نظــر

د سپيني ماڼۍ پرونى هيبت او ننى خفت – حقپال

د دولس كاله وړاندي؛ هغه ورځي به د ډېرو له ياده ونه وځي چي د سپېني ماڼۍ هيبت او وېري پر ټولى نړۍ خپل تور وزر غوړولى وو، هر چا داسي گڼله چي د يولسم ستمبر له ستري پېښي وروسته امريكا زخمي اژدها ته ورته شوې، بايد هر څوك د هغه له بريد ځان وژغوري، او له مخي ئې ځان يوې خوا ته كړي، هيچا دا جسارت نشو كولى چي پر افغانستان د امريكا د بريد مخالفت وكړي، جورج بش په ډېر غرور سره د نړۍ ټولو زعماوو ته اعلان كړه چي يا به له موږ سره وئ او يا له تروريستانو سره، يعنى د امريكا مخالفين تروريستان او د تروريستانو حاميان دي!! په نړۍ كي هيچا دا جسارت ونه كړ چي د سپيني ماڼۍ مغرورو واكمنو ته ووايي: تاسو پوهېږئ او مخالفين مو، موږ له القاعده او طالبانو سره په خپلي لانجې كي نور مه درگډوئ، سپيني ماڼۍ پر افغانستان د بريد پرېكړه وكړه،

په امريكا او غرب پوري تړلي هېوادونه خو پرېږدئ حتى مسكو او تهران په دې بريد كي د واشنگټن مرسته او ملگرتيا وكړه، چين له مخالفت ډډه وكړه، حالت داسي وو چي پرويز مشرف د پاكستان مغرور نظامي واكمن د امريكا د خارجه چارو وزارت د يوه مأمور ارمتاج به وينا د پاكستان خپلواكي او استقلال د امريكايانو په پښو كي ذبح او د ټول پاكستان واك ئې هغوى ته وسپارو، د طالبانو له حمايت ئې نه يوازي لاس واخيست بلكي د هغوى د حكومت په نسكورولو او د هغوى په نيولو او وژلو كي ئې په پراخه پيمانه د امريكايانو ملگرتيا وكړه، امريكايي ځواكونو د پاكستان له زمكي او فضاء په استفادې سره پر افغانستان بريد وكړ، د سي آى اې دفترونه په ټول پاكستان كي پرانيستل شول، دا اجازه وركړى شوه چي په هر ځاى كي هر وخت هر څوك نيولى شي او خپلو خصوصي زندانونو او بيا گوانتانامو ته ئې انتقالولى شي، همدې ذليل جنرال څه موده وروسته دا له ذلت او سپكاوي ډك اقدام داسي توجيه كړ: ما ته ارمتاج وويل: كه زموږ شرائط ونه منې نو پاكستان به د قرون اوسطى تور دور ته ورسوو… خو ارمتاج دا ادعاء رد كړه!! نن همغه وطن پلورى پرويز مشرف تر محاكمې لاندي دئ، د تاريخ د سخت قضاوت تر څنگ دې ته منتظر دئ چي د پاكستان محكمه به ئې له كوم تور برخليك سره مخامخ كړي. خو نن او له دولسو كلونو وروسته د امريكا هغه وېروونكى هيبت داسي ختم شوى او په داسي خفت او سپكاوي بدل شوى چي له يوې خوا كرزى د امنيتي تړون له فوري لاسليك ډډه كوي، د اقناع او ارضاء لپاره ئې اوباما ټلفون كوي، د امريكا لوړ پوړي چارواكي د خارجه چارو وزير جان كرى، د دفاع وزير چيك هيگل او د افغانستان او پاكستان لپاره د اوباما ځانگړى استازى جيميز ډابنز په شمول كابل ته مكرر سفرونه كوي، د كابل چارواكي تهديدوي، وايي كه دا تړون لاسليك نشي نو امريكا و متحدين به ئې خپل ټول ځواكونه باسي او خپلي مرستي به قطع كوي، خو سره دې گواښونو تش لاس بېرته ستنېږي، بلي خوا ته په پاكستان كي د امريكا ضد لاريونونو شاهد يو، د ناټو د انتقالاتو په وړاندي د تورخم او چمن لاري تړل شوي، ناټو د پاكستان له لاري د خپلو وسائلو د ايستلو لړۍ بنده كړې، همدا لوړ پوري امريكايي چارواكي په مكرره توگه اسلام آباد ته سفرونه كوي چي پاكستاني چارواكي قانع او ستونزه حل كړي، خو تش لاس ستنېږي!! بلي خوا ته گورو چي د تهران اصلاح طلب او ليبرال چارواكي كرزي ته بلنه وركوي او ورته وايي: په سيمي كي د بهرنيو ځواكونو شتون ستونزي راولاړوي، دا په داسي حال كي چي پرون حتى د ايران محافظه كارو چارواكو ويل: تهران د كابل او بغداد په اشغال كي د امريكا دومره مرسته وكړه چي له دې پرته د كابل او بغداد داسي ژر او آسان نيول ورته ممكن نه وو، او ويل ئې: تهران داسي ملگرتيا ته په هر ځاى كي چمتو دئ!!!

