نظــر

لاسپوځې رسنۍ او ناڅرګند حقايق!

امریکایي اشغال د افغان مؤمن ولس د کلونو کلونو تکلیفونه، قربانۍ، مهاجرتونه او دردونه څو برابره کړل، دوی پر افغانستان د یرغل تر څنګ ظلمونه، ناروا وژنې، ناامنۍ، فساد، فحشا، غصب، غربي وحشي کلتور، اقتصادي نا انډولۍ او نور افغانانو ته ډالۍ کړل.

د خپلو جنایتونو د پټولو او د مجاهدینو د جهادي کړنو د غندلو لپاره یې ډلییزې رسنۍ (راډیو، تلویزیون وېبپاڼې او چاپي رسنۍ) په کار وګمارلې، د خپل یرغل د توجیه، افغانانو ته د ځان ریښتوني ښودلو او پر ضد یې د هر ډول مقاومت د ځپلو په موخه د افغانستان د آبادۍ، امنیت، سواد، بشري او د ښځو حقوقو او دېموکراسۍ ناري سورې د همدغو ګوډاګیو او مزدورو رسنیو په واسطه افغان ولس ته ښه په درز سره وډنګولې او لا ډنګوي يې.

د اشغال پر ضد د افغان مجاهد ولس د مقاومت له پیله دغو مزدورو رسنیو کوشش کړی چې روان پياوړی مقاومت کمزوری او د کمو افغانانو غوښتنه او مقاومت وښیي.

