نظــر

ایا د ولسمشر اشرف غني ښه سړیتوب به د ولس کوم درد دوا کړي؟

محمد هاشم شمیم

د جهاني صاحب پر پآڼه باندي د هغه څرګندوني په ډاګه د هغه د تواضع، نیکو اخلاقو، عالي کرکټر او د هغه د علمي موقف ښکارندوی دی، چي په دومره نرمه، ادبي او حلیمتوب یې ښکاره ناخوالو ته اشاره کړې ده. نو که چیري دا اشاره بیا کوم سالنګي، پنجشیري و سقاوي کړې وای، بیا به دي لیدلي وای، چي څه کیدل، په هرصورت.

د جهاني صاحب برم او عزت ته یوازي پښتانه نه، بلکه په هیواد کښي ټول میشت اولسونه درناوی لري. ولي د جهاني صاحب په وینا لیک کي هغه خبره چي زموږ لپاره ډیره په زړه پوري ده، هغه د اولسمشر د ښه سړیتوب مسئله ده.

لاکن سوال دا دی، چي آیا د یوه اولسمشر ښه سړیتوب د اولس د سولي او امنیت بېلګه ګرځیدلای سي؟

زه وایم یا په هیڅ صورت امکان نلري. ځکه که یوازي ښه سړیتوب د دولتي چارو د سمون محراق وبولو، نو بیا په پاک نفسي، پښتنولي، همدردي او صداقت کښي تاسو لطفاً د جهاني صاحب بدیل راپه ګوته کړی؟

ځکه فقط ښه سړیتوب او صداقت ئې د استعفی اصلي لامل وو، چي پدې ټوله پوهیږو او تشریحاتو ته حاجت هم نشته.

واقعت دادی چي اشرف غني د ښه سړیتوب تر سپینو جامو لاندي هغه دوه مخی مداري دی، چي د هیواد سیاسي تاریخ ئې نمونه او مثال نلري او بینظیره مفکر دی. دا پدې خاطر چي د چور او چپاو وزیران او چارواکي په هر ورځ کي څو واره له هري فرعي لاري څخه د ده د ملاقات امکانات لري. ولي اهل کار، اهل خدمت او اهل صداقت ته په میاشتو کي حتی د اصلي لاري د لیدولو امکانات هم نشته.

آیا د اشرف غني ښه سړیتوب به پدا معنی وي، چي صرف د غلو سره د بوجی خولې ونیسي؟

آیا دا چي دی د بوټ پاکانو او لاسپوڅو په دایره کښي راشکېل دی، بالکل بې خبره دی؟

که تر حق تیر نشو ټول پوهیږو، چي شیدې سپیني دي، ولي دا چي خانه پر اچوو دا هغه ظلم دی، چي د اولس سره یې کوو. زموږ شوړېدلی حاکمیت نه د اشرف غني د اولسمشری نه مخکي د هیواد په ګټه وو او نه پسله دې د هیواد په ګټه کیدلای شي. ځکه د اشرف غني ښه سړیتوب نه د کونډي و سرتور سر ته پوړنی ګرځیدلای شي، نه د یتیم و وږي نس او لوچ بدن ته ډوډی او کالي ګرځیدلای شي، نه و برمته ماشومانو ته د خلاصون بیلګه ګرځیدلای شي او نه هم د هلمند او کندز د تویو شوو وینو دغچ اخیستلو پلمه ګرځیدلای شي.

اشرف غنی دي بد سړی وي، زموږ قبول دی، ولي پدې شرط چي اولسي سیاست پلی کړي.

اشرف غني دي امیر عبدالرحمن خان وي، زموږ قبول دی، ولي پدې شرط چي د هغه په شان د خان خاني او مافیا بیخ او ریښه وباسي.

اشرف غني دي چنګیز وي، زموږ قبول دی، ولي پدی شرط چي په اداري فساد او ملي لوټماری تورن کسان بیرحمانه تر تېغ تیر کړي.

داسي ښه سړیتوب چي هیواد مو د نړۍ په کچه په فساد کي لومړی مقام لري او په هیواد کي دننه نور په هدیرو کي د مړو د ښخېدو ځای نسته، زموږ کوم درودونه دوا کولای شي؟

پوهیږم ټول همدغه غواړي، چي زه ئې لیکم ولي باور وکړی، دا ښه سړیتوب اولس غولونه ده، دا مداریتوب د ستر نابغه شعبده باز کرزي صاحب وروست او خوسا شوی میراث دی، چی متفکر اولسمشر ته پاته دی.

دا داسي معنی لري، لکه په ځنګله کي چی زمری پاچا وي، ولي د دیدو بازدید صلاحیت د چغال په ولکه کی وي.

دا ولس غولوني دا تاکتیکونه اوس محال زاړه او رسوا شوي دي او د اولسمشر ښه سړیتوب ټولو ته په اثبات رسیدلی واضح مسله ده.

نور شکر چي جهاني صاحب د ښه سړیتوب د شعبده بازی له دایرې څخه بیله کومه سیاسي جنجاله په خیر راووت. واقعاً شکرونه کاږم او د خوشحالی احساس کوم.

والسلام محمد هاشم (شمیم)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

پښتون یوعجیب ساده قوم دۍ دانسان وکړواوعمل ته نه ګوری دی منافق په امریکاکی تعلیم کړۍ دۍ اوپه افغانستان کی دامریکایانو دقبضی په وخت کی په حکومت کی هم سوۍ دۍ آیاده دامریکایانو بمبارۍ هیری دی چه پرودو اوپراولس یی وکی چه تړون یی بیله داولس دمشوری امزاءکۍ داهغه منافقین دی چه چیری دلمانځه جمع ولاړه وی دخلکودخطایستوپه خاطر بی اوداسه پسی دریږی-دۍ مارکسست دۍ مارکس وایی ترهغه وخته درواغ وایه چه ټپ دی ورته ودری مثلاً که ډبره وی ته وای چه دالرګۍ دۍ هیڅ وخت یی ورسره ونه منی چه ډبره ده،داسلام بد ترین دښمنان درواغجن اومنفقین دی

اقبال

اڅکزی صاحب ، ستاسی خبره سمه ده ، هر څیز د خپل فطرت او خصلت له مخی کړنی او څرګندونی لری ، ستاسی د فرمودی له مخی چه دی مارکسیست وو له پرونی مارکسیست او نننی سکولریست نوره څه هیله لری ، یهودان خو خره نه دی چه د غلامی د پاره له شو خلکو هیله ولری په ځانګړی ډول هغه چه د لوړپوړی غلامی د پاره یی کاروی لکه خلیلزاد ، کرزی ، غنی او داسی نور ، ستاسی خبره دوی تر هغی دروغ وایی چه د پوره بندیز سره مخ شی یعنی دروغ ویل ورته نور وزن او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x