پرون وضعيت داسي وو چي چا به په افغانستان كي د امريكا په وړاندي د مقاومت خبره كوله نو ډېرو به هغه ته د مجنون او له خپل سر سره د لوبي كوونكي په سترگه كتل او له هغه سره به ئې له خپلي ملگرتيا برائت اعلانولو، ډېرو د پټنځي په موخه سوړي لټولې او يوې بلي خوا ته تښتېدل، خو نن د همغو له ډلي ډېر داسي گورو چي په بريتونو لاس تېروي، غاړي پړسوي، ځان د ميدان فاتحان او بې رقيبه اتلان گڼي، حتى هغو ته هم له ښكنځلو او سپكو سپورو شرم نه كوي چي پرونى او ننى جهاد د دوى د قربانيو له امله پيل او دې پړاو ته رسېدلى!! په دې نه پوهېږي چي كه دا نن هغه مجاهدين د دوى له ليكو لري شي چي هغوى او پلرونه ئې له حزب اسلامي سره تعهد او تړاو لرياو د حزب اسلامي په جهادي مدرسې كي روزل شوي خو د مجبوريتونو له كبله د دوى خوا ته ودرېدلي، نو يقيناً خوا به ئې داسي تشه شي لكه په مني كي د سپيدار وني، بيا به د خپل كبر كاسه نسكوره ومومي، نه به ځان تر نورو ستر او ځواكمن گڼي او نه به له نورو سره د سيالۍ جوگه وي، هغه مهال به پوه شي چي دا مجاهدين د هېواد د آزادۍ لپاره د دوى ملگرتيا كړې نه د دې لپاره چي ځان غوښتونكي د كبر او غرور پر څلي كښېنوي، په دې كي هيڅ شك نشته چي كه حزب اسلامي د ټولو مجاهدينو د اكمال توان درلودى نو هيڅ يو به د بل په سنگر كي نه وو جنگېدلى، نورو وسائل درلودل خو جنگيالو ته اړ وو، حزب اسلامي مجاهدين درلودل خو داسي بهرنۍ منبع ئې نه درلوده چي د وسلې ستونزه ئې حل كړي؛ دې ته اړ شو چي خپلو مجاهدينو ته د نورو په څنگ كي د جهاد اجازه وركړي.  

