نننی مادي پرمختګ نړۍ ته خیر دی او که شر؟!

هارون همت

د انسانانو ژوند په مادي لحاض تل د نوښت او تغیر په حالت کي وي. همدا تغیر او مادي پرمختګ د انساني ژوند یو طبعي سنت دی؛ چي دنړۍ د پیدایښت څخه بیا تر اوسه پوري د مختلفو دورو څخه تیر سوي دی. یو وخت چي بشر په ځمکه کي استوګن شو د غرونو په غارونو او ځنګلونو کي يې شپې او ورځي سبا کولې، خورک يې میوې او مختلف نباتات وه؛ چي تاریخ پوهان ورته د میوو ټولولو دوره وایې. د وخت په تېرېدو سره انسان وتوانېدی چي ځني حیوانات د ځان تابع کړي، تر څو د سپرلۍ یاهم غذالپاره ور څخه استفاده وکړي. بل وخت داسي راغلي چي انسان د غرونو او ځنګلونو څخه ځان را ویستی، پر هواره ځمکه يې د کوچیانو په شکل ژوند پیل کړ؛ چي همدا کوچیاني ژوند وروسته په کلیوالي ژوند تبدیل شو. او بالاخره دمیلاد څخه درې زره(۳۰۰۰) کاله مخکي انسان ښهري ژوند ته ورسید؛ چي د ژوند په هره برخه کي ټوله وسایل ورسره د تغیر په حال کي وه.

خو نن انسانان د وسایلو او امکاناتو په لحاض د پرمختګ و هغه لوړو پولو ته رسېدلي دي، چي نژدې څو پيړۍ مخکي يې چا تصور هم نه شوای کولای. او ممکن په آینده کي را روان نسل هغه څه په سترګو وویني چي زموږ ذهن د هغه د اټکل څخه عاجز دی. نن همدا د ساینس او ټکنالوژي ثمره ده، چي انسان د ماهي او کب غوندي په اوبو کي د ننه مزل کوي؛ د ځمکي پرسر د ډیرو ګړندیو حیواناتو په څیر تګ کوي؛ د مرغانو په څیر الوتل کوي؛ تر داسي بریده چي انسان ته یې د سپوږمۍ د لېدو توانايې هم ورنصیب کړه. نن د انسانانو ترمینځ دمیاشتوـ میاشتو پاصله یوې ورځي ته را لنډه شوې ده؛ یاهم د الکترونیکي سستم له لاري، و ثانیو ته را لنډه شوې ده.

دبلي خوا د کامپیوټر په اختراع سره انسان په نوې نړۍ کي قدم کیښود؛ چي د انسانانو ډیر درانه او شاقه کارونه يې پر خپلو وږو واخسته. او په ډير منظم ډول یې مخته وړي. که په لنډ ډول ووایو موږ د انسانانو د ژوند په هره عرصه کي په مادي لحاض زیات بدلونونه وینو؛ چي دیادولو ضرورت يې نه وینم.

موږ غواړو دلته دا خبره روښانه کړو چي، آیا همدا ټول مادي پرمختګونه او لاسته راوړني، د نړۍ لپاره خیر دی، او که شر؟ آیا د بشر په ګټه تمام سوی دی او که په زیان؟

حقیقت ته که وګورو، د همدې نننۍ پرمختللي ټکنالوژۍ ثمره کولای شي بشر د سهولتونو څخه ډک او ارام ژوند لوړ پړاو ته ورسوي، انسان ته امن، سکون، ډاډینه او د ښه ژوند تیرولو زمینه برابره کړي، نن بشر د نړۍ د یوه کونج څخه بل کونج ته په اسانۍ سره مرسته رسولای شي، د هغه سره همدردي، او خواخوږي کولای شي.

د یوې خوا که په همدې وسایلو کي دومره توانايي شته، چي د انسان د وږو څخه ډیر فزیکي او غیر فزیکي کارونه لیري کړي، د بلي خوا همدا وسایل کولای شي د یوه ملت حتی د ټولي نړۍ وګړي داسي سره نژدې کړي، چي د یوې کورنۍ په څیر ژوند وکړي، خپل ټول روابط د یوې کورنۍ د غړو په څېر سره وتړي.

همدې وسایلو کولای شوای د ځان سره نړۍ ته هر اړخیز امن راوړي؛ نړۍ ته داسي روح وروبښي چي دهر ډول خطرونو، مصیبتونو، مشقتونو، او بحرانونو څخه خوندي وي.

همدې څرګندونو ته په کتو سره یو سوال په ډیر قوت سره مترح کیږي: چي د دې ټولو مادي امکاناتو د موجودیت سره سره د انسانانو کومه غوښتنه پوره شوه، آیا د نړۍ څخه لوږه او بې وزلي لیري شوه؟ او که انسان ته د ارامۍ، سوکالۍ ، سکون او خوشهالۍ ژوند ورنصیب شو؟ آیا د نړۍ څخه ویري او اضطراب کوچ وکړ؟ آیا نړۍ نن د امن په کور بدله شوه؟ اوکه نن پر انسانانو دوحشي ځناورو غوندي ظلمونه نه کیږي؟ آیا نننۍ نړۍ د ډول ډول بحرانو او چلنجوسره مخ نه ده؟ نن نړۍ ولي په هستي کي نیستمنه ده؟ مشکل په کوم ځای کيدی، چي حالت برعکس شوي دي؟

