ټولنیزه برخه

د تاريخ شل بد رنګې څهرې چي هر يوه يې أساس او تهداب د غټې ګناه ايښى

ژباړه: عبدالرحمن محمود

1-قابيل

قابيل د دنيا په تاريخ کي أول هغه څوک وو چي أساس أو بنياد د قتل يې کيښود.

2-شاول الطرسوسي(بولس)

دا بدبخته أول شخص وو چي مسيحيت أو نصرانيت يې د وحدانيت څخه و تثليث ته را واړوه، أو د الله جل جلاله ذات يې د أقانيم ثلاثة وو څخه مرکب و بولى چي يو الله بل عيسى بل جبرئيل دى. تعالى الله عمايقول الظالمون علوا کبيرا.

3- عمرو ابن لحي الخزاعي.

دا د مکي مکرمي مشر أو عزتمند شخص وو، هره خبره يې عملي کيدل، چا يې مخالفت نشو کولاى، دا ملعون أولنى شخص وو چي د ابراهيم على نبينا وعليه الصلاة والسلام شريعت أو مذهب يې د ” حنفيت ” څخه و ” وثنيت ” شرک بت پرستى ته تحريف کړ.

4-فرعون.

ټوله پر دي متفق دي چي فرعون په طغيان أو سرکښى کي نظير نه درلود، أو دا بدبخته هغه څوک وو چي د خدايې دعوه يې وکړه.

5- نسطورس(بطريق القسطنطينية)

دا د مسيحيت أو نصرانيت د عظيمي کنيسا ” کاثوليک” أو د “کاثوليکية ” د فرقې مٶسس بلل کيږي چي نصرانيت يې له أصله څخه تحريف کړ.

6- ديسقورس.

دا بيا د مسيحيت د بلې فرقي ” الأرثوذوکس ” مٶسس بلل کيږي.

7- نمرود ابن کنعان.

دا د بابل بادشاه وو أو يو د هغه څلورو څخه وو چي پر ټوله مځکه يې حکومت وکړ، أو د خدايې دعوه يې وکړه، دا هغه نمرود دى چي د ابراهيم عليه السلام د سوزوٙلو أمر يې وکړ، قصه يې په قرآن کريم کي ذکر شوي ده.

8-هولاکو.

هولاکو هغه څوک وو چي خلافت عباسې يې را ړنګ کړ، أو په بغداد کي يې قتل عام وکړ، أو دومره دينې کتابونه أو رسالې يې و أوبو ته و غورځول چي حتى د أوبو رنګ يې بدل کړ، وبالأخره داسي جرم نوو چي هولاکو يې مرتکب شوى نوي.

9-عبدالله ابن سباء (ابن السوداء)

دا د يمن يهودي وو، دا ملعون هغه څوک وو چي هغه فتنه يې د مسلمانانو په مينځ کي خپره کړه چي 80000 زره صحابه يې کرام أو تابعين يې په نتيجه کي په جنګ ” جمل أو صفين ” کي په شهادت ورسيدل، أو أول هغه څوک وو چي د روافضو د ” اثناعشريه ” ډلې تهداب يې کيښود.

10-کارل ماکس.

دا د شيوعية أو د هغې د مبادئو مٶسس بلل کيږي، شيوعيت يو لادينې فکر دى چي په ټولو أشکالو سره د اسلام سره ټکر لري.

11-لينين.

دا هغه څوک وو چي د مارکسيزم فلسفه يې له کتابچې څخه و عمل أو واقع ته را وايستل، چي د اسلام أساس له مينځه وړې.

12-قدار ابن سالف.

دا هغه بد بخته دى چي د الله جل جلاله په کلام کښي ورته ” أشقى ” ويل سوى دى، أو د صالح عليه السلام معجزه ” أوښه ” يې عقر کړه يعني پښې يې ورڅخه پري کړي أو بيا يې ووژل، چي بيا ألله جل جلاله ده ته أو دده و قوم ته هغه عذاب ورکړ چي نه له دوى نه مخکي چاته ورکړل شوي وو أو نه له دوى وروسته تر ننه پوري، په قران کريم کي يې يادوٙنه شوې ده.

13- تشارلز داروين.

دا په أصل کي يهودي وو، بيا يې وروسته په ګمراهي کښي نوره ترقي هم وکړه أو د ألله ج د وجوده منکر سو، دا د مچانو ( ملحدانو) معنوي پلار بلل کيږي، د الحاد مفکوره د همدغه بدبخته ابتکار وو.

14- د.فرانشکو هرنانديز.

دا هغه هندي طبيب وو چي د ” تمباک ” له بوټي يې د نشې کار واخيست، أو ټوله نړى ته يې دا دود را نقل کړ چي تر ننه پوري أکثره خلګ د ” سګريټو أو نسوارو ” په عمل روږدې دي.

15-جفري اهرست.

دا هغه څوک وو چي د هند خلګ ورته معتقد وه أو ډير احترام يې ورته درلوښت أو ډير زر أو مال و دولت به يې ورکاوه، مګر دې خائن د هغو د حسن اعتقاد په مقابل کي د ” بطاط ” په نامه خوراکې توکى ورکړ چي زهر يې ورسره خلط کړي وه، بيا دى و تښيده مګر 15ميلونه انسانان يې د کوې ” جدرى” په مريضى أخته کړه.

16-بوذا.

دا د بودايت د مفکورې بنسټګر بلل کيږي.

17-السامري.

دا أول هغه شخص وو چي يهوديت يې د خپل هوا و نفس مطابق تحريف کړ.

18-زرادشت.

دا د مجوسيه وو مٶسس بلل کيږي.

19- ادولف هتلر.

دا هغه خونخوار أو وحشې قاتل دى چي د دوهم جنګ جهاني سبب بلل کيږي چي په نتيجه کي يې تر 50 مليونه زيات انسانان و وژل شوه.

20-مصفى کمال أتارک.

دې ملعون خلافت عثماني نسکور کړ چي تر ننه پوري بيا مسلمانانو ښه ورځ نده ليدلې أو نه هم تر يوه بيرغ لاندي متحد شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x