حقيقت دا دئ چي د شوروي اتحاد له زوال وروسته امريكا د بې رقيبه زبر ځواك په توگه ځان د غرور او كبر په لوړو څوكو كي وموند، پر ټولي نړۍ ئې د حكومت كولو خوبونه ليدل، خو د يولسم سپتمبر هغي ستري پېښي دا هيله ټكنۍ كړه چي په ټول انساني تاريخ كي ئې بېلگه او مثال نشو موندلى، نولسو سرتېرو ټوله نړۍ او د نړۍ دا مغرور ځواك ولړزاوو، خداى خبر د سپيني ماڼۍ واكمنو به په دې ورځ د نړۍ په گوټ گوټ كي د فتنو راولاړولو لپاره څومره سپېرې او خطرناكي منصوبې درلودې، خو د خپل انتظار خلاف ئې وليدل چي نولسو مؤمنو سرتېرو د دوى خوب پرېشان كړ، د نيويارك دوه آسمان څكي برجونه، د پنتاگون او سي آى اې دفتر ئې په امريكايي جهازونو په نښه كړل، سپيني ماڼۍ ته مختص شوى څلورم جهاز د امريكا د هوائي ځواكونو له لوري نسكور شو، بش دغه شېبه په يوې غونډي كي وينا كوله، د بريد خبر وركړى شو، سخت وارخطا وو، رنگ ئې الوتى وو، ساتونكو ترلاس ونيو او پټ ځاى ته ئې روان كړ…  دې پېښي د امريكا غرور ته ستر مرگونى گوزار وركړ، د جبران لپاره ئې پر افغانستان بريد وكړ، د كابل له اشغال وروسته ئې بغداد ته مخه كړه، دا په عربي هېوادو كي تر ټولو مضبوط ځواك او د اسرائيلو د برلاسي په وړاندي ستر خنډ ئې له منځه يووړ، د ټولو هغو عربي هېوادو لپاره ئې ورته منصوبه درلوده چي د ساړه جنگ په دوران كي ئې د شوروي اتحاد ملگرتيا كړې وه، سوريه، سودان، ايران، ليبيا، يمن… په تور ليست كي نيول شوي وو، خو په افغانستان كي د مجاهدينو د مقاومت پيل او ورځ په ورځ پراختيا او تشديد دا بريدونه وځنډول، د نظامي مخامخ بريدونو پر ځاى ئې له بلي كم مصرفي لاري دغو هېوادو ته د سزا وركولو پرېكړه وكړه، د دغو هېوادو وگړو ته ئې د فيسبوك په څېر انترنيټي شبكو له لاري د وړيا تماسونو شرائط برابر كړل، په غرب كي مېشت عرب غربپال ئې دې ته وهڅول او كافي امكانات ئې وركړل چي د احتجاجي تظاهراتو او تجمعاتو له لاري د غرب د خوښي تبديلي ته لار آواره كړي، د دې هېوادونو د امنيتي ځواكونو جنرالان او استخباراتي شبكې ئې دې ته اړ كړل چي د دغو لاريون كوونكو په خلاف له تشدد ډډه وكړي، د دې هېوادو د ځوان نسل غوڅ اكثريت له اسلامي گوندونو سره ول، په پاڅون كي د دوى ونډه تر نورو ډېره ځلانده او ټاكونكې وه، په ليبيا، الجزائر، يمن، مصر، تونس او سوريې كي اسلامي ډلي تر نورو دومره وړاندي وې چي هيڅ غربپاله ډله له هغوى سره د سيالۍ په موقعيت كي نه وه، كه څه هم غرب له دې وېره درلوده چي په دې هېوادو كي به قدرت د اسلامپالو لاس ته ورشي، خو سره له دې ئې د دغو هېوادو مخكنى جوړښت ختمول او په كورنيو ستونزو كي ښكېلول د خپلو استعماري اوږدمهالو منصوبو لپاره گټور وگڼل، هيله او منصوبه ئې دا وه چي قدرت ته د اسلامپالو له رسېدو وروسته به داسي څه وكړى شي چي نويو حكومتونو ته تر استحكام وړاندي ستونزي راولاړي كړي او قدرت ته د دوى د رسېدو تجربه داسي ناكامه كړي لكه چي د جهاد له لاري قدرت ته د رسېدو د افغان مجاهدينو تجربه ئې له ناكامۍ سره مخامخ كړه، په مصر كي ئې همدا كار وكړ، په تركيې كي ئې دې ته ورته منصوبه درلوده او د جنرالانو له لاري ئې د تركيې د اسلامپال حكومت نسكورولو هڅه وكړه، په تونس او يمن كي ئې دې ته ورته كار وكړ، كله چي د سوريې وار راورسېدو او پاڅون د دمشق په زړه كي د جمهوري رياست ماڼۍ ته نږدې شو، له يوې خوا ايراني سپاه پاسداران او د حزب الله اجيري مليشې سوريې ته ولاړې، پرته له دې چي غرب كوم فوري او جدي عكس العمل وښيي، له بلي خوا غربي هېوادو كي دا تبصرې په پوره زور شور سره خپرې شوې چي د بشار الاسد مخالفينو ته د وسلو وركول به بد عواقب ولري او دا وسلې به د اسلامپالو جنگياليو لاس ته ورشي، ځينو لا دا هم وويل چي كېدى شي دا وسلې په اروپا كي وكارول شي، له بلي خوا مسكو د دمشق او غرب تر منځ وساطت وكړ چي د سوريې د كيمياوي وسائلو او زېرمو په له منځه وړو سره غرب متقاعد شي او د مقاومت له حمايې لاس واخلي. غرب د اسلامپالو له وېري د مسكو له طرحي سره توافق وكړ، امريكا هغه جنگي بېړۍ بېرته له سمندر وايستلې چي د دمشق وېرولو لپاره ئې سيمي ته لېږلې وې.  

په دې كي هيڅ شك نشته چي موسم بدل شوى، د نړۍ له آسمان د امريكا د رعب او هيبت توري وريځي د متلاشي كېدو په حال كي دي، او تاريخ گواهي وركوي چي د هر ستر استعماري ځواك د زوال د پيل لومړۍ نښه همدا ده، د امريكا د كوبايي سياستونو په ضد د نړۍ والو كركه خپلي لوړي كچي ته رسېدلې، اروپايي هېوادونه د سپيني ماڼۍ له بدمعاشيو تنگ شوي، ورو ورو د امريكا له سلطې او اغېز د آزادېدو په لوري درومي، چين او روسيه بيا ځان د رقابت په موقعيت كي گوري، دې ټولو ته په پام سره ويلى شو چي امريكا ته به له افغانستان د ناټو ځواكونو د وتلو پايله هرو مرو همغسي وي لكه شوروي اتحاد ته د شوروي ځواكونو د وتلو پايلي.   

حقپال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x