په ځواب کي به په لنډ ډول ووایو، چي ټوله مادي وسایل او امکانات په خپله هیڅ نه شي کولای. هغه ګونګ دي؛ هغه نه خپله د چا په خیر تمامیږي او نه يې په شر؛ بلکي دا هر څه د انسانانو په استعمال پوري اړه لري. که انسان سمه استفاده ور څخه واخلي، د بشر لپاره خیر، او که بده استفاده ورڅخه وکړي د انسان لپاره په شر تمامیږي، دا چي نن يې انسان ته د خیر پرځاي شر راوړي، د دې یوازنۍ علت دا دی چي د همدې وسایلو او امکاناتو جلو د سرمایه داری نظام یا کپټلیزم په لاس کي لوېدلي دی. سرمایه داري نظام چي د یوې خوا تقریبا په ټوله نړۍ کي نن حاکم دي دبلي خوا د هغه څېره نن ډیرو خلګوته روښانه سوې ده، هغه انسان ته اصلا د بشر په سترګه نه ګوري، بلکي انسان ته هم د نورو مادي توکو په شان ګوري. کپیټلیزم دبشر د ښېګڼو پر ځای خپل معیار ګټه ګرځولي ده، لکه څرنګه چي د اکسفام په وینا کپیټلزم په (۲۰۱۴)م کال کي و توانېدی چي د ټولي نړۍ د وګړو نیمائي سرمایه د (۸۵) کسانو جیب ته واچوی. په مقابل کي یې زیات خلګ د لوږي له لاسه د خپلو اولادونو په خر څولو لاس پوري کړ، کپیټلیزم ته د ګټی په بدل کي د انسان ژوند هم مهم نه دی خیر خواهي خولا لیري خبره ده، کپیټلزم چي د کومو بنسټونو څخه سرچنه اخستي په هغه بنسټونو کي د بشر دوستۍ، ترحم، هم دردي، او اخلاقو په نوم څه وجود نه لري، چي دا هرڅه نن موږ د سر په سترګو مشاهده کوو.

په نتیجه کي وایو ترڅو چي همدا بې سر او پښو ایډیالوژي د نړۍ په هر ګوټ کي حاکمه وي، او د نړۍ پر هر هیواد چي تپل سوې وي هلته به انسان د بشر په څیر ژوند ونه ویني. او نه به انسان د خیر په لور قدم واخلي، هلته که هر څومره مادي پرمختګونه نور هم په وجود را سي بیابه هم د انسان ژوند د ډول ډول ګواښونو او چلنجونو سره لاس او ګریوان وي.

ځکه نو په پای کي موږ وایو چي د دې ټولو ستونځو یوازني حل لار په اسلام کي ده، یا په بله اصطلاح د اسلام په بشپړ حاکمیت کي ده، ځکه اسلام نه یوازي مسلمانانو ته د خیر پیغام د ځان سره لري بلکي تاریخ ثابته کړي چي غیر مسلمانانو هم د هغه تر سیوري لاندي، د امن شپې او ورځي په ډاډه زړه سبا کولي. نو موږ وایو چي ټول مادي وسایل که د همدي ایډیالوژي تر چتر لاندي استعمال شي هغه وخت بیا نړۍ کولای سي چي دنیوي سعادت ته ورسېږي، ځکه اسلام د انسان د ژوندانه د تنظیم لپاره دا سي د بشردوستۍ او ترحم څخه ډک پارملونه لري، چي هغه خپله د همدې انسان خالق او جوړونکي را لیږلي دي.

زه یوار بیا پرهغه مسلمانانو ږغ کوم، چي خپل نېکبختي یوازي په مادي پرمختګ کي لټوي، دوی فکر کوي که تر مریخه ځان ورسوي دا به د دوي لپاره خوش بختي وي، خو هیڅ کله داسي نه ده، تر څو چي اسلام حاکم سوي نه وي خوش بختي ناممکنه او په یو نامعلوم ادرس پسي تګ دي، نو که واقعا غواړي چي پرمختګ وکړي راځئ چي لمړي د اسلامي نظام حاکمیت ته کار وکړو! تر څو هلته زموږ لږ کار او لاسته روا وړنه هم ډېره نتیجه ورکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ستاسی د لیکنی عنوان یوه ډیره ښکلی او درنه پوښتنه ده ، تاسی هم ډیره ښه تشریح کړی زه به یی هم په اړه درسره د زړه خوالی شریکی کړم : انسان د نورو حیواناتو سره په مهربانه زړه او متفکرو ماغزو لرلو توپیر لری، اسلام ته د ننوتلو لمړی دروازه په ژبه یا مغزو د کلیمی طیبی اقرار او په زړه یی تصدیق کولو ته وایی که زړه یا ماغزه یواځی وی هغه کس ته مسلمان نه ویل کیږی. زړه د سولی او ماغزه د تفکر کولو ځای دی سوله د مادی لاسته راوړنو د پاره ډیره اړینه ده… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

دننی مادی پرمختګ او یا هم تکنالوژی په اړه باید ووایو چی ددی ګته او تاوان او یا هم ښه او بد په اړه مونګ هغه وخت پوهیدلای شو چی مونږ د تکنالوژی نوموتی مخترعین وپیژنو چی دوی دکومی دلی مربوط او دکومو مقاصدو دحاصلولو په نیت دا اسباب جوړ کړی دی ددجالی تکنالوژی اکثره مخترعین دالومناتی(illuminati) او فریمیسن غړی او سرمایه ګذاری کونکی یی زایونستی یهودان دی ددی اسبابو په جوړولو کی اصلا ددوی مقصد دعامو بنی آدمانو او نړیوالو غلامول او خپلی بندګی ته رابلل او ترکنترول لاندی ساتل دی نو چی دجوړونکی مقاصد او نیت د اول… نور لوستل »