اشغالګرو د څو ورځو په تېرېدو سره تلویزیونونه خپرولو ته چمتو کړل، د آزادۍ په نامه یې یوه راډیو جوړه کړه چې مصارف یې د امریکا کانګرېس ورکوي، ددې لپاره چې ددې راډیو خپرونې رڼې واورېدل شي په ټول هېواد کې یې آنتونه ورته نصب کړل، او د دوی تر بشپړ کنترول لاندې یې ټوله ورځ په پښتو او فارسي ژبو خپرونې شروع کړې. همدارنګه د (آزادۍ غږ/صدای آزادي) په نامه یې په کابل او نورو ولایتونو کې ورځپاڼه تاسیس کړه چې په دریو (پښتو، فارسي او انګلیسي) ژبو خپرونې کوي، مالي لګښت يې پخپله آیساف په غاړه واخیست، چې پکې د دوی د مردود کلتور په اړه خپرونو، د دوی دروغجنو او مطلبي همکاریو خبرونو او د مجاهدینو د غندلو مسؤلیت په غاړه لري.
دې ورځپاڼې ته یې د کابل ترڅنګ په نورو مهمو ولایتونو کې په عامه واټونو کې په ځانګړي ډول د مکتبونو، لېسو او کورسونو تر مخ بکسونه جوړ کړل، چې هره ورځ پکې دا ورځپاڼه اېښودل کېږي او په وړیا ډول یې ترې ښاریان په ځانګړي ډول ځوان نسل ترلاسه کوي. همدارنګه د کلید په نامه یې د همدې ورځپاڼې سره وصل یوه اېف اېم راډیو او مجله چې په ښارونو کې خپرونې لري جوړ کړل، چې د يادو شوو اسلام دښمنه کارونو مسؤولیت په غاړه لري.
ددې تر څنګ د یرغل لا دوه میاشتې نه وې پوره شوي چې یو شمېر شخصي رسنیو هم په کار پيل وکړ. د بېلګې په توګه اسماعلیه آغا خان د طلوع تلویزیون او آرمان راډیو تاسیس کړل، د بیات په نامه یو کس د آریانا تلوزیون او راډیو تاسیس کړل، په همدې ډول د اشغالګرو نور مزدورانو یو پر بل پسې خپلې رسنۍ د افغان مسلمان ولس د بې لارۍ په موخه جوړې کړې، تر دې چې اوس د تلوزیونو شمېر یوازې په کابل کې له پنځه ویشتو اوړي، چې دندې یې یوازې او یوازې د اشغالګرو لخوا ورته ورکړ شوی مسؤلیتونه دي.
له دغو رسنیو څخه یو هم اجازه نلري چي د مجاهدینو د عملیاتو خبر د آیساف د مطبوعاتي دفتر او نورو سلاکارانو له اجازې پرته خپور کړي.
آیساف لکه چې ټولو ته معلومه ده د ډېری امنیتي پېښو خبرونه نه خپروي، یوازې د لویو پېښو خبرونه نشروي او هغه هم له دومره درواغو سره چې ټول ولس ته څرګند دي، ځکه خو په ولس کې د (ضرب د پنځه) ساده فورمول عام شوی دی. دا په دې معنا که ولس له درواغجنې رسنۍ د کومې جهادي پېښې خبر اوري چې په کې یو بهرنی عسکر وژل شوی او دوه ټپیان شوي دي نو خلک یې هم وژل شوي او هم ټپيان په پنځو کې ضربوي، تر څو د خپلو شازلمیو پر یوې کارنامې ځانونه په بشپړ ډول خبر کړي.
د دولتي او اشغالګرو د رسنیو پر ضد له نېکه مرغه مجاهدینو هم یو شمېر رسنۍ په کار اچولې دي. هغه خلک چې په بې پرې او ریښتینو خبرونو پسې ګرځي په مطلق اکثریت له دغو رسنیو استفاده کوي. کله کله د مزدورو رسنیو ویندویان دا هم وایي چې د حکومت او نړیوالو متحدینو (اشغالګرو) مخالفین د پېښې وژل شوي او ټپیان دومره ښیي، خو د دوی دا خبره هم د مجاهدينو لخوا له اصلي خپور شوي خبر سره په ټکر کې وي.
په دې برخه کې غواړم له هغو رازونو پرده پورته کړم چې په هېواد کې حاکم ګوډاګي، تر ستوني فاسد نظام او نورې شیطاني او دروغجنې رسنۍ یې له ښودلو او سپړلو ډډه کوي.
د امریکا په مشرۍ صلیبي جګړه دا دي تر یوولسو کلونو اوږده شوه، صلیبیانو پرته له دې چې زمونږ د وطن د شازلمیو زرین تاریخ ته نظر وکړي؛ زمونږ پر وطن یې یرغل وکړ، بې ګناه هېوادوال مو یې شهیدان، ټپیان او مهاجر کړل، په کلو، کورونو او جوماتونو یې بمونه واورول، او خپل غلامان یې پر افغان مجاهد ولس مسلط کړل. خو د انسانیت دغو بې رحمه درنده ګانو ته په نړۍ کې دومره څوک هم پیدا نه شول چې د ملامتۍ ګوته د ورته ونیوی شي.
د اشغالګرو او دولتي ګوډاګیانو یواځینۍ هیلې او مسؤلیت د افغان مجاهد او مېړني ولس تلپاتې غلامي، د اسلام له سپېڅلي دین سره تړاو کمزوی کول او په ورو ورو یې له منځه وړل، د غرب منفور، بربنډ او له انساني اصولو سره په ټکر کې کلتور پکې رواجول، او په دې شهادت پاله خاوره کې د بهرني اشغال پر ضد د هر ډول مقاومت ځپل دي. چې د مزدورو رسنیو نه له ورایه څرګندېږي.
