او بدل مې کړ یو وخت داسې وو چې هیواد دأمن زانګو وه بیا هم ځینې کمونستو پاتې شونو لکه سلیمان نا لایق له طعن څخه دکې لیکنې کولې او خلک ئې دامارت په خلاف را پا رول نن هغه بی ضمیره اوتل پاتې غلام پدغه اختطافګر نظام کښې کار کوی او پرې ویاړی چې د دوه سرې بلواکه ادارې نسوبین دي کله ئې هم هغه تیرې لیکنې ستر ګوته نه دریږي، نن ئې هیڅ داسې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x