د وزيرانو استيضاح/ استعفا بايد قومي رنګ وانه خلي

افغان بدلون – خبرپاڼه

افغان بدلون ټولنه وضعیت ته په کتو وايي د وزیرانو د استيضاح او د جهاني له استعفا د راپورته کېدونکې پراپیګنډا څخه په ګټې اخيستنې دوه د قدرت تږې ډلې د پښتنو دوه سترې قبیلې د خپل حاکمیت د دوام او حکومتي ځواک تر لاسه کولو ته کاروي!

د کابینې د نورو وزيرانو په څېر، چې پارلمان استيضاح سره مخ کړل او د سلب اعتماد رایې له ورکولو وروسته نوموړي وزیران هېڅ قانوني او اجرایي صلاحیت نه لري ــ

له وخت مخکې ښاغلي عبدالباري جهاني صیب د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر صیب خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړه او د استيضاح له بدمرغې سیاسي لوبې یې ځان وژغوره! دا د ولسواکۍ اصل دی کابینې تشکيلېږي/ استيضاح کيږي له دندو ګوښه کېدل او استعفا ورکول د حکومتدارۍ او ولسواکۍ او بیروکراسۍ اصلونه دي؛ مګر یو شمېر مغرضې ډلې ټپل، چې له موجوده روانو سیاسي کړکېچونو د انفرادي او انحصاري غیر مشروع واک تر لاسه کولو هڅه کې دي غواړي د اطلاعاتو او فرهنګ د قدرمن وزیر صیب استعفا د پښتنو د دوه ستر قبیلو تر منځ د انګریز په لاس بل شوي اور ته راجع کړي او دوه سترې پښتنې قبیلې سره ښکېلې کړي.

د کندهار ځوانانو په نوم یوه مغرضه کړۍ، چې د کندهار د اصیلو بچیانو استازیتوب څخه په ګټې اخیستنې د خپل انفرادي ځواک لټه کې دي د قدرمن جهاني صیب استعفا ته یې د قبیلوي کشمکش رنګ ورکړئ او د انګریزانو د زاړه استعمار اور تازه کول غواړي نوموړو ځوانانو داسې پراپیګنډا کړ، چې ارګ کې مېشتې ځینې کړۍ، چې د پښتنو د عجلیانو قبیلې پورې تړاو لري هڅه کوي د پښتنو بله ستره قبیله، چې عبارت له درانیانو دي د سیاست له صحنې لرې کړي همدې ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ له دندې ګوښه وزیر جهاني صیب، چې د پښتنو په دورانیو سترې قبیلې پورې تړاو لري د علجیانو په دسیسو استعفا ته اړ شوی!

افغان بدلون پورته ادعا پرته له دې، چې یا د حکومت پلوي وکړي یا د جهاني صیب پلوي وکړي موجوده حالاتو کې د ځینو مغرضو کړیو لخوا دا ډول دسیسو او د پښتنو د دوه سترو قبیلو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل د ټول ملت په زیان ګڼي او دا ډول خلک د وطن هغه دښمنان ګڼي، چې تل یې افغان ملت د غم په ټغر کېنولای!

هر هغه څوک، چې د خپلو سیاسي موخو لپاره افغانستان کې له قبیلوي سیاستونو ګټه پورته کوي د افغانانو دښمنان کڼي او هیڅ کله دا ډول خلک د یو قوم استازیتوب نه شي کولای!

په ټول ملت غږ کوو، چې د دې ډول سیاسي دوکاندارانو له کرغېړنو دسیسو ځانونه وژغوري او د پردیو غلامانو په دسیسو خپل کور کې اور بل نه کړي او د دوه سترو وروڼو قبیلو تر منځ د بېلتون کرښې کاږلو هڅه و نه کړي.

افغانان یو وطن او یو کور دی د دې خاورې ټولې قبیلې او قومونه وروڼه او د افغان خاورې بچیان دي هیڅ کله به د دښمن په لوبو نور د خپل کور ورانو جوګه نه شي!

افغان بدلون له قدرمن ادیب او ستر لیکوال جهاني صیب څخه هم هیله لري، چې د نوموړې دسیسې په ضد، چې ځینو مغرضو د نوموړي استعفا خپل هدف ته د رسېدو وسیله ګرځول غواړي اعلامیه خپره کړي، چې د افغانانو د دښمن مخنیوی وکړي.

افغان بدلون ټولنه په ټولو افغانانو او نوي نسل ځوانانو غږ کوي، چې له سیاسي داړمارانو ځانونه وژغورئ د واحد، مترقي او سوکاله افغانستان جوړولو لپاره افغان بدلون ټولنې ته لاس ورکړئ، چې په شریکه د وطن او ګران هیواد دښمنانو ته د تاریخ دې اساس پړاو کې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو!

افغان بدلون/مرکزي دفتر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د