دوی د یرغل پر مهال دا خوبونه لیدل چې دا پروژې به حتماً بشپړوو خو حالات سرچپه شول، له دوی سره د افغان مسلمان ولس شته کرکه ورځ تر بلې په زیاتېدو شوه. دوی کوشش وکړ چې د پيسو، وسلو او زهرجنو تبلیغاتو په زور دغو هدفونو ته ورسېږي، چې یو شمېر بې ضمیره، له آره ګوډاګي او تش په نامه افغانان یې خپل هم کړل، خو افغان مجاهد ولس یې دا هڅه له خاورو سره برابره کړه. ورپسې یې د زیات تشدد او ظلم پالیسي تر کار لاندې ونیوله، خو دا یې هم ځکه په مغز کې خنثٰی شوه چې افغانانو د خپل تېر تاریخ په څېر دا ځل هم دا د ننګ ډګر پر خپلو قربانیو بدرګه کړ او صلیبي اتحاد يې له داسې شرموونکې ماتې سره مخامخ کړی چې اوس له سيمې نه د تېښتې لارې لټوي.
دا دي د الله (ج) په فضل او مهربانۍ د دنیا همدغه کبرجن کفري قوت پر خپلې ماتې اعتراف کوي، او وایي چې مونږ باید له افغانستانه خپل ځواکونه وباسو. دوی اوس د خپلو ځواکونو د اېستلو لپاره پر دې فکر کوي چې دومره وشي چې زمونږ د همدغو بړېڅو او غلامانو حکومت پاتې شي.
دا دي ددوی د یو راپور له مخې چې په دې وروستیو کې د امریکا د کانګرېس د یو غړي له خوا پکې ویل شوي دي له ۲۰۰۱ م څخه تراوسه یواځې د امریکا ۲۰۵۰ پوځیان وژل شوي دي. چې ددې څو برابره یې ټپیان دي، خو دا شمېره له حقیقت څخه ډېره کمه ده ځکه دوی خپل تلپات کم ښیي. په همدې ډول د دوی نړیوالو متحدیونو پوځیانو ته هم د سر درانه زیانونه اوښتي دي. همدارنګه د اشغالګرو روحي وضعه هم ډېره خرابه ده، څه موده وړاندې د امریکا د دفاع وزارت د یو راپور له مخې ویل شوي وو چې تېر کال په امریکا کې د هغو پوځیانو ځانوژنه چې ښايې د یو څه مودې پوځي ماموریت لپاره افغانستان ته ولېږل شي د ورځې یو پوځي ښودل شوی ؤ، یعنې په کال کې ۳۶۵ پوځایانو د افغانستان د جګړې له هیبته په امریکا کې ځانوژنې کړې. په افغانستان کې د جنګېدونکو پوځیانو شمېره خو لا کره نه ده.
دا دي اوس به داسې افغان نه وي چې د دوی په دغو شیطاني دسیسو او له وړاندې طرح شوو پلانونو به خبر نه وي. د چا له خولې چې افغانان د دولت او اشغالګرو منفور کفري شعارونه لکه دېموکراسي، مجاهدینو ته د ترورېست نوم اخیستل، د ښځو او نرو مساوي حقونه، او داسې نورې ناولې کلیمې اوري افغانان ورته د ګوډاګي، مفسد، غلام او منافق خطاب کوي.
د جهاد او مجاهدينو پر ضد د ګوډاګيو رسنيو له څلورويشت ساعته تبليغاتو سره سره دا دی په هېواد کې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګيانو پر ضد مقاومت ملي بڼه غوره کړې! دا دي دغه سپېڅلې جهادي څپې له هراته نیولې تر بدخشانه او له فاریابه تر کنړه په ټول افغانستان کې په پوره قدرت سره موجونه وهي، چې لامل یې د دې شهادت پال ولس اېماني، وجداني او ملي وجایب دي. اوس الحمد لله د افغان ولس جهاد ملي او بين المللي ارزښت پیدا کړی، نور یې په حقانیت، ځواک او ګړندیتوب هېڅوک سترګي نه شي پټولی او نه پرې پرده غوړولی شي.
خو افسوس د هغو بې ضمیره، خاینو او جنایتکارو خبريالانو، ویندویانو، لیکوالانو، شاعرانو او تخنیکي کارکوونکو په حال باندې چې د څو ډالرو په بدل کې د اشغالګرو تر بشپړ تسلط لاندي په يو شمېر اسلام او افغان دښمنو رسینو کې په غلامۍ بوخت دي. دوی غواړي چې د الله رڼا د خپلو ناولو خولو په وسيله تته او ورکه کړي خو الله د خپلې رڼا روښانه کوونکی او پوره کوونکی دی ولو که د کفارو خوښه نه وي!!
د ګوډاګي رژیم فرهنګیان دې په دې پوه وي چې که دا ځل صلیبي ښکېلاک له پرمختللې ټکنالوجۍ سره زمونږ د ګران هېواد استقلال له خنډ سره مخامخ کړي او تاسو زمونږ د صلیبی لښکرو پر ضد د الله لپاره د جهاد پیاوړي موجونه په خپلو تبلیغاتو کمزوري ښیئ!!! که ستاسو باداران له هر قسم پرمختللو وسلو سره زمونږ شازلمي شهیدوي، زمونږ غازیان هم دومره لاسرسی ټکنالوجۍ ته لري چې ستاسو د اسلام دوښمنه کړنو ثبوتونه ستاسو د محاکمې لپاره وساتي.
د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د ګران افغانستان د آزادۍ او پکې د صلیبي اتحاد د ماتې او بربادۍ په هیله.

لیکنه: حامد نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x